جرم یوه داسې ټولنیزه پدیده ده چې په تېر وخت کې یې شتون درلود، اوس هم شتون لري او په راتلونکي کې به هم شتون ولري خو د جرایمو د ګراف کچه له یوې ټولنې تر بلې ټولنې توپیر کوي، هغه ټولنې چې په هغوی کې په بشپړه توګه د قانون د واک منګولې ښخي دي پرته له شکه چې هلته د جرایمو د ګراف کچه د هغې ټولنې پر نسبت چې هلته د قانون واکمني شتون ونه لري ډېره ټیټه ده، همدا ډول هغه ټولنې چې په هغو کې د سواد کچه لوړه ده نو پرته له شکه چې هلته د جرایمو ګراف هم ټیټ وي ان تردې چې چې ټیټې او لوړې زده کړې هم د جرایمو د ګراف په راټیټولو او پورته وړلو کې مهم رول لري، مخکې له دې چې په ټولنه کې د جرایمو د منځ ته راتګ په لاملونو خبرې وکړو نو ښه به دا وي چې په لومړني قدم کې جرم وپیژنو چې جرم څه ته وایي؟
د قانون له مخې هر هغه عمل چې د قانون عکس العمل را وپاروي جرم ورته ویل کیږي یا په بل عبارت د یو داسې عمل سرته رسول چې قانون منع کړی وي او د یو داسې عمل سرته نه رسول چې قانون جواز ورکړی وي جرم بلل کیږي، د بېلګې په توګه اداري فساد داسې یو عمل دی چې قانون منع کړی دی اوس که څوک دا عمل چې د قانون له مخې منع شوی دی تر سره کوي نو د جرمي عمل مرتکب شو او د جرمي عمل مرتکب باید قانوني جزا وویني، همدا ډول د دندې په سمه توګه اجرا کول داسې یو عمل دی چې قانون جواز ورکړی خو که یو څوک په دنده کې غفلت کوي نو په حقیقت کې جرمي عمل سرته رسوي او د جرمي عمل د ارتکاب په صور کې باید د عدلي تعقیب لاندې ونیول شي. لکه څه ډول مو چې مخکې هم یادونه وکړه چې جرایم له یوې ټولنې تر بلې توپیر کوي نو په همدې اساس د جرایمو د مخنیوي لارې چارې هم بېلا بېلي دي تر څو له یوې خوا د جرایمو د پیښیدو مخه ونیول شي او له بلې خوا د جرایمو د کنترول له مخې په ټولنه باندې د نظم او دسپلین منګولې ښخي شي. په مجموعي ډول د جرایمو د مخنینوي له پاره دوه طریقي په کار اچول کیږي یوه د جرایمو د ټولنیز مخنینوي طریقه ده او بله هم د جرایمو د وضعي مخنیوي طریقه ده، د جرایمو د ټولنیز مخنیوي څخه هدف دا دی چې په ټولنه کې هغه لاملونه پیدا شي کوم چې د جرایمو د منځ ته راتګ سبب ګرځي او بیا یې د منځه وړلو له پاره کار وشي د بېلګې په توګه په ټولنه کې بیکاري، فقر، بې سوادي، مهاجرتونه او دروغجنې بوختیاوې ټول هغه لاملونه دي چې د جرایمو د منځ ته راتګ سبب ګرځي نو که په ټولنه کې بیکاري، غربت، بې سوادي او مهاجرتونه له منځه وړل کیږي په خپله د جرایمو ګراف ور سره راټیټیږي، دا اوس د هر دولت دنده او وجیبه جوړیږي تر څو د پورته یاد شویو توکو په له منځه وړلو کې هر اړخیز او جدي ګامونه پورته کړي. د جرایمو د وضعي مخنیوي څخه موخه او هدف دا دی چې د جرمي عمل کړنه د مرتکب له پاره سخته کړي د مثال په ډول د عکسۍ د کمرو نصبول، که چېرې یو څوک د جرمي عمل مرتکب کیږي نو کمره یې انځور اخلي او پولیسو ته ښه چانس په لاس ورکوي تر څو د جرمي عمل مرتکب تشخیص او د قانون منګولو ته وسپاري، همدا ډول د داسې لارو چارو په کار اچول چې د جرمي عمل مرتکب ته د جرم څخه تر لاس ته کیدونکي ګټه د جرمي عمل د ارتکاب له مخې په ګرانه بیه تمامه شي، د بېلګې په ډول د جعلي نوټونو بازار ته را ویستل که چېرې د زرو افغانیو د نوټ قیمت د جاعل له پاره یو نیم زر افغانۍ قیمت ولري نو بیا به هیڅکله هم زړه ښه نه کړي چې جعلي نوټونه مارکیټ ته وړاندې کړي، همدا ډول د پولیسو له لورې پلې ګزمې کول تر څو له خلکو سره له نږدې پاتې شي او د خلکو باور تر لاسه کړي بیا که په همغه سیمه کې یو څوک جرمي عمل سرته رسوي نو هرومرو د سیمې خلک پولیسو ته خبر ورکوي.