په دې وروستیو کې رسنیو راپور ورکړ چې د بهرنیو پوځونو هوايي ځواکونو په بمباریو کې شپږ ماشومان ووژل شول . دا وژنه د هغو لس ګونو زرو بې ګناه خلکو د وژنو په دوام دي چې په تیرو لس کلونوکې په ټولو پښتون میشتو سیمو کې یې ځانونه د لاسه ورکړی دی.
په تیرو لسو کلونو کې پښتانه په ډیره بې رحمانه توګه وځپل شول او دا بهیر روان دی.
دا ټولوژنه یو ناڅاپي عمل نه دی بلکې د یوه ژور طرح شوي پلان له مخې تر سره کیږي . تر هر څه باید دا روښانه شي چې ولې بهرنیو پوځيانو د خلکو د اوسیدو په ځایونو بمونو وغورځول .
ایا د ملګرو ملتونو په منشور او د بشري حقوقو په اعلامیه کې داسې ماده شته چې د اوسیدو په سیمو باندې د پوځي عملیاتو او د خلکوپه کورونو د بمباریو اجازه ورکړي .
ایا دوی په دې نه پوهیږي چې د اوسیدو په سیمو کې خلک اوسیږي چې عبارت دي له میرمنو . ماشومانو او ټولو کلیوالو څخه .ایا ټول کلیوال ، د دوی په اصطلاح تروریستان دي .
که چیرې دا فکر وکړو چې په دې کلي کې طالبانو او یا د دوی په اصطلاح تروریستانو ځای نیولی دی .
ایا دا پوځي تاکتیک به سم وي چې په کلي باندې بمونه وغورځول شي ، د خلکو کورونه وران او بیګناه خلک په کې شهیدان شي .
ایا دوی د محاصرې او پلټون عملیات نه شول ترسره کولی چې د دوی په اصطلاح ملی پولیسو او یا ملي اردو دا سیمه تر هغې محاصره کړي وای تر څو دا د دوی په اصطلاح تروریستان اړ شوي وای چې تسلیم او یا نیول شوی وای.
کوم عقل خاوند به دا خبره ومنی چې ماشومان ، چې په لوبو باندې بوخت وی په هغوی د تروریستانو تور ولګول شي . ایا دا د بشري حقوقو او د ماشومانو د حقوقو مدافعینو سترګې نه درلودې چې واړه ماشومان په نښه یې کړل.
دا د بیګناه پښتنو د وژلو یوه پېښه نه ده بلکې په دې تیرو لسو کلونوکې دا ډول پېښې سل ګونو ته رسیدلي دي. چې په لس ګونو زرګونو پښتانه پکې قرباني شوي دي.
دپښتون اولس سره بې اندازي تیري کیږی .
ددې ټولو پېښو مسوولیت په لومړی مرحله کې د افغانستان اولس مشر ته متوجه دی . دا ځکه چې که دی د افغانستان د خلکو د ژوند مسوولیت په غاړه لري او هم دا عملیات دده د ادارې له خوا پلان ، دده په اجازه او کومانده سره تر سره کیږي .
په دوهم پړاو کې دا مسوولیت د همغه ولایت په چارواکو پورې تړلی دی چې په دې هکله د روانو عملیاتو څارنه نه کوي او دوی د خپلو خلکو څخه د دفاع له پاره خپلې دندې نه تر سره کوي .
ددې بیګناه ماشومانو په وژلو کې نه یوازې بهرني پوځونه ، سیمه ایز د اردو او د پولیسو مسوولین ، والي ، د حکومت پوځي او امنیتي چارواکي او په سر کې ښاغلی حامد کرزی مسوول دی بلکې ددې ماشومانوپه وژلو کې هغه څوک چې ځانو ته طالبان وايي او وایي چې د بهرنیانو په وړاندې جنګیږی هم برابر مسوولیت لري .
دوی ځانو ته مجاهدین وایي خو په واقعیت کې د خلکو د ماشومانواو میرمنو شاته پټیږي. ځانونه ژوندي ساتي خو بې ګناه او تنکي ماشومان د بمونو او ګولیوخوراک کوي .
دوی هر چیرې چې پښتانه انجینران او نور متخصصین ګیر کړي هغوی په بې رحمانه توګه وژني .
لنډه داچې دا ټول د پښتون وژنې اړخونه دي چې دا بهیر د پلان سره سم مخې ته بیول کیږي .
پښتون اولس به هیڅکله خپل قاتلان ونه بښي .
اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې په زرګونو پښتو ژبې کسان شته چې ځانو ته سیاستوال وايي ، که خبرو ته یې غوږ ونیسې ، نو به فکر وکړې چې همدا سړی دی چې کولی شي نه یوازې د پښتنو، بلکې دټولې نړی مشرتوب وکړی .
دا کسان د پښتنو په نوم سره امتیازات او څوکۍ ترلاسه کوي خو کله چې څوکۍ ترلاسه کړي نو بیا دوی په خپله د پښتنو لومړی درجه دښمنان شي .
د پښتونوالی څخه به هم تیر شو، انسانیت ته به راشو . هر انسان عاطفه او د زړه خوږ لري . په بیګناه سړي یې زړه بدیږي . او دا احساس ورسره موجود وي چې د هغه سره مرسته وکړي .
خو زموږ نه په دولتي چارواکو او نه په طالبانو کې دا احساس شته چې په دې ځوریدلي ، خوار او غریب پښتون اولس باندې زړونه وسوځوي .
په دې ډول په افغانستان کې زیات شمیر په اصطلاح سیاسي ګوندونه ( ډلې ) شته دي چې د زیاترو مشري یې د پښتو ژبو سره ده .دوی ځانونه تر ټولو زیات د اولس په خدمت کې بولي . خو د دې ډلو مشرانو په دې تیرو لسو کلونو کې یوه هم د پښتنو د ټولوژنې په وړاندې غبرګون و نه ښوده .
دا ځکه چې دوی هم د پټو منابعو څخه روپې تر لاسه کوي او د اولس په وړاندې د هر ډول مسوولیت څخه ډډه کوي . دوی دا ډلې د بیزنیس له جوړې کړی دی. تر څو وزارتونه او ولایتونه ترلاسه کړي .
همدا د تروریزم او یا د بهرنیانو په وړاندې د جهاد تر نوم لاندې د پښتون وژنې بهیر، چې نن په کندهار ، هلمند، وزیرستان ، کنړ ، خیبر ، کندز ، اورکزیو ،کورمه ، باجوړ ، سوات …. کې روان دي او هر ورځ په سل ګونو پښتانه پکې ځانونه د لاسه ورکوي ، سبا ته دا اور د ټولو پښتنو کورونو ته د پلان سره سم پراخیږي
پښتانه اړ دي چې ددې ناورین څخه د ځانو د ژغورلو او د پښتون اولس د بقا له پاره سره یو شي .
یو سوچه ، پراخ ، ملي پښتنې ، سیاسی سوله ایز غورځنګ کولی شي، پښتون اولس ته هم په افغانستان او هم په نورو پښتني سیمو کې نجات ورکړي .
دا یو ضرورت دی چې د پښتنو د ژغورنې ، په پښتني سیمو کې د ارامي او امنیت د تامین ، د ودانی او پرمختګ ، او د ټول پښتون اولس په یوه واحده سیاسي جغرافیا کې د راټولولو له پاره غورځنګ د لویې پښتونخوا ټولو سیمو ته وغزول شي .