کور / تازه خبرونه / ننګرهار : په ١ وسله وال بريد کي ٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار : په ١ وسله وال بريد کي ٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ امنيتي مسئولين وايي چي ناپېژاندو وسله والو په ياده ولسوالي کي پر يوه کورولا ډوله موټر بريد وکړ چي په پايله کي ئې يو تن وواژه او يو بل ته ئې ژوبل کړ.
د چارواکو په وينا چي وژل سوي کس په حکومت کي دنده لرله خو د ژوبل کس په اړه ئې معلومات ورنه کړل.
وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت پر غاړه اخستى او وژل سوى کس ئې د يادي ولسوالۍ د استخباراتو د رئېس مرستيال ښوولى او همدا ډول ئې ويلي چي د نوموړي سره ئې درې تنه نور هم وژلي.