دا لیکنه می څه باندی یوه میاشت وړاندی کندهار ته د رسیدو سره سم ځایی ورځپاڼی « طلوع افغان » ته چی اوس په اونۍ کی یوازی دری څلور ځله خپریږی ، د نشر په موخه وسپارل چی کاشکی می دا کار نه وای کړی . نشراتی کارکونکو یی زما پوره درناوۍ وکړ او له کبله یی منندوی یم . دوی وعده راکړه چی په راتلونکی ګڼه کی که امکان پیدا نشو ، نو دری ورځی وروسته به حتما خپره شی . دوی هفتی می تر سترګو نشوه او بیا دفتر ته ورغلم . اړوندو کارکونکو راته وویل چی ستاسی لیکنه د رئیس صاحب پر میز پرته ده او انشاالله نشر به شی . د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس پتیال صاحب پخپله یو قلموال شخصیت دی او زه بشپړ درناوۍ ورته لرم ، خو داهیله می نه درلوده چی دده میز به د لیکنو زندان وګرځی . د نژدی یوی میاشتی په موده کی چی زه هلته وم ، هغه می نشر شوی په سترګو و نه لیدل . زما په ګمان د کندهار چارواکو هدایت ورکړی چی دولتی رسنۍ باید یوازی ددغی اداری د کارکونکو ستاینیزی لیکنی خپری کړی او دناوړو کړنو په هکله یی باید پر خوله مهر ولګوی . پدی خاطر غواړم دداسی کړنو څخه خپله سر ټکونه د « ټاټوبی » جریدی او نورو افغانی انتر نیټی سایټونو د لاری د کندهار د چارواکو تر غوږه ورسوم او ګریوان می ورته څیری کړم :
دامهال د افغانستان په رسمی ادارو کی خپلسری او فساد زما دپاره څه نوی خبره نده او ددی ناوړی پدیدی د ریښو او انګیزو په هکله می بی شمیره لیکنی دهیوادنه بهر په افغانی سایټونو کی نشر شویدی ، خو داځل زه پخپله پدی جال کی راګیرسوم . خبره داسی پیښه سوه :
کله چی دوطن نه مهاجرت ته اړ سوم ، یو زوی می ډیر ماشوم وو او ژوند یی له کودکستان نه هلته په مهاجرت کی پیل کړ . اوس چی ډیر کلونه وروسته نوی ځلمۍ سویدی ، تل به یی رانه غوښته چی یو ځل یی د خاړپوڅو وطن ته بوزم . څو ورځی وړاندی می تصمیم ونیو چی د زوی دا هیله یی ورته پوره کړم . په اورګاډی کی مو ځان هامبورګ ته ورساوه . له هغه ځایه د اماراتو ایرلاین په یوه ډیره لوکسه الوتکه کی دوبی ته راغلو . په دابل سهار کله چی د اریانا افغان هوایی شرکت په یوه ډیره زړه الوتکه کی سپاره سوو ، زوی ته می وویل چی موږ په پښتو کی داسی یو متل لرو : خپله پکه لور دبل تر زوی ښه ده ، بچیه ! دا طیاره که زړه او بی موډه هم ده خو زموږ خپله ده ، هغه د اماراتو اخیرنی ماډل طیاره زموږ نه وه او ګټه یی هم زموږ خلګوته نه رسیږی . ټوله داموده می دده په زړه کی د پلرنی وطن مینه راخوټول او ورته ویل می چی زموږ عزت او درناوۍ یوازی د خپلو خلګو په منځ کی دی ، هلته موخلګ دتحصیل ، کار او لیکوالۍ په قدر پوهیږی او احترام راته کوی . اوس پیښیمانی کوم چی کاشکی می داځل لا خپل زوی راسره راوستلی نه وای چی د کندهار په هوایی ډګر کی یی د پولیسو دیوه سمونوال لخوا زموږ د سپکاوی او توهین سریال خپلو سترګو لیدلی نه وای .
هغه افغانان چی په اروپاکی میشت دی ، دوه ډوله سندونه لری . هغه کسان چی د اړوند هیواد تابعیت یی تر لاسه کړی وی ، دوی دهغه هیواد تذکره لری چی دا په حقیقت کی پاسپورت هم دی او دخارج سفر ورسره کیږی . هغه کسان بیا چی د اړوند هیواد تابعیت نلری ، دوی ته د خارجی سفر په موخه یو د هویت سند ورکوی چی سفری سند یا (ټریول دکومینټ ) ورته وایی . ددغه سند درلودونکو کسانو ته بیله خپل هیواد نه نوری نړۍ ته دسفر اجازه سته ، خو که خپل وطن ته سفر وکړی نو دبیرته راتګ وروسته داچی دمقرراتو څخه یی سر رغړونه کړی ، دیو شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان کیږی . ددی دپاره چی دا ډول افغانان و خپل هیواد ته د راتلو له مخی دبیرته تګ وروسته دستونزو سره مخامخ نسی ، دجمهوری ریاست دهدایت له مخی ، د کورنیو چارو وزارت و ټولو سرحدی پولیسو ته امر کړیدی چی افغانستان ته د را ننوتو پروخت ددغو افغانانو پرسفری سند باندی دخولی او خروجی ټاپه و نه لګوی . ددی امر سره سم کله ناکله داسی هم پیښیدل چی د خارج څخه راتلونکو افغانانو د خارجی تابعیت پر پاسپورټ باندی به هم ټاپه نه وهل کیدل . هغه وو چی د بهرنیو چارو وزارت یو مکتوب صادرکړ او غوښتنه یی وکړه چی دافغانانو پرخارجی پاسپورټ باندی باید ټاپه و لګول سی ، داځکه چی ددی ټاپی لګول دوی ته کومی ستونزی نه پیښوی . د کندهار په هوایی ډګر کی د پولیسو امریت ددغه مکتوب یوه فوتوکاپی د پاسپورت د کنترول د کړکۍ څنګ ته پر دیوال سریش کړیده .
د همدغه ځای نه زما ستونزه پیل سوه . زه هم یو دهغو کسانو له دلی نه یم چی خارجی تابعیت نلرم او یوازی په سفری سند باندی سفر کولای سم . د پاسپورت دکنترول کړکۍ ته چی کله ورسیدم ، سفری سند می موظف نفر ته ورکړ او ورته می وویل چی ټاپه دی نه پر وهی . دی لکه د اوږو د نښان څخه چی یی معلومیدل ډیر ټیټ رتبه ضابط وو ، دی دښه سواد خاوند ښکاریدی او د کمپیوټر سره یی هم ګوتی ښه بلدی وی . په ټولیز ډول یو ښکلی ځلمۍ او ډیر مودب ځوان وو . ما چی د ټاپی د نه لګولو ورته وویل ، ده په ځیر راته وکتل او بیا یی په ډیر ادب سره راته وویل چی ته لطفا صبر وکړه ، زه به د خپل امیر سره خبری وکړم . زه د انتظار دهلیز په یوه کنج کی ودریدم . څو شیبی وروسته یو د پولیسو صاحب منصب دمخه او هغه ځوان ورپسی را ښکاره سول . صاحب منصب د نسبتا پاخه عمر سړی وو او جګه نری ونه یی درلوده . ده د پولسیو د یونیفورم پشان یوه جامه اغوستی وه چی د زمان په تیریدو سره یی خیرن خړ رنګ ته ورته یو رنګ اخیستی وو . صاحب منصبان باید دتعلیماتنامی سره سم تل دریشی پاکه او اتو کړی وساتی خو ددغه محترم دریشی داسی مړوړلی ښکاریده لکه د خوب کالی . ډیر امکان یی درلود چی په همدی دریشی کی به هم ویدیده او هم به کارته راتلی . بوټونه خو یی دومره په خاورو دوړو کی پټ وه چی درنګ تشخیص یی ګران وو . ده له دی نه پرته یوه مبارکه ږیره هم درلوده چی هر یوڅو تاره یی پخپلو کی سره نښتی او پر مختلفو لارو کاږه واږه تللی وه . لدی نه ښکاریده چی ښایی ډیره موده به په صابون یا شامپو وینځل شوی نه وی . ږیره زموږ دپیغامبر علیه السلام موکد سنت دی چی باید درناوۍ یی وشی ، تل پاکه ، ستره او ږمونځ کړی وساتل سی . چټل ساتل او نه ږمونځول یی ګناه لری ځکه چی د سنت عمل په وړاندی بی احترامی ده . دده پر اوږو باندی له نښان نه معلومیده چی رتبه یی جګه او سمونوال ( ډګروال ) دی خو کړو وړو یی ناری وهلی چی دامحترم نه مسلکی پولیس دی او نه هم بشپړ سواد لری . دی چی ښایی دعبور او مرور دڅانګی مشر به وو ، وړوکی ضابط چی زه ورته و ښودلم ، هغه د ګوتی په اشاره د ځان خواته ور وبللم او په ډیر غرور یی پوښتنه رانه وکړه : ته سواد لری ؟ خط لوستلای سی ؟ ددی سوال په ارویدو می د لوی عالم انشتین یوه کیسه را یاده سوه چی کوم وخت رستورانت ته تللی وو . ګارسون د غذاګانو مینو ورته کښیښود او ویی پوښتل چی څه شی درته راوړم . انشتین عینکی په کورکی هیری کړی وی او مینو یی لوستلای نسوه . ګارسون ته یی وویل چی لطفا دا راته ولوله . هغه ورته وویل چی صاحبه زه هم ستا پشان بیسواده یم او لوستلای یی نسم . سمونوال صاحب ته می دده دسوال په ځواب کی وویل چی بلی لږ غوندی سواد خو لرم . ده دیوال ته ګوته ونیول او په امرانه لهجه یی وویل : دغه ولوله ! . ما چی ولوست ، دا د بهرنیو چارو د وزارت دهغه مکتوب کاپی وه چی په پاسپورټ کی یی د دخولی او خروجی ټاپی د لګولو یادوونه کړی وه . کله چی می ورته وویل مکتوب می ولوست ، ده رانه و پوښتل چی په معنی یی هم پوه سوی ؟ زما رایاد سوه چی ډیر قوانین می پښتو دی ژباړلی دی ، دپخوانی اساسی قانون د کار په کمیټه کی می د هاتف صاحب تر مشری لاندی کار کړی دی ، د استاد ربانی د حکومت پرمهال د افغانستان د معدنی زیرمو د قانون دتسوید دکمیټی سرپرست وم او چی قانون منظور سو ، د ربانی صاحب به امر لومړی درجه تقدیرنامه راته راکړل سوه چی له مخی یی مافوق د رتبی سوم . خو داګړی حیران پاته وم چی د ښاغلی سمونوال په ځواب کی به څه ووایم . ما غوښته ورته ووایم چی دامکتوب د پاسپورت په هکله دی نه د سفری سند ، داځکه چی په پاسپورټ کی دخولی یا خروجی ټاپه وهل و درلودونکی ته هیڅ ډول ستونزه نه پیښوی . خو ده زما خبره راقظع کړه او ویی ویل چی زه پوهیږم که ته ؟ ما ورته وویل چی ستا په علم او پوهی کی خو زه شک نلرم مګر خپل سند هم پیژنم چی پاسپورټ ندی . ددی خبری په ارویدو سره دی ډیر په قهر شو ، وغړومبیدی او یوه پولیس سر باز ته یی امر وکړ چی دا نفر کش کړه ، لدی ځای نه وباسه ، په منډه یی د اریانا طیاری ته ور پورته کړه او زما لخوا هدایت ورکړه چی د هر ځای نه یی راوستی دی ، هلته دی بیرته ایله کړی . هدف یی داوو چی دا خپل راوړی نامطلوب سوغات دی بیرته واخلی . هغه ورته وویل ښه صاحب خو ماته را نژدی نسو او ډیر احترامانه برخورد یی راسره وکړ . پدی وخت کی ما په جرمنی کی د افغان سفارت لخوا راکړه سوی پیژند پاڼه ور وښودل چی زما نوم ولولی ، ګوندی کوم وخت یی زما کومه لیکنه لوستی وی او پرنامه می وپیژنی ، خو سمونوال صاحب ددی کار سره نابلد ښکاریدی . هغه کاغذ یی پرله واړاوه او پلاس کی یی ومړوړی . ورته می وویل چی کاغذ می د مړوړلو لپاره ندی درکړی ، لطفا یی بیرته راکړه ، هغه د بیرته راکولو نه ډډه وکړه . کله چی می اصرار وکړ ، ده وویل دا دخارجیانو کاغذګۍ څشی دی چی ته ورباندی ټپریږی ، زه دافغانستان د خارجه وزارت مکتوب درښیم او ته . . . ما ورته وویل د افغانستان سفارتونه خارجی ندی بلکه د همدغه دبهرنیو چارو دوزارت رسمی څانګی دی . غوښته می داهم ورته ووایم چی زه دهیچا ترڅنګ د خارجانو د بم غورځونکو الوتکو تر وزر لاندی نه یم دریدلی ، خو فکر می وکړ چی داخبره می غلطه تعبیر نسی څو په څپیړه د څوتنو مخ خوږ کړی . بیا می ده ته وکتل او په هوایی ډګر کی می د امریکایی ګارنیزون خوا ته په لاس اشاره وکړه . هغه بیا په قهر سو ، وغړومبید او زما دایستلو فرمان یی تازه کړ ، پخپله ولاړ .
زوی می ډیر وارخطا او حیران ولاړ وو . ښایی ده به دا فکر کاوه چی څه سو پخپل وطن کی هغه احترام چی پلار می یی په هکله خبری کولی . دده تحصیل او لیکوالۍ ته به نو بیا څوک احترام وکړی ، دلته خو بیله سپکاویو بل څه نه وینم . هغه بیچاره ټیټ رتبه پولیس چی زما سفری سند یی پلاس کی وو ، دسمونوال د سپکاوی له کبله یی زما پر بیوسۍ زړه وسو او مشوره یی راکړه چی ورسه زموږ د پولیسو د قوماندان سره خبری وکړه ، ګوندی هغه مرسته درسره وکړی . دده په بدرګه په هوایی ډګر کی د پولیسو د قوماندان دفتر ته ولاړم . هغه په یو تنګ واړه اطاق کی د ښکلی میز شاته ناست وو . ده ښکلی کړه وړه درلوده او پاکه اتو کړی دریشی یی اغوستی وه ، سنګین او مودب سړی ښکاریدی . لدی نه څرګنده وه چی یو پخوانۍ مسلکی صاحب منصب دی . دی هم په رتبه سمونوال وو خو کړو وړو یی جنرال ته ورته والی ورلود . لاندی د یوه واړه میز څنګ ته په شخصی کالو کی یو بل تن ناست وو چی ښایی ددوی د محاسبی کوم ملکی کارکونکی به وو ځکه چی دوی دواړه د یو لړ ارقامو په کنترولو باندی سخت مصروف ول . کله چی اطاق ته ورننوتو ، قوماندانصاحب څو شیبی حتی زموږ وخواته و نه کتل او ځان یی ډیر مصروف وښودی . ضابط یی زما مشکل ورته ووایه . هغه اول سترګی زما خواته راواړولی ، غوښته یی راته وښئی چی پخپلو کارونو کی بلد دی ، دیاداښت کتابچه یی پرانیستل ، یو په قلم سره لیکل سوی متن ته یی چی دهم هغه مکتوب کاپی وه ، څو ثانیی وکتل او بیله دی نه چی موږ ته وګوری ، دځانه سره یی وویل : دلته زه څه کولای سم . ما تری نه اجازه وغوښته چی زما دلایل هم واوره بیا پخپله تصمیم ونیسه . که څه هم دی زما دخبرو و ارویدو ته لیوال نه وو خو ما خپل دلایل په لنډو کی ورته وویل ، مګر فکر نه کوم چی ده به غوږ راته نیولی وو . ضابط ته یی وویل چی داسی ده بیا نو تاسی سره جوړ سی او یو کمک ورسره وکړه . ضابط ورته وویل چی زین العابدین خان ( که می نوم غلط ارویدلی او یا غلط لیکلی وی ، نو هغه سمونوال صاحب دی ما په خپلی بزرګوارۍ سره و بخښی ) امر راته وکړ څو حتما ټاپه ولګوم . دده دنامه په ارویدو سره قوماندان چوپ او لاجوابه پاته سو . لدی نه زه داسی پوه سوم چی ښایی سمونوال صاحب به کوم داسی زورور تنظیمی بازوګان ولری چی قوماندانصاحب تری نه محروم دی او پدی پوهیږی چی مسلکی وړتیا یی دلته د تنظیمی زور په وړاندی د پنځو غیرانو ارزښت نلری . دده د چوپتیا پروخت هغه د ملکی کالو والا سړی ضابط ته وویل چی وروره دا څه خبره ده ، خلګ کلونه بعد په ډیر امید خپل وطن ته راځی او تاسی یی د راتګ نه بیزاره کوی ، ورسه مشکل یی ور حل کړه . طبعی ده دده خبری کوم اجرائیوی صلاحیت نه درلود او قوماندانصاحب چی خبره یی اجرائیوی صلاحیت لری ، لازمه یی نه ګڼل چی ځان دیوه بیګانه مسافر پخاطر د یوه تنظیمی زور سړی سره مواجه کړی . زما په اند که سمونوال صاحب تنظیمی اړیکی هم ولری ، خامخا به هلته ډیر مقرب سړی نه وی، ځکه چی دده په عمر مقرب کسان ټول لږ تر لږه ډګر جنرالان او یا خو چی هیڅ نه وی تورن جنرالان دی . پهر حال ددغه هوایی ډګر د پولیسو قوماندانصاحب یی د نامه په ارویدلو سره سوړ غوندی سو .
د قوماندان له اطاقه دواړه ناهیلی راووتو . ضابط صاحب رانه وپوښتل چی څنګه وکړم ، ماته چی نه نوره حوصله پاته او نه می په پلرنی وطن کی خپل زوی نور مایوس او جګرخون لیدلای سو ، ورته می وویل چی مننه ، ته نور زما په مشکل پسی سر مه ګرځوه ، خپله ټاپه دی ولګوه او ځان د تنظیمی سمونوال له شره وساته . کله چی هغه دسند سره خپل اطاق ته ننوت ، یوه عسکر راته وویل چی وروره دخارجه راغلی یی ، یو څو ډالره خو به درسره وی ، دغه ږیرک ته یو زهر په خوله ورواچوه او کار دی خلاص دی . ماچی د محصلۍ او بیا په پوهنتون کی د استاذی له وخته د اجتماعی فسادونو پرضد مبارزه کول ، کله چی د کانو او جیولوجی لوی رئیس او بیا دانجینری تحقیقاتو انستیتوت رئیس وم د فساد نوم می ورک کړی وو ، همدا اوس نژدی ټول افغانی سایټونه او ډیری کورنی ورځپاڼی او مجلی د فساد پرضد زما په لیکلو مقالو ډکی دی ، څنګه کولای سم پدی ناوړتیا کی ځان ککړ کړم ؟ هغه ضابط صاحب هم زما دمشکل دحل پخاطر ځانته مشکل پیښ نکړ او ټاپه یی زما په سفری سند کی ولګول او د معذرت په غوښتلو سره یی پلاس راکړ . خو زه دده د زړه سوانده نیک برخورد نه ډیر ممنون یم .
کله چی لدی کاره خلاص سوم ، سمونوال می و لټاوه چی په جرمنی کی د افغان سفارت لخوا راکړی سند تری نه بیرته واخلم . هغه چی کله زه ولیدم ، بیا وغړومبیدی او عسکر ته یی ته یی په قهر سره ناری کړه چی دامو لا تر اوسه د میدان نه ایستلی ندی . ما ورته وویل چی ستا زورور امر خو اجرا سویدی او پر سند یی راته ټاپه راته ولګول ، نور څه رانه غواړی ، کاغذ می راکړه . د هر ډول مقرراتو په خلاف ده زما د کاغذو د بیرته راکولو نه ډډه وکړه . ښایی غوښته به یی چی داځل می ددی لاری مجبور کړی څو دهغه عسکر دخبری سره سم یی یوڅه زهر په خوله ور واچوم . نپوهیږم چی زما کاغذ به یی د مړوړلو وروسته څیری کړی وی او یا به یی د تنظیمی زور د مقرراتو سره سم مصادره یا ضبط کړی وی . خو زه چی نور می د پاته کیدو او زاریو توان دلاسه ورکړی وو ، له میدانه د وتلو پرخوا د خپل زوی سره داسی روان سوم چی ددواړو پر تندی ګونځی پرتی وی او کښته مو ځمکی ته کتل . څو دقیقی وروسته می زوی رانه و پوښتل : بابا جانه ! بیا کله راځی ؟
زه نپوهیږم چی د کندهار اداری او عدلی چارواکی به ددغه ښاغلی سمونوال کړنی دکوم قانون له مخی پرځای وګڼی . زه د کندهار ولایت د امنیه قوماندانی ، څارنوالۍ ، قضا ، د ولایت د اداری او ان پخپله د پوهنوال ویسا صاحب چی په پوهنتون کی می د استاذی له وخت نه د تورپیکی یار دی ، غوښتنه کوم چی که می د حیثیت د اعاده کولو توان نلری ، نو اقلا دی هغه زما هغه په غیر قانونی ډول مصادره شوی سند تری نه راوسپاری .
اوس ګوزاره د زړه په وینه کوو
که حالات ښه سول بیا به مینه کوو