کور / کره کتنه / د حج تظاهر

د حج تظاهر

په افغانستان کی ډیری اسلامی شعایر اوعبادتونه د ځان ښوودنی لپاره ترسره کیږی ، زموږ دخلکو دا ډیر پخوانئ عادت او رواج دی چی په ډیرو مواردو اومسایلوکی بیځایه ننګ اویوله بل سره سیالۍ کوي ان زوریې هم نه رسي  سړی نه پوهیږی چی ولې داسې کووځکه زمونږخلک له پخوامسلمانان اویوشمیریې په اسلام کلک مین دی خوځینې وختونه ډیری چاری د هواهوس اوضد له مخی ترسره کوئ ،حج داسلام پنځمه فریضه ده اوپرهغه مسلمان باندی فرض ده چی شتمن وی اوبیت الله شریف ته د تګ راتګ امکانات په واک کی ولرئ ، حج مالی اوبدنی عبادت دی چی مسلمان ورباندی الله سبحانه وتعالی ته نږدی کیږی اوګناهونه یی رژیږی خوداهغه مهال چی مسلمان حاجی دغه ستره فریضه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دسنتوپه رڼا کی اداء کړئ . 


 نیک اوبختور انسان په برخه به دغه ستره فریضه اوعبادت نصیب کیږی خوکه سړی په خپل وطن کې  د خلکودعبادت ځنی دعادت اوتظاهرجوړولو کارونو ته وګورئ نوځینې خبري یې زړه ته دریږی  هغه ورځ ځینوکلیوالو پخپل منځ کې دیوحاجی په اړه غبیبت کاوه یوویلی یاره پلانکی خانه! دهغه ټولې پیسې حرام دی خدای خبرشه چې دهغه حج به قبول شوی وی اوکه یا؟ هغه بل ورته وویل ولې نوموړي ځواب ورکړدهغه ځامن یوپه ګمرک کې دی ښې ډیري یې راټولې کړئ ، یوداپینوتجارت کوی بل یې امریکاییانوسره ترجمان دی نو اوس ته اندازه ولګوه چې دا حرام دی که روا !هغه بل ورته وویلې دی کیسوپسې مه ګرځه هغه د خپل تره ځامنوسره سیالې لری دهغه ټول تره ځامن حاجیان دی نو دی له چا کم دی.


 بعض شیان زمونږخلکو د دین په نوم منلې مګرزما په فکر دا ډول څیزونه په اسلام کې ځای نلرئ، لکه دحاجې موټر په ګلونوپوښ کول یوبیځایه لګښت دی اودهغه دبدرګه کولو لپاره څوموټران لین کول څه ګټه لرئ؟  هسې خوسړکونوکې ډیر فرصت دی چې دحاجې صاحبانو موټرانوته اړتیاوي ،  په دی هیواد کې ډیر داسې خلک شته چې بیګاه ته یوې مړئ ډوډی ته حیران دی چې له کومه یې کړي ، که ښاغلې حاجی صیب دغه روپۍ پر بیوزلوخلکو وویشی دابه ورته یوثواب اودآخرت ګټه شي. ددی ترڅنګ د جلال آباد د لارې په اوږدوکې د مشالې سره دیوحاجی صیب موټر ولاړ وو لاره یې بنده کړی وه کله چې نږدی شو،ګوروچې یوځوان یوغټ دوسره ډول غاړی ته اچولې اوډول وهئ ، اوڅوتنه نور آټن کوی نود حیرانتیا خبره داده چې کله ته ښاغلې لمونځ اداء کړی نو له هغې وروسته د الله سبحانه وتعالې شکر اداء کوی که نه آټن اونڅاه کوی؟ حج خو هم د لمونځ په څیر یوعبادت دی ،دا ډول شیونه داسلام په نوم نومول اورواجول یوغلط نظر دی چې هیڅکله یې څوک نه منئ دا د دینې علماوومسوولیت دی چې حاجی مخکې لدی چې حج ته ولاړ شئ باید پردغو مسایلویی پوه کړئ ترڅود حج تکلیف یې الله سبحانه وتعالی قبول کړئ ګنې د هندوستړی خدای نارضا خبره به تری جوړه وی.