د نيمروز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې د وسله والو طالبانو پر خلاف عمليات کړي چي په پايله کي ئې د چارواکو په وينا وسله والو ځپلي او يو شمېر ئې د هغوى د ستون څخه پاکي کړي.
د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي وايي چي دا عمليات ئې د خاشرود په ولسوالۍ کي په پرله پسې ډول کړي ا و په هغو کي يوشمېر لاسته راوړني هم لري.
نوموړى وايي چي اوس مهال په ياده ولسوالي کي کومه ستونزه نسته او مسافرين کولاى سي چي په اساني او بېله کومي ستونزي دې ولسوالۍ ته تګ راتګ وکړي .
نوموړى وايي چي يوازنۍ ستونزه چي لا تر اوسه د يادي ولسوالۍ پر لار د ښخو سوو ماينونو سته والى دئ چي د هغو په اړه هم کار روان دئ .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.