د لوی خدای جل جلاله شکر ادا کوو چي د کلونو ارزو مو پوره سوه او په لراوبر ويبپاڼه کي د مولوي عنايت الله اخندزاده په خواږه ږغ او روانه پښتو ژبه د سيرت النبي په خپرولو بريالي سوو .
ددې کار په بشړه کېدو کي پخپله مولوي عنايت الله اخندزاده ته ډير کوردانئ وايم او له لوی خدای جل جلاله څخه د افغانانو او مسلمانانو لپاره دډېرو دغسي اسلامي خدمتونو ترسره کېدو توان او توفيق غواړم .
په سعودي عربستان کي د ښاغلي عبدالله ناصري ورور څخه ډېره ډېره مننه کوم چي په دې برخه کي يې پر ځان ستونزي ومنلې ، وخت يې ضايع کړ او دغه ټوله ږغيزي ټوټې يې په تخنيکي لحاظ د انلاين اويدلو جوګه کړې . دغه ډول د لراوبر ويبپاڼي د تخنيکي چارو مسول انجنير ګل اغا کاکړ څخه مننه کوم دغه سيرت النبي يې د يو لوړ نورو مهمو اوارزښتناکو اسلامي معلوماتو سره يوځای تر موږ او تاسو پوري د رارسولو ، اوريدلو او ډاونلود کولو جوګه کړ .
ښاغلی مولوي عنايت الله اخندزاده د سعودي عربستان په مدينه منوره کي اوسيږي ، د لراوبر دغه هڅه يې وستايله او خوښي يې څرګنده کړه چي نوي تکنالوژي د پښتو ژبي او د اسلام د مقدس دين په اړه د پوهني پراختيا په لاره کي کارول کيږي . نوموړي وويل چي د سيرت النبي پر ثبت او چمتو کېدو يې تر دوه زيات کار کړئ دی . نوموړي وويل چي ددې کار څخه يې هدف خپلو هيوادوالو او د اسلام مقدس دين ته خدمت او د خدای جل جلاله رضا حاصلول دي .
نوموړي پردغو لاندي موضوعګانو په تفصيل سره خبري کړي دي چي دغه ټوله اوس د لراوبر ويبپاڼي څخه اوريدل کيدائ سي .
سيرت النبي ( صل الله عليه وسلم)
ابوبکر صديق او عمر فاروق
اخيري سفر په
قِصص الانبيا
د امام اعظم مناقب
د سحر او ساحر د شر څخه خلاصون
د عقيدې مسايل
د ژبي ګناهونه او ضررونه او د هغو څخه د ځان ساتلو لاري
د لمانځه فضايل ، احکام او معنی
د کلمه طيبه فضايل او معنا
په ښځو پوري خاص مسايل
د انسان د خلقت څخه مقصد او د نبوت دلايل
د همسايه حقوق
حيات الصحابه رض
د مسلمانۍ پنځه بناوي
اسلامي تاريخ یا د عبدالله ابن ذبير رض ژوند
په ودونو او ښاديو کي حرام رواجونه
د علم او عالم فضيلت
مرګ لوی عبرت دی
طب او اسلام
اخلاق
د الله جل جلاله څخه بېره
د الله جل جلاله شکر
په قرآن مجيد سره علاج
د قبر يا برزخ عذاب
شيطان د انسان دښمن دی
عزت چالره دی
په اسلام کي د ښځي مقام
د يادوني وړ ده چي ښاغلي اخندزاده صاحب پورتنۍ موضوعګاني د ټيپ په ۱۰۰ بېلابېلو پيتو ( کسيټونو ) کي ثبت کړي او خپاره کړي دي ، د نوموړي دا هڅه په لراوبر افغان وطن او ټوله نړۍ کي افغانانو په پراخه کچه وستايله او ددې لړۍ د مډرن کېدلو غوښتونکي سول ، څنګه چي د ۱۰۰ کسيټونو وزن او حجم زيات و ، له يوه ځايه څخه يې بل ځای ته لېږدېدل هم اسان کار نه و ، له دې امله به ځينو کورنيو ته يوه موضوع په هغه شمېر کسيټونو کي رسېدله چي په سر – منځ يا پای کي به يې ځينی شمېرې کمي وې ، دادی په لومړي ځل لراوبر ويبپاڼي د سيرت النبي د ټولو مينه والو دا ارمان پوره کړ چي غوښتل يې د مولوي عنايت الله اخندزاده په لاس د ثبت سوو کيسټونو پوره سيټ واوري .
دغه ارزښتناکه او مهيم اسلامي معلومات د لراوبر د ږغونو په برخه کي پر www.larawbar.com/audio واورئ .