کور / تازه خبرونه / په کنړ او نورستان کي چاڼيز عمليات پيل سوي

په کنړ او نورستان کي چاڼيز عمليات پيل سوي

په ختيځ کي د ملي اردو ځواکونه وايي چي د کنړ او نورستان په يوشمېر سيمو کي ئې د وسله والو طالبانو پر خلاف د طوفان فولاد په نامه چاڼيز عمليات پيل کړي چي ياد عمليات به دکنړ د غازي آباد څخه نيولې د نورستان د کامدېش د ولسوالۍ تر کوردېش پوري به وي.
د چارواکو په وينا چي ياد عمليات ئې د ملي اردو ځواکونو، د ملي پوليسو او په ختيځ کي د سرحدي ځواکونو په مټ پيل کړي .
دچارواکو په وينا چي تر اوسه په عملياتو کي د کوم کس د نيوني او مرګ ژوبلي په اړه کوم راپور نسته خو عمليات د نوموړو په وينا چي په برياليتوب سره روان دي.