کور / هراړخیز / د تاج رحيم افسانې

د تاج رحيم افسانې

د بونير د يو کلي باجکټې اوسيدونکې تاج رحيم په ادبي دنيا کې د مردان د معتبرې او مشهورې مجلّې قند دريافت دې ـ لا ځلمې وۀ چې په وړومبي ځل د يو نقاد او افسانه نګار په حيثيت دغې قند متعارف کړې وۀ ـ د ناول بنيادونه، لنډه ډرامه، د احمد نديم قاسمي د افسانې ترجمه او \” زما د مور باهو \” په نوم د هغوي طبع زاد افسانه په پښتو ادب کې د هغوي وړومبي کاوشونه دي چې ورته د هغې وخت اديبانو او شاعرانو په درنه سترګه کتلي وو او د قند مدير قمر راهي د وينا مطابق ښۀ ډيره او درنه حوصله افزائيي ئي شوې وه ـ د دغې ليکونو نه د هغوي د ذهانت پړق او د پښتو ادب سره د زختې مينې د اظهار څرګندونه کيږي ـ په وړومبي دور کې د قند د بنديدو او د تعليم په سلسله کې د خپلې خاؤرې نه بهر د لاهور په علمي درسګاه کې د يو روښانه مستقبل ته تکل کې خپلې ادبي هلو ځلو ته بيخي شا کړې وه او بيا د چارټرډ اکاؤنټنسي غوندي ګران اوکړکيچن مضمون کې د ډګرۍ تر لاسه کولو او د دې ډګرۍ په ذريعه کينيډا کي د ملازمت له کبله هغوي خپل قلم پوره پنځوس کاله په تاخ کي سنبال ايښې وۀ خو خپله ادبي تنده ئي سړيدو ته پريښې نه ده ـ په دې دومره موده کې د هغوي ادبي ليک خو مخي ته راغلې نه دې البته زان ئي د مطالعې نه ژغورلې هم نه دې ـ د انګريزۍ د کلاسک ناولونو او افسانو مطالعه او په مشرقي ادب کې د فارسۍ خصوصاّ د مولانا روم د شاعرۍ سره د هغوي کلکه مينه او دلچسپي، د هغوي د ادب سره تعلق من شلولو ته پريښي نۀ دې ـ د ليک شاته د يو تحرکي قوت موجودګي ډيره ضروري وي کۀ هر څو د يو ليکونکې په خټه کې د تخليقيت ماده اخلې پرته وي خو چې تر څو دغه تخليقيت ته د تحرّک تر نيګړۍ ورکړې شوې نۀ وي نو د يو ادبي تخليق د کاغذ په ذريعه منظرِ عام ته راتلل ګران شي کۀ په کينيډا کې د ډيرې مودې نه استوګن تاج رحيم ته ادبي ماحول په لاس ورغلې وې نو کيدې شي چې هغوي په دې تير پنځوس کاله کې پښتو ادب ته ډير څه بخښلې وې ـ دا خو چې کله د انټرنيټ په ذريعه د هغوي ډاکټر محمد همايون هما سره رابطې سمون وخوړۀ نو د ډاکټر صيب په بيا بيا وينا او په قند کې چاپ د هغوي د شهکار افسانې \”زما د مور باهو \” په فني او فکري خوبيو په بيا بيا ذکر کولو هغوي نا څاپه په افسانو ليکلو ګوتې پورې کړې او په لږه موده کې ئي دومره افساني وليکلې چي د مجموعې په شکل کې د پښتو ادب مينه والو ته پيرزو ئي هم کړې ـ
د دې افسانو غټه خوبي نوې والې، تازګي او د بيان غير رسمي انداز دې چي پکې د فن استکاري او د فکر پوخ والې او جدت په نظر راتلې شي ـ د هغوي چې کوم ليک ډول، نوې والې، تازګي او جدت په خپلي وړومبې افسانه \” زما د مور باهو \” کې ليدې شي هم دغه جدت ئي په خپلو نورو افسا نو کې برقرارساتلې دې او يو بل خصوصيت په دې افسانو کې د افسانه نګار پخپله د يو کردار ځان د افسا نو د مرکزي کردار سره په مختلفو ذريعو پيژندګلو ده ـ دا کردار په کراچۍ کې په سرکس نومې افسانه کې د خپلې پښتنې خاؤرې نه لرې د سرکس د مالک سره دومره پيژندګلو پيدا کړي چې د هغوي د کور يو نزدې فرد وګرځي او کله خپل ملک نه په زرګونه ميله لرې په پردي ملک کې د خپلي ښۀ روئې او ستر اخلاق له وجې د غير مذهب سره تعلق لرونکې مسز جيمز د خپل مذهب په حلقه کې د راننوتو سره د خپلې پيژندګلو دائره نوره هم زياته وسيع کړي او ورسره د خپلو غټ خيټو دوستانو هغه مکروه څهرې هم څرګندې کړي چې په ځان ئي د انسانيت لباده راخوره کړې ده خو په حقيقت کې کۀ ورته وګورې نو ځان ئي د بد اخلاقۍ په تاترين کې غورځولې وي ـ


زمونږ تاج رحيم په خپله معاشره کې د انسان په لټون کې ګرځي خو يو هم د هغوي په خيال د انسانيت په پيمانه پوره نۀ خيژي خو بيا هم د هغه دا پوخ يقين دې چې مونږ پښتانۀ چې د يوسف بابا اولاد يو په دې خبره فخر کولې شو چې د ۀغوي ځاۍ په جنت کې دې او مونږ به هم يو ځلې د خپل بابا سره د ليدو د پاره جنت ته ځو ـ دا د هغوي \”د نسوارو ډبلې \” نومې افساني بنيادي خيال دې ـ په دې افسانه کې تاج رحيم د زړې زمانې د اذيت ناک حالت او د خپلې زمانې د نوؤ ايجاداتو له کبله د سهولتونو يوه مختصره شان تقابلي جائزه وړاندې کړې ده چه په خپل خونده وره او څۀ قدرې مزاحيه اسلوب کې نغښتې مختصره او د فن په کنډه پوره افسانه ده ـ د افسانې عمارت د تاج رحيم د يو ښائسته خوب په بنياد ولاړ دې ځکه چې په دې دنيا کې د جنت تصور کول هم ګران دي ـ د جنت تصور په دې دنيا د زړۀ خوشحالولو ذريعه ده که په خوبونو کې په داسې ښکلې دنيا ابادولو څۀ بنديز خو نشته ځکه خو تاج رحيم په يوه بله افسانه کې هم د جنت خوب ويني خو دلته په دې خبره ضرور حيرانيږي چې زۀ په جنت کې هغه خلق هم وينم چې په دنيا کې ئي څۀ ښه کارونه کړي نۀ وو ـ د بد اخلاقۍ په تاترين کې ئي ځان غورځولې وو خو خداۍ ته په څه خبره ګناهګار نزدې کيدې شي او داسې کومه معمولي خبره ده چې نيک بنده يو نا څاپه مردود وګڼلې شي ـ د سُوۡرَةُ الزّلزَلة آيتونه دي :
فَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٍ خَيۡرً۬ا يَرَهُ ۥ (٧)
وَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٍ۬ شَرًّ۬ا يَرَهُ ۥ (٨)
دې افسانه کې د مزاح سره سره د طنز تيرۀ نشترونه هم چلولې شوې دي او افسانه نګار د دنيا خلقو ته يو آئينه وړاندې کوي چي هغوي پکې خپل ظاهر او باطن ښه صفا ليدې شي ـ تاج رحيم په خپلو افسانو کې د انسان په معاملاتو کې په دورنګۍ، ټګۍ او جعلسازۍ د څرګندولو کوشش دې او په دې هڅه کې هغه د انسان په تحليلِ نفسي کې کامياب ښکاري ـ په دې ضمن کې د هغوي \”زرينه \” نومې افسانه کې د څوارلس کلن هلک اعظم خان د احساساتو او جذبو ښه سوچه ترجماني او نفسياتي تجزيه شوې ده ـ د هغوي مالګين اسلوب او خوندور انداز د هغوي هره افسانه کې دلچسپي سيوا کوي او د ليک شګفتګي او تازګي د لوستونکي زړه او ذهن ته يو سکون او فرحت وربخښي ـ \”بيا ئي واده دې \” افسانه کې د ليک دغه تازګي او شګفتګي او ځاۍ په ځاۍ د مزاح د خوند له کبله د يو لوستونکي زړۀ د خوشحالۍ او ذهن ئي د فراختيا سره غاړه غټۍ کړي ـ
په ځلمي توب کې د اديب په قلم کې د ځان د څرګندونې د خواهش چپې په غورځنګونو وي، ولې تاندې او جذبې ئي متحرکې وي، د جذبۍ دغه تحرّک د نن نه پنځوس کاله وړاندې ليکلې شوې افسانه \” زما د مور باهو \” په ژوندي کردارونو او د پښتني چا پيرچل نه پرته په يو نوي ماحول کې جوت ښکاري ـ
دا افسانه د خپل ناوياته پلاټ، ژوندي کردارونو، د ژوندي چاپيرچل بيخي يو نوې خيال او د تاج رحيم ځانګړې اسلوب له سببه د پښتو د شاهکار افسانو په فهرست کې ځاۍ موندلې شي ـ
ما تر دې د تاج رحيم د افسانو جاج اخستې وۀ چې ماته د هغوي نورې څلور افسانې ( لور، ځامن لوڼه، پيريان او خواښې ) په دې تبصره کې د ځائيولو وينا وکړې شوه ـ زۀ خوشحاله شوم چې پښتو ادب ته د افسانې په حواله يو ګړندې ليکونکې په لاس راغې ـ هغه چې پنځوس کاله د خپلو نورو مصروفياتو له کبله د ليک نه ډډه کړې وه، اوس په لږه موده کې د افسانو ليکلو سره خپله د پنځوس کالو د قضا ښه راستۍ راوګرځوله ـ دا افسانې د هغوي د زرخيز ذهن، ژورې مشاهدېَ او د معاشرې په نبض د پوهې روښانه او ژوندي تصويرونه دي ـ
په \” لور \” نومې افسانه کې ټول کردارونه زمونږ په معاشره کې هغه متحرک او ژوندي انسانان دي چې په افسانه کې وړاندې شوې قيصۍ د پښتونخوا څۀ چې د ټول ملک د متوسطې طبقې د کورونو نمائندګي کوي ـ دا افسانه خپلو ژوندي کردارونو او د نوې زمانې له کبله پيدا شوې د يوې بنيادي مسئلې له وجې زمونږ امروزه ژوند ته ډيره نزدې شوې ده او بيا په فني توګه د افسانې د يو کردار افضل خان سره د شاعرانه انصاف ( Poetic Justice ) له کبله دې افسانې يو انفرادي حيثيت خپل کړې دې ـ
\” ځامن لوڼه \” هر څو کۀ د احمد نديم قاسمي د زرخيز ذهن تخليق دې خو د دې په ترجمه کې هم د تاج رحيم خپل مخصوص اسلوب بريښي او دا ترجمه په ډير خوند، روانه او بهانده ژبه کې شوې ده چې بيخي پرې د طبع زاد ګمان کيږي ـ
\” خواښي \” نومې افسانه کې څۀ قدرې مزاحيه رنګ او \”پيريان \” افسانه کې د معاشرې په رګونو کې ګډ هغه مرض په ګوته کړې شوې دي چې نن هم په دې نوې سائنسي او ټيکنالوجۍ زمانه کي زمونږ د لرو پرتو علاقو کې د اوسيدونکو په زړۀ او ذهن پنجې ښخې کړي دي ـ بلکې زۀ به دا ووايم لکه چې په دې افسانه کې، دغه موضوع چيړلې شوې دې چې زمونږ په معاشره کې ځنې خلق د پيريانو دا حربه د خپلو ناولو مقاصدو د پاره د استعمال نه هم مخ نۀ اړوي ـ
د تاج رحيم د لنډو افسانو د مجموعي تآ ثر په حقله مونږ ښه په وثوق سره وئيلي شو چې د واقعه نګارۍ، کردار نګارۍ او د جذبات نګارۍ د غير معمولي صلاحيت له مخه هغه د ځنو امروزه خبره نه هم ډير د کار قيصې جوړې کړې دي چې مونږ ورته په هيڅ صورت کې ميصۍ نۀ شو وئيلې ـ کۀ وګورو نو د هغه په قيصو کې افسانه او ډرامه دواړه داسې اخلې ښکاري چې لوستونکې ترې په خپل خپل ځاۍ د دغې دواړه صنفونو خوند اخستې شي ـ
په دې مجموعه کې وړاندې شوې دا ټولې افسانې زمونږ پام د خپلې معاشرې د کمزورو، خامو او کږليچونو پله راګرځوي او هغه په دې خبره ډير د ستائينې وړ دې چې په زرګونو ميله لرې ميشته دا حساس فنکار زمونږ د معاشرې د هر کږ ليچ، خامۍ او د انسان د درد او کرب نه ځان با خبر ساتلې دې ـ رشتيا خبره خو دا ده چې په ظاهره خو تاج رحيم په کينيډا کې ناست دې خو په پښتون زړۀ کې ئي د پښتنې خاؤرې د درد د احساس چپې په غورځنګونو دي ـ په دې مجموعه کې دا ټولې افسانې د هغوي د دغې لمبه لمبه احساس موّثره تصوير ګري کوي ـ


عظمت هما
۲۲/ اکتوبر ۲۰۱۱
هسکه مېنه، شيخ ملتون مردان