کور / هراړخیز / دوهم بُن د هیلو او اندیښنو په ګرداب کې !!

دوهم بُن د هیلو او اندیښنو په ګرداب کې !!


د بُن لومړۍ غونډه هغه مهال د المان په بُن ښار کې ترسره شوه چې نړیوال په تیره امریکا د نیویارک په تجارتي مرکزونو باندي د خونړیو تروریستي بریدونو له درد او غوسې نه په اورکې ایشیدله او په افغانستان یې د تروریزم د مرکز په توګه د متقابلو بریدونو پلان جوړاوه ترڅو د القاعدې نه غچ واخلي او د طالبانو امارت په دې تور راوپرځوي چې القاعده تنظیم ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
که څه هم چې د بن لومړۍ غونډي په سیاسي ، اقتصادي او نورو برخو کې د افغانانو لپاره یو شمیر لاسته راوړني لرلې خو ددې غونډي پریکړي له ستونزو ، ننګونو او تیروتنو نه خالي هم نه وي چې وروسته یې افغانانو ته لوی زیانونه رامنځته کړل.
ډیری شنونکي په دې اند دي چې د بن لومړۍ غونډه د یو لړ ستونزو او څرګندو زیانونو سره ترسره شوه چې وروسته یې افغانانو ته ښې پایلي نه لرلې ، هغوي په دې غونډه کې د نورو نواقصو ترڅنګ د طالبانو او اسلامي حزب نه ګډون او په سیاسي اقتدار کې د هغوی نه شاملول هغه لویه تیروتنه ګڼي چې په هیواد کې د جګړې د دوام اصلي علت بلل کیږي ، ددې ترڅنګ د بن د لومړۍ غونډي بل مشکل دابلل شوی چې د لسو کلونو په بهیر کې دولت او ددولت ټولي اجزاوي د یوه مصلحتي مشارکت په سیوري کې جوړي شوې چې ویي نشو کولي چې دولس اصلي غوښتنو ته ځواب ووايي چې په هیواد کې د یوې ښې حکومت جوړوني د نه رامنځته کیدو یو لامل هم دغه ډول قومي ، او تنظیمي مشارکت په ګوته شوی دی.
څیړونکي په دې عقیده دي چې د دموکراسۍ او ولسواکي په نوم د اقتدار جوړول د قوم ، ژبي او سیمي پربنسټونو نشي جوړیدلی او که چیري داسي کاروشي نو مثبتي پایلي له ځان سره نه لري هغوی زیاتوي چې د لومړي بن په غونډه کې د نظام جوړوني په اړه هغه اصول تر پښو لاندي شوي چې ورته اړتیا ول.
دغه راز د بن له لومړۍ غونډي بیا تردې مهاله د لسو کلونو په موده کې نړیوالي ټولني په خپلو هغو ژمنو باندي چې له افغانستان سره یې کړي سم نه دي دریدلي او افغانستان ته یې په هره برخه کې دیوې ارزان قیمته پروژې په توګه کتلي او په نړیوالو بیلابیلو کنفرانسونو کې یې چې له افغانستان سره کومي ژمني کړي هغې یې په صداقت او رښتینولۍ نه دي ترسره کړي داهغه څه دي چې د افغانستان دولت یې په هره برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ کړی دی ، ځکه افغان دولت د نړیوالو د ژمنو پربنسټ هیوادوالو ته  د اقتصاد او ټولنیز ژوند د پرمختیا په اړوند لويي وعدې کړي خو داژمني ځکه نه دي عملي شوي چې نړیوالو خپلي ژمني نه دي ترسره کړي چې داپخپله په حکومت دولس د بې باورۍ یو لوي لامل ګرځیدلی دی.
ددې ترڅنګ د لسو کلونو په بهیر کې چې له افغانستان سره کومي مرستي شوي د هغو لویه برخه چې اتیا فیصده ګڼل کیږي د بهرنیانو له لوري لګول شوي چې د هغوی په معاشونو ، لوکسو موټرو او د نورو تجملي شیانو په لاره کې مصرف شوي نه داچې په  اړینو پروژو لګیدلي وي . د مثال په توګه  افغانستان د لسو کلونو په موده کې و نه توانیده چې په هیواد کې یو لوی او یا څو واړه د اوبو بندونه جوړ کړي ، په داسي حال کې چې زموږ هیواد د اوبو د ذخیره کولو او له بندونو نه د بریښنا د ترلاسه کولو ډیر پراخ او مساعد امکانات لري خو ددې پرخلاف  موږ د ګاونډیانو نه د میلیونونو ډالرو په بیه هره میاشت وارداتي بریښنا ترلاسه کوو چې دا ډول کړني د افغانانو پخپل ځان د متکي کیدو پرخلاف یو کار بلل کیږي.
یوه بله لویه ستونزه چې هر وخت د دولت لوړپوړي چارواکي ترې سر ټکوی هغه د بهرنیانو له خوا د افغان دولت ترڅنګ د موازي ادارو جوړول دي چې داکار د افغان دولت ادارو ته یو لوی زیان ګڼل کیږي او د بهرنیانو د لاسوهنو د یوه اصل په توګه ګڼل شوی چې متاسفانه تراوسه دالړۍ روانه ده.
داهغه ننګوني او ستري ستونزي دي چې د بن د لومړي کنفرانس د پریکړو له امله افغانانو او افغان دولت ته په میراث پاتې شوي چې د نورو منفي پایلو ترڅنګ د جګړې د دوام اصلي لامل هم دغه کړني بلل شویدي.
اوس چې له لسو کالو نه وروسته د بن ددوهمي غونډي د جوړیدو لپاره هڅي رواني دي او پتیل شوې چې دغه غونډه به د روان کال د دسامبر  په پنځمه نیټه د المان د بن په ښار کې جوړه شي ، ددغي غونډي په اړه هم افغان څیړونکي او د نظر خاوندان بیلا بیل نظرونه لري.
یوشمیر افغان څیړونکي په دې نظر دي چې دغه غونډه کې به یو ځل بیا بهرنیان هڅه وکړي ترڅو خپل دریځونه وړاندي کړي او غونډه به د خپل واک او ځواک په چوکاټ کې وړاندي بوزي او د افغانانو او افغان دولت اصلي ستونزو او اړتیا وو ته به سمه پاملرنه ونکړي ، یوازي به د خپلو پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې د افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې ژمني وکړي او د بن د لومړۍ غونډي په څیر به د بن ددوهمي غونډي ژمني په عمل کې څنګه چې د افغانانو غوښتني دي پلي نشي  ځکه اوس هم داسي اوازې او ګنګوسي شته چې بهرنیان د غونډي د ګډونوالو په ترکیب کې لاسوهنه کوي او ځیني سفارتونه پخپله خوښه دیوشمیر کړیو او ټولنو نه افغانان دې غونډي ته د ګډون لپاره ټاکي په داسي حال کې چې په دې اړه موافقه شوې وه چې افغاني پلاوی به د افغان حکومت ترسیوري لاندي په دې غونډه کې ګډون کوي او د افغان دولت له لوري به ټاکل کیږي نه د بیلابیلو ډلو او ټولنو یو پلاوی چې دغه کار لا له وړاندي یو لړ اندیښنې راپیداکړیدي.
خو یو شمیر بیا په دې نظر دي چې دغه غونډه کې به د لومړۍ غونډي پرخلاف افغانستان تر ډیره په خپلواکه توګه خپلي اړتیاوي او ستونزي وړاندي کړي او په روښانه توګه به له نړیوالو سره د هغو ستونزو په اړوند رغنده خبري وکړي چې په افغانستان کې د لسو کلونو په تیر بهیر کې د افغانانو په وړاندي د سترو ننګونو لامل ګرځیدلی. افغانانو ته یې خنډونه رامنځته کړي او افغان دولت یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
یوه بله مهمه خبره په دې غونډه کې د افغانستان د ګاونډیانو ګډون دی ترڅو هغوی هم د نړیوالو سره یو ځای د افغانستان دراتلونکي ثبات او امنیت په اړه تعهدات او ژمني وکړي خو لا له وړاندي د دواړو ګاونډیانو ایران او پاکستان د نه ګډون په اړه اندیښنې راپیداشویدي ، د پاکستان پرخاوره د ناټو پوځیانو وروستي برید د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي د خرابیدو وروستۍ کچي ته راټیټ کړیدي پاکستان ګواښ کړی چې نور به د ناتو پوځیانو د اکمالاتو پرمخ د پاکستان ټولي لاري بندي کړي ، دغه راز هغوی ویلي چې امریکايي پوځیان دي په پنځلسو ورځو کې شمسی هوايي اډه په بشپړه توګه خالي کړي چې د پاکستان دغو غبرګونونو داسي اندیښنې پیداکړي چې شاید پاکستان د بن په دوهمه غونډه کې ګډون ونه کړي ، که څه هم چې پاکستان په رسمي توګه د نه ګډون خبره نه ده کړې خو په دې اړه لا له وړاندي اندیښنې پیداشویدي ، همداشان د ایران دنه ګډون په اړه هم یو لړ اندیښنې شتون لري ځکه دامهال د ایران او غربي نړۍ په تیره بیا د امریکا ترمنځ حالاتو ډیره ترینګلې بڼه غوره کړیده او که دغه ګاونډیان د بن په غونډه کې د ګډون نه ډډه وکړي نو ارومرو به د غونډي پر اهمیت اغیز پریوزي.
افغان دولت ته لازمه ده چې په دغه غونډه کې له بهرنیانو سره رغنده خبري وکړي او په ډاګه ورته د تیرو لسو کلونو ستونزي بیان کړي او د بهرنیانو سره دیوه قرارداد پربنسټ د افغانانو ګټي او دریځ او د بهرنیانو حدود ورته په ګوته کړي ، که په دغه غونډه کې داډول روښانه او رغنده خبري ونشي نو دا اندیښنې به په ولس کې نوري هم پیاوړتیا ومومي چې د بن ددوهم کنفرانس پریکړي به هم د لومړي کنفرانس په شان وي چې په کې د افغانانو ګټو ته زیاته پاملرنه ونشوه چې له امله به یې دهیواد ستونزي یو ځل بیا تر لسیزو پوري وغځیږي او افغانستان به د ترقۍ او اقتصادي سوکالۍ له کاروانه لیري پاتې شي چې په پایله کې به موږ خپلو راتلونکو نسلونو ته د ځواب ویلو لپاره هیڅ هم ونلرو.