افغانستان د ټولو مسافرینو څخه بایومټریک د سترګو انځور او د ګوتو نښی اخلی .
له دی سره به افغانستان په نړی کی اولین د ډیرو ګوتو د نښانو او د سترګو د انځورونو د بایومټریک د ډاټا لرونکی هیواد وی.
د افغانستان دولت د نوی پریکړی پر اساس ټول هغه مسافرین چه له افغانستان څخه بهرته په سفر ځی او یا افغانستان ته راځی نو د فنګر پرینټ یا د ګوټو نښی او د سترګو عکس یی تری اخلی.
د تیرسپتمبر د میاشتی راهیسی افغانستان د نړئ پر مخ لمړنی هیواد دی چه د ټولو مسافرینو څخه د ګوتو نښانی او عکسونه د کابل په نړیوال هوایی ډګر کی تری اخلی. په نړئ کی یو تعداد محدود هیوادونه شته چه د لاسونو نښی او د سترګو عکس فقط د ځینوخارجی مسافرینو څخه اخلی. مګر داسی په عمومی ډول د هر یومسافر او په پراخه پیمانه یو هیواد یی هم نه اخلی.
د دی اصلی موخه دا ده چه د هر ژوندی افغان د ګوتو نښانی او د سترګو د کسی عکس واخیستل شی. دغه پروګرام اصلاً د امریکی د متحده ایالاتو د قواو لخوا په ۲۰۰۷ میلادی کال کی شروع شوی دی چه تقریباً د دوه ملیونه افغانانو د ګوتو نښی او عکسونه د ګزمی او یا د جګړی پر محال او یا هم د هغو افغانانو چه له دوی سره د قراردادیانو په شکل د دوی په نظامی مرکزونو کی کار کوی اخیستی دی.
د متحده قواوعسکرو په ۸ مهمو سرحدی عبوری دروازو کی د بایومتریک معلوماتو ټولول هم شروع کړی چه د خاص خاص کسانو ډاټا تر اوسه اخیستل شوی چه ټول تعداد یی د ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه کسانو پوری رسی.
د کابل نړیوال هوایی ډګر هم د امریکی د حکومت په مالی مرسته او ټریننګ دغه د بایومټریک پروګرام پر مخ وړی.
دغه پروګرام د مسافرینو لپاره یو اضافه تکلیف کیدای شی ځکه د هر مسافر د دری ۳ نه تر پنځلس ۱۵ دقیقو پوری وخت نیسی چه تر څو دغه بایومتریک معلومات یی را ټول شی او د پروازونو د تعطیل سبب هم ګرځی.
په ټولو ۴۸ هیوادونو کی چه عسکر یی په افغانستان کی شتون لری د دا ډول د خپلو اتباعو د معلوماتو ټولول غیر قانونی دی او ددغو هیوادونو قانون دا اجازه نه ورکوی چه د خپل هیواد د اتباعو یو ډول اذادی دی سلب شی او د خپلو اتباعو د دا ډول شخصی معلومات دی را ټول کړل شی.
د یادونی وړ ده چه یوازی جاپان او د امریکی متحده ایالات فقط د خارجی اتباعو بایومتریک د دخولی په وخت کی تری اخلی او د خپلو وګړو نه یی نه اخلی. او د امریکی د متحده ایالاتو د دغه پروګرام په مقابل کی د انتقام په شکل برازیل هم همدا ډول پروګرام یوازی د امریکایی مسافرینو په مقابل کی پلی کړی دی.
د دغه بایومټریک ډاټا پواسطه بیا هغه کسان چه مجرمین وی په تور لست (بلک لست) کی اچول کیږی اوبیا مطلوب کسان ډیر ژر پیدا کیدای شی، ځکه دغه بایومټریک معلومات بیا د نورو هیوادونو د استخباراتی ادارو او د قانون اړوندو ادارو سره شریک کیدلای شی او د مجرم یا مطلوب شخص بهرنی هیواد ته د سفر په وخت کی هم بهرنی هیواد تری اګاه وی او مطلوب شخص تر نظر لاندی نیولای شی.
دغه پروګرام د امنیتی ادارو سره هم کومک کولای شی، د مثال په طور که یو څوک ماین ښخ کړی او هغه ماین انفلاق وکړی نو د ماین له ټوټو (پترو) څخه د ماین خښونکی پیداکولای شی، پدی شرط چه د ماین خښونکی د لاس د ګوتو نښی مخکی تری اخیستل شوی او په کمپیوتر کی ثبت شوی وی.
د بایمیټرک د ډاټا د را ټولولو سیستم په اروپا کی هم شته خو الته فقط د پیژندل شوی مجرمینو او د نوی مهاجرو لپاره.
دا چه دغه پروګرام به څومره په افغانستان کی مفید او منفی تمام شی دا به په راتلونکی کی وخت ثابته کړی.