کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زمانظردامنیت دپروسې دانتقال په اړه!

زمانظردامنیت دپروسې دانتقال په اړه!


دافغانستان دولت یو ځل بیا غواړی چی دافغانستان ځینی سیمی چی په هغه کی ولایتونه او ولسوالی شاملی دی امنیتی چاری دنړیوالو ځواکونوڅخه افغان ځواکونو ته وسپاری په دغه هیواد کی دغه پروسه زه په هغه سیمه کی کامیاب بولم چی دهغه سیمی خلک لا دوړاندی دتمدن او پیش رفت خیر خواوه او هڅه کوی چی په سیمه کی ېې کراری وی او هلته ددوی په سیمه کی بیا رغاونی ،دزدکړی اوورته دژوند زمینه برابره سی  خودا سی سیمی سته چی هلته نه یوازی دمافیا ډلی سته بلکی وسله وال طالبان او اوسنی داربکیو چی دمحلی پولیسو په نوم نومول سوی دی وجود ولری دا به ناشونې وی چی هلته به افغان ځواکونه په دې وتوانیږی چی دسیمی امنیت دی خوندی کړی داڅوعیلتونه لری چی افغان ځواکونه نه سی کولای چی امنیت ټینګ کړی .
دهلمند ولایت یو دهغو ولایتونوڅخه دی چی دمافیا ډله پکی زیاته ده که موږ وګورو اوس یوځل بیا مخدره مواد په نړی کی یو ښه قیمت پیدا کړی او هلمند کی دمخدره توکوکښت زیات کیږی او سږکال هم په ځینو ولسوالیو کی په زیاته اندازه کوکنارکرل سوی دی .
دا که دنادعلی،مارجه او ناوې ولسوالی امنیتی چاری دافغان ځواکونو ګریوان ته ولویږی نو به حالت تغیر وخوری ځکه په دغه سیمه کی وسله وال طالبان سته چی اوس مهال دوی خاموش دی اوبریدونه نه سی کولای  چی دبرید نه کولوعلت هم دنړیوالو ځواکونودزیات شمیرعسکروموجودیت دی  که افغان دولت دغه سیمه دلښکرګاه سره پرتله کوی چی دلته امنیت راغلی او افغان ځواکونه په دې وتوانیدل چی دلښکرګاه امنیت یې ساتلی دا هم دلښکرګاه دخلکو په مټ او دافغان ځواکونو دډیروالی لامل دی.
 په لښکر ګاه کی نه یوازی پولیس سته بلکی ملی اردو ملی امنیت او هغه سرحدی پولیس چی بایدپه سرحداتوکی شتون ولری خو دوی دلښکرګاه پر ځینو واټونوباندی خپله دنده ترسره کوی .
دولت دی دې ټکی ته پام وکړی چی دلښکرګاه فکر دی پر هغه سیمو باندی نه کوی چی هلته قومی خبری دمافیا ډلی او دوسله والوطالبانو شتون وجود ولری .
اوبله داچی هغه توانایی چی دنړیوالو ځواکونو سره سته دافغان ځواکونو سره نسته که تخنیکی اړخ دی او که دروزنی اړخ دی دافغان ځواکونوسره هغه څه سته چی دوسله والوطالبانو سره هم سته زه په دې اند یم چی کله په سیمه کی جګړه وموښلی بیا به ولسی وګړی ستړی سی او مرګ ژوبله به ورواوړی .
زما په نظردا دوخت څخه دمخه کار دی چی نړیوال ځواکونه دغه پروسه په یادو ولسوالیو کی عملی کوی دافغان ځواکونومشران او ددوی سرتیری به خود داخبره کوی چی دوی ددې جوګه دی چی امنیت دی ټینګ کړای سی ځکه دا خبره کوی چی ددوی سره افغانی غیرت سته اوافغانی غیرت دا نه سی منلای چی دا ووایی چی موږنه سو کولای چی امنیت خوندی کړو خو خبره دلته ده چی افغان ځواکونه یوازی دوسله والو طالبانو سره جګړه نه کوی دوی دمخدره موادو سره هم په مباریزه کی ښکېل دی او ددولت مخالیفین دهمدغه مخدره موادوڅخه خپله استفاده کوی او افغان دولت دی هلمند ولایت دنورو ولایتونو سره نه پرتله کوی لکه پنجشیر،بامیان ،دایکنډی ،هرات اوداسی نور ولایتونه چی هلته ېې خلک اوس پوهیدلی دی چی باید جګړه نه وکړو او باید په سیمه کی امنیت راولواو خپل سیمه اباده کړو دلته په همدې ولایت کی خلک اوس هم دنورو وسله والو کسانو تر تاثیرلاندی دی او خپله په دغه سیمه او اند تر دې چی په دغه ولایت کی داسی کسان سته چی دامنیت په راوستلو کی ددوی ګټی تر خطرلاندی راځی اونه غواړی چی په سیمه کی امنیت راسی که دولت داخبره کوی چی دهلمند ولایت قومی مشرانو راسره داپریکړه کړې چی دوی ددولت سره همکاره دی خو هغه قومی مشران هم ددولت تر سیوری لاندی ژوند کوی اودهغه کسانو سره دوی خبره نه ده کړې چی هلته په سیمه کی شتون لری او دناخوالو سره ېې مخ دی او هر وخت ددوی په کلی کی زورونی دمختلیفووسله والو ډلو له لوری کیږی .