کور / هراړخیز / نوې موندنې: پارس، یو نا آریایي هېواد

نوې موندنې: پارس، یو نا آریایي هېواد

د برتانیې هېواد د دوه نامي پوهنتونونو یوې ګډې او پراخې څېړنې د پاړس هېواد (نننی ايران) د توکمي جوړښت په اړه یو لړ ایښنده اوبېسارې موندنې خپرې کړي دي چې لرغونپوهانو ته ډېرې په زړه پورې او ارزښتمنې ایسېدلې دي. د ارثي لرغونپوهنې یا Genetic Archaeology دا مالیکولي کتنې چې د یو ایراني ټبره پوه ډاکټر مازیار اشرفیان بناب په مشرۍ یوڅو کاله د مخه په کامبرېج پوهنتون کې پیل شوې وې، اوس اوس په پورت سموڅ پوهنتون کې بشپړې شوي دي، او لومړنۍ موندنې یې د رسنیو له لارې خپرې شوې دي.


په دې څېړنه کې د ننني ایران د شپږویشت بېلابېلو توکمي او مذهبي ډلو د زرګونو غړو د انساجو بېلګې په ارثي کتنځیو کې څېړل شوې دي. د دې څېړنو په پایله کې برسېره  شوې ده پېژندل شوي ارثي جوړښتونه د هغو هډوکو او ککریو د انساجو له ارثي جوړښت سره ورته والی لري چې له اریايي کډوالۍ نه د مخه دلته مېشت ول. په دې سربېره د پاړس د اوسنیو اوسېدونکو بڅریزو ډي ان اې ګانو (Nuclear DNA) او مایتوکاندریایي ډي ان اې ګانو (Mitochondrial DNA) د اریايي کډوالو له ارثي جوړښتونو سره ډېر لږ ورته والی ښودلی دی. له دې څېړنو نه دا پایله جوته ده چې د پاړس (ننني ایران) ولس په درې زره کاله زړو اریايي کډوالو کې کومه جرړه نه لري. پاړسیان له آره د همدې سیمې له هغو توکمونو نه په یو کې جرړه لري چې لرغونو تاریخي پېرونو کې همدلته مېشت شوي ول. د دې سیمې د لرغوني توکميز جوړښت سره سم، دا جرړه ډېره شونې ده چې سامي ټبر ته واوځي.


د دې نوو څېړنو بشپړ رپوټ لا نه دی خپور شوی، او زما په څېر ډېر مینه وال او د لرغونې توکمپوهنې زده کونکي ورته سخت سترګې په لار دي. دې څېړنې په علمي کړیو کې لا وخته تاوده بانډارونه، اونوې علمي تلوسې زېږولي دي. دا موندنې به بې له شکه د سیمې د توکمیز جوړښت شته پوهې ته نوې پایلې او راوړنې ولري.


خو ما ته تر هرڅه ډېر د دې موندنو سیاسي راوړنې په زړه پورې دي. په کال ۱۹۳۵ د پاړس باچا رضاشاه پهلوي د خپل هېواد نوم په ایران بدل کړ. د ایران ټکی د پاړس هېواد پورې دومره اړوند نه و لکه څومره چې یې له تاریخي پلوه افغانستان پورې اړه درلوده. خو له بده مرغه د افغانستان د هغه وخت د شاهي حکومت مشرانو، کېدای شي د هغو کورنیو اړیکو له مخې چې د پاړس له شاهي کورنۍ سره یې درلودې، د “ایران” د نوم د له لاسه ورکولو کلک مخنیوی ونه کړ. د پاړس چارواکو هڅه وکوله چې یوازې د ځینو افسانوي او اسطوره یي متنونو په مټ ځان د تاریخي ايران د معنوي شتمنیو میراث خواره وبولي، او په همدې بنسټ په یوه بېسارې دیپلوماتیکه سپین سترګي خپل هېواد د ایران په ټکي ونوموي. ایران، هغه ټکی چې په تاریخي توګه تل د ننني افغانستان سیمو او توکمونو ته کارېدلی دی.


د پاړس شاهي حکومت د ایران د نامه غلا کولو سره خپل هېواد ته ډېرې، خو څو د پاملرنې وړ ګټې واړولې. د ایران د نامه خپلولو سره پاړس نو نور په نړیواله توګه د منځنۍ اسیا د څېرمه سیمو د اریايي ټبر آري پاتې شونی وبلل شو، او افغانستان د همدې اریايي توکم او تمدن د زانګو حیثیت له لاسه ورکړ. په دې سربېره که څوک له ۱۹۳۵ کال نه را په دې خوا په سیمه باندې شوې لوېدیځې څېړنې وګوري نو په ډېرو کې افغانستان د تاریخي پاړس یوه برخه بلل شوې ده، او د افغانستان تاریخي ویاړونه او سرونه د پاړس لمنه کې غورځول شوي دي. دا په دې چې د افغانستان یو لرغونی نوم، ایران، اوس له افغانستان نه تروړل شوی و.


اوس چې پرمختللې پوهې او تکنالوژي د پاړس هېواد او توکمونو ناآریایي آر څرګند کړ، دې سره ایران د پاړس لپاره تر هر بل وخت نه ډېر نامناسب نوم دی. په تېرو څو لسیزو کې د پاړس شاهي او اسلامي حکومتونو د خپل هېواد لپاره له غلو او مبالغې نه ډک تاریخ لیکلی دی، او په پوره چل یې د نړیوالو سترګو ته خاورې شیندلي دي. د دې سره یې په پوره سپین سترګۍ د افغانستان له وروستیو سیاسي او پوځي کړکېچونو نه په ګټې پورته کولو سره د افغانستان تاریخي څټې او ویاړونه هم د ځان پسې لیکلي دي. په افغانستان کې دننه  یې د خپلو لاسپوڅو په مټ د افغانستان د موزیمونو لرغونې شتمنۍ لوټ او تالا کړي دي. او دا اوس هم افغانستان ته د خپل اسلامي جمهوریت او فرهنګ په لېږدولو بوخت دي.


خو د دروغو مزل لنډ وي. نوې ارثي او لرغونپوهنېزې څېړنې رښتیا په ځای لګوي. د ایښتیا ځای نه دی چې د پاړس دولت په ټیکه شوي لیکوالان د دې موندنو خپرېدو سره سخت وارخطا شوي دي.


اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د افغانستان علمي مرکزونه او څېړونکي د داسې نوو علمي برڅېرونو په بنسټ خپلې نښې سم ځای ته ونیسي او هغه څه چې کلونه کلونه له دې ولس نه غلا شوي دي نړیوالو ته ډاګيزه کړي.