د راتلونكو ټولټاكنو له پاره په پټه او ښكاره كمپاين پيل شوى، اشخاص، مدني ټولنې، سياسي سازمانونه، ګوندونه، قومونه او ولسونه تيارى نيسي چې د هېواد په راتلونكي سياست او حكومت كې ځانته ځاى پيدا كړي او له دې لارې خپلو وګړو او ولسونه ته په دولت كې ونډې بېلې او موقفونه ترلاسه كړي. له دېرشو كلونو راهيسې له يو شمېر كورنيو او بهرنيو كړيو له خوا هڅه روانه ده چې د هېواد په سياست كې د پښتنو اغېزه او ونډه راكمه كړي . پښتنو ته په كار ده چې د خپل موقف د بيا ژوندي كولو او پياوړي كولو له پاره له سياسي فرصتونو او شونتياو څخه ګټه پورته او د راتلونكو ټولټاكنو له لارې په راتلونكي دولت كې خپل موقف پياوړى كړي.
پښتانه په هېواد كې د خپل غوڅ اكثريت له امله او دا چې د زيات وخت له پاره په واك كې پاتې شوي او د ښكېلاكګرو او نيواكګرو پر وړاندې يې د هېواد او خپلواكۍ ساتنه كړې او تل د تاړاكګرو او يرغلګرو پر وړاندې درېدلي او خپلې سينې يې د هېواد د دفاع له پاره سپر كړي او پرديو ته يې په خپل هېواد كې د دوى د دسيسو د پلي كولو وخت نه دى وركړى، نو له همدې كبله د پرديو له فشارونو او تاوتريخوالي سره مخ دي او د دوى پر وړاندې د پرديو رنګارنګې دسيسې، توطيې او پلمې دوام لري.
په خواشينۍ سره چې دغو پرله پسې فشارونو، تاړاكونو او دسيسو په هېواد كې تر بل هر مېشت قوم پښتنو ته زيات زيانونه اړولي او لاهمداسې لګيا دي نور زيانونه هم اړوي.
د ټولنپوهنې د پوهې پر بنسټ ولس او ملت د هغه قوم پر شاوخوا او محور را ټوليږي چې پياوړى وي، هم د ځان د ساتنې او پراختيا او هم د نورو د ساتنې او پراختيا جوګمنتيا ولري. له همدې پلوه د يوه ولس او ملت د ښكېلولو له پاره پر محوري قوم، يا په بله وينا د ټولنې پر سټې ګوزار كيږي او كله چې په يوه ولس كې محور كمزورى او لړزانه شي، نو په خلكو كې له محور نه د تېښتې لېوالتيا زياتېږي، هم خپل او هم پردي له دې محور څخه تېښته غوره كوي.
اوس كټ_مټ له دېرشو كلونو راپه دې خوا په هېواد كې همداسې يو وضعيت روان دى، پر پښتنو د نورو قومونو باور كم شوى، هم يو شمېر پښتنو له قومي جوړښت څخه تېښته غوره كړې او هم يو شمېر غيرپښتنو په پښتنو پسې رااخيستې، پروپاګند ته يې ملا تړلې او په هېواد كې ټولې بدمرغۍ د پښتنو له خوا ګڼي.
كله چې يو څوك خپلې ليكې پرېږدي او ديوالي كيږي، نو دا كسان ډېر ژر د پرديو په لومه كې پرېوزي او د هغوى له خوا ښكارېږي. له دې خبرې څخه زما مطلب دا نه دى چې په ټولنه كې بدبيني نوره هم زياته كړم، زما مطلب دا دى چې يو شمېر هغه ترخه واقعيتونه په ګوته كړم چې دا وخت زموږ په ټولنه كې خپل تريخ شتون لري او په كار ده چې د يوه واقعيت په توګه ورسره چلند وشي. ځكه له يوې خوا د ولس تر منځ د باور كچه راپرېوتې او له بلې خوا د ديوالي شويو كسانو په اړه زموږ د ولس تر منځ غبرګونونه خورا تند او د مضر احتياط تر كچې رسېدلي او د ديوالي او ناراضه شويو كسانو تر منځ توپير په كې نه كيږي. ځينې كسان بيا داسې دي چې له يوه سياسي بهير، يوې كړنلارې يا تګلارې څخه ناراضه وي او د چارو په هكله خپل خپلواك نظر او فكر لري چې كېداى شي يو پرځاى او ګټور فكر او نظر وي، ځينې كسان بيا داسې وي چې د پرديو چوپړ ته يې ملا تړلي وي، له پرديو تنخا اخلي او د ځاني ګټې له پاره د خپل قوم او ولس د بربادولو په بدل او بيه دپرديو چوپړ كوي او ځينې كسان بيا داسې دي چې ستونزو، مجبوريتونو او سياستونو ته په پراخه كچه كتنه كوي او خپلو ستونزو ته د نړيوالو ستراتيژيو له ليده ګوري او د خپل هېواد ستونزو هوارولو ته له نړيواال ګودره ورګډېږي. اوس پوښتنه دا ده چې په داسې حالاتو كې د باور او احتياط انډولونه كوم وي؟
په داسې حالاتو كې د باور او احتياط انډولونه هغه تړونونه او قرادادونه وي چې د ولس او قومونو تر منځ رامنځته كيږي. دغه تړونونه د قومي، ولسي او ملي ګټو پر محور او بنسټ جوړېږي. په داسې حالاتو كې بيا هم قوم او ولس د سياست او ټولنې د سټې او واحد په توګه څرګنديږي او په داسې حالاتو كې د قضاوت معيار بايد قومي او ولسي ګټې وي.
دا چې ټولټاكنو ته لږ وخت پاتې دى او نورو قومونو په دې اړه خپلې هڅې پيل كړي او له خپلو كانديدانو سره د خپلې سياسي راتلونكې په اړه تړونونه كوي او له دې لارې په راتلونكي دولت كې خپل ځاى او خپله ونډه يقيني كوي، نو پښتنو ته هم په كار دي چې د ټولټاكنو د نېټې له رارسېدو مخكې ټولټاكنو ته تيارى ونيسي او د خپل راتلونكي برخه ليك په اړه چوپه خوله پاتې كېدل او يا له خپله حقه په څنګ تېرېدل او د شونتياو او فرصتونو څخه ګټه نه اخيستل، هېڅكله د دوى په ګټه نه دي.
د ټولنپوهنې پر بنسټ صلاحيت د اغېزښندلو په مانا وي او اغېز ښندل له ټولنيز ځواك سره تړلي وي. ټولنيز ځواك د خلكو له پيوستون او يووالي څخه رامنځته كيږي.
ټولنه د بېلابېلو بعدونو لرونكې ده چې د نورو بعدونو تر څنګ د صلاحيت، موقف او شخصيت زيږونكې هم ده. شخصيت او ټولنه يو تر بله اړوندې اړيكې لري، شخصيت په يو شخص كې د ټولنيزو اړيكو او ګټو غبرګون او څرګندتيا ده او ټولنه د خلكو هغه ټولګه ده چې د خلكو د ژمنو، ګډو هڅو او د يو تړون او قانون په لړ كې رامنځته كيږي، چې په دغه تړون او قانون كې د ټولنې د غړو دندې او مكلفيتونه د ټولنيز عدالت، امنيت او ثبات د ټينګښت په اړوند په ګوته شوي وي .
ټولنه د شخص د ازمايښت ډګر او د شخصيت د تللو او انډولولو ترازو ده، ټولنه ده چې د يو چا شخصيت ارزوي او د خپلې ارزونې له مخې د هغې ظرفيت يا عدم ظرفيت، وفاداري يا عدم وفاداري، وړتيا يا عدم وړتيا خلكو ته څرګندوي او خلكو ته يې پېژني، خو فرد او شخصيت كولى شي پر ټولنه خپل مثبت او يا منفي اغېز وښندي، خو دا نه شي كولى چې په خپل نوم ټولنه خلكو ته وروپېژني او څرنګوالى يې خلكو ته په ډاګه كړي. يا په بله وينا شخصيت په ټولنه پېژندل كيږي، نه دا چې په شخصيت ټولنه وپېژندل شي.
له بده مرغه ځينې غيرمنصفانه او له نياوه لرې كسان ټولنې او قومونه پر اشخاصو پېژني او ځيني خو بيا داسې اشخاص هم شته چې ځانته پخپله دا واك وركوي او په ناغوښتې توګه له يوې حقوقي مرجعې استازيتوب كوي. دا په داسې حال كې ده چې د يوې حقوقي مرجعې كه هغه كومه مدني ټولنه، دولت، حكومت، قوم او يا ملت وي استازيتوب هغه څوك كولى شي چې د هغې ټولګې د خلكو له خوا پرې باور شوى او واك وركړ شوى وي.
په يوه ټولنه كې ټولنيزې ليكې معلومې وي او د هر ټولنيز بنسټ، شخصيت او فرد ځاى په كې په نښه شوى وي او د يو چا په اړه قضاوت هم د هغه د ټولنيز موقف پر بنا كيږي.
اوس څرګنده ده چې پښتانه به هم د هېواد په راتلونكي سياست كې د خپل موقف په اندازه ونډه ولري او د دوى موقف د دوى په ځواك، اغېزښندلو او يووالي پورې تړلى دى. بل پلو په ټولنه، حكومت او دولت كې د دوى د ونډې او ځواك تمثيل هغه څوك كولى شي چې د دوى له خوا ورته د ځواك او ونډې د تمثيلولو واك وركړ شوى وي او دا واك هغه چاته وركول كيږي چې د دوى د ټولنې له خوا وړاندې شوى باوري شخصيت وي.
اوس پښتنو ته تر هر څه لومړى د خپل موقف پياوړي كول په كار دي چې دا كار د دوى له ځواك، يووالي او صلاحيت تمثيلولو سره تړلى دى. ځواك او صلاحيت دا مانا چې دوى په يووالي سره چې كومه كړنه او عمل ترسره كوي هغه د اغېزښندلو څومره قوت لري او په خپل قوت سره چاپېرياال څومره اغېزمنولى شي.
له بده مرغه د پښتنو د ځواك، صلاحيت تمثيلولو او ونډې تر منځ انډول وجود نه لري چې دا بيا خپل بېلابېل لاملونه لري.
يو لامل دا دى چې پښتنو ډېر ځله يو سياسي بهير او يا دولت ته په يووالي سره نه دي دانګلي، يو څه شمېر يې بهير ته ننوتي او يو څه نور يې له بهير څخه د باندې پاتې شوي، برعكس نور قومونه بيا په دې برخه كې يووالى او يوه خوله والى لري او له خپلې ونډې بشپړه ګټه اوچتوي. اوس چې كوم بهير ته پښتنو په كومه كچه دانګلي وي د خپلې كچې په تناسب ونډه وړي او د هغو پښتنو ونډه چې په نوموړي سياسي بهير يا دولت كې يې برخه نه ده اخيستې په نورو پورې اړوندېږي.
بل خوا په خپل سر يو څوك په ناغوښتې توګه د پښتنو له خوا ځان سياسي بهير، دولت او يا واك ته ټاكي او پښتانه هم پرته له دې چې له هغه څخه د ځان په هكله هوډ او ژمنه واخلي سر ورته په هوكړه ښوروي او په پټو سترګو د قوم په استازيتوب او يا مشرۍ يې مني، چې دغه شخص بيا د څوكۍ او واك ترلاسه كولو وروسته ځان د هېڅ ډول ژمنې او تړون پر وړاندې مكلف نه بولي، د هېواد او قوم په قصه كې نه وي او يوازې په اختلاس او رشوتونو سره د خپلو بوژيو د ډكولو په غم كې وي او په خپل دا راز ناوړو كړنو سره د قوم او هېواد نوم بدوي او دا چې يو قوم او يا هېواد ته د وياړ لامل وګرځي د شرمسارۍ لامل ګرځي. كه لږ شاته وګرځو ګورو چې يو شمېر كانديدانو د ټولټاكنو پر مهال په انفرادي ډول ځانونه پر پښتنو وتپل اوس څوك يې د حكومت او څوك يې د پارلمان پر څوكيو ناست دي او خپلې چړچې كوي، خو د پښتون خونه همغسې خرابه ده، تورسرې، ماشومان او سپين ږيري يې لا همغسې د پرديو د شوبلو تر ګوزارونو لاندې دي او په داسې حال كې چې دوى په كابل كې په مجللو كورونو كې له خپلو كورنيو سره ارامه ناست دي، د هغو سيمو او خلكو استازيتوب كوي چې هره ورځ د دولت او پرديو پر شوبلو مري، له دوى څخه بېزاره دي او سيوري يې په ډبرو ولي او ان يو قدم په هغه سيمه كې ايښودلاى نه شي. كه دغه كسان د ټولنيز تړون او ژمنې په لړ كې راغلي واى، نو څرګنده ده چې د تړون د يو اړخ په توګه كله چې دوى په خپلو ژمنو وفا نه كوله نو د تړون بل اړخ هم نور تړون ته په غاړه ايښودلو مكلف نه و او د دوى صلاحيت له منځه ته او دوام يې نه مونده. سره له دې چې يو شمېر دغه استازي نور ولس ته د منلو وړ نه دي خو لا هم د واك پر ګديو ناست دي، ځان د پښتنو د واك او ونډې مدعيان ګڼي، په داسې حال كې چې پښتنو ترې نور لاس اخيستى، خو دوى د نابللو استازو په توګه خپل راج ته دوام وركوي او په دې سره دوه ګټې وړي، يو دا چې د ړانده سيستم او مشروعيت د بحران له كبله صلاحيت يې دوام مومي او بل دا چې مرور يې خپلې ونډې ناخلي هغه هم دوى ته پاتې كيږي او دوه برخي خوري. دغه د مشروعيت د كړكېچ او د واك او ونډې تر منځ د ناانډولتيا يو غټ لامل دا دى چې دغه شخصيتونه له خپلو قومونو او ټولنې څخه بهر توليد شوي او صادر شوي شخصيتونه دي.
د نورو قومونو په پرتله زياتره پښتانه واكمن د مشروعيت له كړكېچ او بحران سره مخ دي او له همدې امله ده چې د نورو قومونو او سيمو په پرتله جنګ-جګړې او تاوتريخوالى، په پښتني سيمو كې زيات دى او پښتانه تر نورو زيات د مشرتابه، موقف او صلاحيت له كړكېچ سره مخ دي او د ځواك، واك او ونډې تر منځ يې واټن زيات دى. د دغه كار يو لامل دا دى چې پښتانه د نورو قومونو په پرتله منسجم نه دي او په خپل منځ كې سمون او همغږي نه لري. له يوې خوا دا ستونزه له دې ځايه راپورته شوې چې پښتانه ځاني(قومي) انسياټيف، دوكتورينو، ستراتيژيو او جوړښتونو ته كم ارزښت وركوي، خپلې ونډې له دولت سره شريكوي او ځان په نابللى ډول له دولت سره يو بولي، چې دولت بيا جلا سياسي سازمان او د ټولو قومونو په سر كې راځي او له ټولو قومونو څخه استازيتوب كوي.له بل خوا د نورو قومونو سياستوال، رسېدلي او په يو څه پوه كسان له خپلو ليكو څخه نه اوځي او نه ديوالي كيږي خو يو شمېرپښتانه سياستوال او څيزپوه كسان ډېر ژر خپلې قومي ليكې پرېږدي يا په اصطلاح په پچه خېژي او كشمير ګوري او د دوى په اصطلاح ځان د يوه قوم په چوكاټ كې نه منحصروي او ځانونه ملي بولي، خو حقيقت دا دى چې يو څوك لومړى په قومي چوكاټ كې ازماېښت او پوخ نه شي هېڅكله ملي كېدلى نه شي، دوى نه يوازې دا چې په خپل ديوالي كېدلو او له خپلو ليكو نه په وتلو سره پښتانه خپه كوي بلكې نور هم خپلولى نه شي، ځكه چې نور يې بيا د پښتون په نوم پېژني او هيڅكله يې د ځان نه ګڼي، چې په پاى كې د مشروعيت له بحران سره مخ وي او له دواړو ليكو پاتې وي. داسې كسان ټولو قومونو له پاره په زيان وي او په ټولنه كې ګډوډي رامنځته كوي. ځكه دولت د قومونو او ولسونوګډه ټولګه ده، په يو ديموكراتيك نظام كې هر څه او ونډې د قومونو په تناسب وېشل كيږي، خو دغه ديوالي او بې پرې كسان يا به له ونډې پاتې كېږي او يا به د نورو ونډې وهي.
د داسې كسانو شمېره زموږ په هېواد كې زياته ده، په عادي حالاتو كې د دوى هيڅ يو قوم ته ګټه نه رسېږي، خو د وېش پر وخت بيا له قومونو څخه مخكې دوى ونډو ته بډې وهلي وي، په داسې حال كې چې هيڅ يو قوم يې د ځان نه ګڼي، خو دوى بيا په نابللې توګه ځان مخ_مخ ته كوي، په همغه شېبه كې بيا د قوم مشران او وكيلان جوړ شي او د قومونو پر ونډه خېټه واچوي. له بده مرغه زموږ په هېواد كې زياتره قومي، ژبنۍ او مذهبي ستونزې همدې راز كسانو جوړې كړي، ځكه چې دا راز كسان په عادي حالاتو كې په قومي او ولسي ګټو باور نه لري او په عواطفو او نصيحتونو سره نور له قومپالنې او ولسپالنې څخه لرې ساتي او په خپلو تش په نامه خبرو سره ځان ملي د ثبوتولو او شخصيت د ځلولو هڅه كوي خو د ملي عوايدو د وېش پر وخت بيا له چتې اوځي او د قومونو تر منځ د ملي عوايدو د وېش په جوړجاړي كې تر ټولو زياتې لغتې بيا همدوى وهي. زموږ په هېواد كې د اداري فساد جرړې هم له نيمګړي ټولنيز وېش او ناقص دولتي نظام سره تړلې دي، هغه داسې چې يو شمېر دولتي چارواكي تر ولسي او ملي ګټو پر دولتي ګټو زيات باور او ټينګار لري، دولت او ولس سره جلا بولي او ملي ګټو په نوم چې كوم څه په ولس پورې اړه لري، هغه د دولت بولي، خپله څوكۍ په ولس پورې تړلې نه ګڼي هغه په دولت پورې تړلې ګڼي اودا چې ځان زياتره د ولس پر وړاندې مسوول وګڼي د دولت پر وړاندې مسوول ګڼي او د دولت د يو مامور او ولس ته د يو چوپړ كوونكي پر ځاى له ولس سره بادارانه، پردى او تربجن چلند كوي، پر دولتي ګټو يوازې د دولت د مامورينو حق لرل مني او ولس ته په حق منلو قايل نه دي. كله چې پر دولت د غير ولسي او غير قومي، بې پرې، مبتذلو او بې ژمنو وګړو راج ټينګ وي، پر اداره د عدم مسووليت فرهنګ ولكه ټينګوي او باد راوړلي بې څښتنه دولتي عوايد پر باد ځي.
ولس، دولت، واك او مشروعيت تر منځ بنسټيز ار دا دى چې له ولس څخه دولت ته د واك لېږدېدل هغه وخت مشروعيت لري چې دولت د ولس پر وړاندې ژمنتيا ولري او پر ژمنو عمل وكړي او ولس ته د خپلو كړنو حساب وركړي. بې ژمنې، بې حسابه او كتابه دولت مشروعيت او حقيقت نه لري، ولس ترې ملاتړ نه كوي، شتون او دوام به يې له خپل ولس سره د دښمنۍ او نېزې له لارې تضمينېږي.
تر اوسه چې د راتلونكو ټولټاكنو په اړه كومې ګونګوسې تر غوږه رسېدلي دا دي چې په پام كې ده زلمى خليلزاد، علي احمد جلالي، محمد يونس قانوني، مصطفى ظاهر، حامد كرزى او يو شمېر نور ځانونه د ولسمشرۍ څوكۍ ته كانديد كړي.
د دوى د كانديدۍ په څرنګوالي به خبره اوږده او له موضوع واوځي، ښه به دا وي چې په دې خبرې وشي چې پښتنو ته دا وخت څه كول په كار دي.
تر هر څه لومړى بايد پښتانه يو قومي ګډه ټولنه(اتحاديه) را منځته او له دې لارې خپل انسياټيف او دوكتورين خلكو ته وړاندې كړي.
كېداى شي د دې اتحاديې د جوړېدو په اړه لومړني ګامونه په ختيځو، سويلي، شمالي او سويل لويديځو سيمو كې د قومي شوراګانو په جوړولو او بيا په يوه سراسري شورا كې د دې شوراګانو په راټولېدلو سره اوچته شي.
په دوهم ګام كې دغه اتحاديه ولسمشرۍ او ملي شورا ته خپل كانديدان غوره كړي.
له كانديدانو څخه بايد د كړنو په اړه ژمنه واخيستل شي.
اتحاديه بايد په هېواد كې د جګړو پاى ته رسولو، مفاهمې، سولې او ثبات ته په خپلو دوكتورينو كې لومړيتوب وركړي.
د دولت له مخالفينو سره خبرې كول او سولې ته د هغوى چمتو كول او له پښتني سيمو څخه د جګړې د ټغر ټولول د اتحاديې له لومړيتوبونو څخه ګڼل كيږي.
اتحاديه بايد د پښتنو د موقف د پياوړي كولو له پاره مټې ونغاړي او هم له نورو قومونو او بهرنۍ نړۍ سره د مفاهمې دروازې پرانېزي.
اتحاديه به دنده ولري چې د خپلسرو شخصيتونو د خپلسرۍ، تپل كېدو او بې مسووليتۍ مخه ونيسي.
اتحاديه بايد له نورو قومونو سره د ملي مسايلو پر سر خبرو ته كېني او د قومونو تر منځ شته اختلافات د خبرو له لارې حل وفصل كړي، په اصطلاح د عمل ابتكار په خپل لاس كې واخلي، د مسووليت پولې ټينګې او د خپلسريو مسووليت خپلسرو ته وګرځوي.
په لنډه توګه ويلى شو چې زياتې ستونزې په هېواد كې د حكومت د حاكميت او سيستم د څرنګوالي له امله رامنځته شوي، د قومونو او نورو ټولنيزو جوړښتونو د واك د تمثيل او دولت تر منځ انډول له منځه تللى او له څو لسيزو راهيسې دولت د واك او مشروعيت له كړكېچ سره مخ دى، پښتون اكثريت په هېواد كې د ستر سياسي ځواك په توګه بايد د ټولنيزو جوړښتونو د واك د تمثيل او دولت تر منځ د انډول راوستلو ابتكار په لاس كې واخلي او يو ځل بيا خپل موقف د نورو قومونو او ټولنيزو جوړښتونو تر منځ پياوړى كړي.
د دولت د مشروعيت او واك تمثيلولو كړكېچ كه دوام پيدا كوي، نو تولنه له پښو غورځوي او په غوښتي او نا غوښتي توګه هېواد د ښكېلاك منګولو ته سپاري. كه وغواړو چې ازاده، خپلواكه او سرلوړي واوسو بايد دغه ټكي ته پام واړو چې د پښتنو ځواكمنتيا د هېواد د ځواكمنتيا، د پښتنو كمزوري د هېواد د كمزورۍ، د پښتنو اسارت د هېواد د اسارت او د پښتنو خپلواكي د هېواد د خپلواكۍاو د پښتنو بدبختي د هېواد د بدبختۍ په مانا دي، په همدې بنسټ پښتانه د هېواد او په هېواد كې د ملي مسايلو په اړه دروند رسالت لري او بايد له نورو قومونو سره په تفاهم كې ټينګه پاملرنه ورته وكړي.