کور / علمي / لوی پښتو – انګرېزي قاموس

لوی پښتو – انګرېزي قاموس


وړمه ورځ مي په « لر او بر» ويبپاڼه کي د لوی پښتو – انگرېزي قاموس د آن لاين کېدو خبر ولوستئ؛ وروسته مې ( مي يې) په يوه چټک نظر، په « قاموسونه ډاټ کام » کي هم ځني برخي وکتلې. د دې قاموس د بېلابېلو اړخو شننه او سپړنه خورا ډېري او اوږدې خبري غواړي، چي دمگړی تر هغو تېرېږم . د زيات تفصيل دپاره گران لوستونکي کولای سي د لاندني لينک په پرانيستلو سره د دې عاجز هغه ماته گوډه ليکنه وگوري، چي « د نوي قاموس ليکني مېتودولوژۍ ته يوه کتنه » نوميږي؛ او د نوي مېتودولوژۍپه روڼا کي د قاموس ليکني پر اساسي اصولو او قواعدو را گرځي : http://www.larawbar.com/detail.php?id=20214



د دې پښتو – انگرېزي لوی قاموس په اړه تر څو لنډو او تلواري خبرو مخکي ضروري او پر ځای گڼم، چي د پښتو ژبي اوپښتني فرهنگ په وده او پرمختيا کي د « قاموسونه ډاټ کام » د علمي او فرهنگي سايټ د چلوونکي – ښاغلي احمدولي اڅکزي او همکارانو د سپېڅلو ملي خدمتو يادونه او قدرداني وکم . ښاغلی اڅکزی د هغو ويښو، دردمنو او زيارکښو ځوانانو په ډله کي دئ، چي په نه ستړي کېدونـــــکي زيار اوکوښښ سره يې په خپله ويبپاڼه کي د پښتو ژبي د مينانو او شوقيانو د استفادې دپاره، يو کم شپېته ( ۵۹) پښتو فرهنگونه وړاندي کـــــړي دي . پـــــه دې ارزښتناک سايټ کــــي د پښتو پر بېلابېــــــــلو يو ژبيزو او څو ژبيزو قاموسو سربېــــــره، دپښتو شعــر خـــــــزانــــه (Pashto Poem Treasure) هم خورا په زړه پوري برخه ده. کــــه چيري د پښتو د لرغـــــوني او منځني ادب نـــور منظوم او منثور اثار هم د معتبرو او علماً برابرو سوومُتونو له مخي پر دې ارزښتناکه خزانه ور زيات سي، زما په گومان گټه بې ( به يې) څو چنده زياته او اَرَته سي . خدای دي د احمدولي جان اڅکزي او نورو زيارکښو همکارانو پر دې پتمن او ملي احساس نور هم برکت کښېږدي، چي د پښتو د نايابو علمي او فرهنگي خزانو د استفادې ورشو لا پسي عامه او پراخه کي . البته، د لوی پښتو – انگرېزي قاموس او نورو پښتو قاموسو د درنو ليکوالو او مؤلفينو نه ستړي کېدونکي زيار درناوی او کورودانی هم بايد هيڅکله هېر نه کو، چي په وخت سپمولو، خولوتويولو او پيسو ښندلو سره يې د خپلي ملي ژبي د لغوي او علمي زېرمي په بډاينه اوشتمن کولوکي لو( لويه) ونډه اخيستې ده .


اما د دې خبرو تر څنگ بايد دا واقعيت هم له ياده ونباسو، چي زموږ زياتره فرهنگونه تر اوسه د فرهنگ ليکني له نوو علمي معيارو او موازينو سره سر نه خوري . ښايي د دې کار سَوَب ( سبب) تر لاندي دوو حالتو دباندي نه يي (وي) :


– په پښتو او دري ژبوکي د دې ارزښتناکي علمي او تحقيقي څانگي د تيوريکو اساساتو په باب د اثارو نسته والی يا لږوالی؛ ځکه لغتپوهنه (lexicology) د قاموس ليکني (lexicography) پر خلاف، ډېره لرغونتيا او سابقه نه لري .


– په فرهنگ ليکنه کي د ليکوالو تلوار او بې پروايي .


زموږ گران او قدرمن ليکوال بايد په دې خبره ښه سر خلاص کي، چي قاموس ليکنه ځانته بېله پوهه او هونر(هنر) دئ . په بله وينا، د يوه علمي او معياري قاموس د ليکلو دپاره يوازي د ساده ليکوالۍ يا ژباړي صلاحيت کافي نه دئ . د بېلابېلو فرهنگو و ډول او نوعيت ته په پام سره د يوه علمي او معياري فرهنگ د ليکلو دپاره د ژبپوهني، گرامر پوهني، لغتپوهني، ريښې پېژندني( ايتيمولوژۍ) او متن پوهني پر اساساتو سربېره د هغي علمي څانگي وتخصصي يا مسلکي پوهي ته هم جدي اړتيا ليدل کيږي، چي قاموس ليکوونکي يې د لغتو يا اصطلاحاتو په باب قاموسونه کاږي؛ د مثال په توگه که څوک د طب، حقوقو، اقتصاد او داسي نورو علمي څانگو د قاموس ليکلو پرېکړه کيي( کوي)، بايد هرومرو په دې علمي برخو کي ژور او پوره مالومات ولري . په ډېري خواشينۍ سره بايد و وايو، چي زموږ په زياترو پښتو فرهنگو يا لغتنامو کي د قاموس ليکني د عامو او اساسي اصولو ډېر لږ څرک تر سترگو کيږي . په دې ډله کي ان د هغو کسانو قاموسونه هم شامل دي، چي په ژبپوهنه، ريښه پېژندنه، لغتپوهنه، توکم پوهنه او ځينو نورو علمي څانگو کي ظاهراً د« پوهاندۍ » او « ډاکټرۍ » درجې لري؛ او له ډېره غروره پر هيچا تن نه ايږدي .


که غواړو، چي علمي او معياري قاموسونه وليکو، بايد قاموس ليکني ته د لغتو د ساده راغونډولو يا ترجمه کولو پر ځای د لوی، څو اړخيز او ارزښتناک علمي – تحقيقي کار په سترگه وگورو . د لوېديځو هيوادو قاموس ليکوونکي په دې برخه کي خورا نوي او په زړه پوري برياوي لري؛ بايد د هغو له تجربو او پرمختگو څخه د خپلي ژبي له اساساتو، ځانگړتياوو او اړتياوو سره سم، اعظمي گټه واخلو.


د پښتو- انگرېزي د لوی آن لاين قاموس د ټرانسکريپشن (transcription) په باره کي څو لنډي خبري :


ټرانسکريپشن په هغو قاموسوکي، چي له پښتو يا هري بلي ژبي څخه په انگرېزي يا نورو خارجي ژبو ليکل کيږي، له ډېرو مهمو او اساسي موضوعاتو څخه دئ؛ ځکه د يوې ژبي ټولو ږغو يا اوازو(phonemes) ته په بله ژبه کي معادل توري يا حروف (graphemes) نه موندل کيږي . له دې جهته بايد پښتو ږغونه د داسي تورو او نخښو په مرسته وښوول سي، چي زموږ د ژبي د اصيلو او لرغونو ږغو ريښتينی استازيتوب وکړای سي؛ د مثال په توگه د پښتو الفبې ځيني توري لکه « ځ »، « څ »، « خ »،« ړ»، « ښ »، « غ »او داسي نور په انگرېزي کي معادل توري نه لري . د همدي دليل له مخي، انگرېزي ويوونکي خلگ دا ږغونه د طبيعي او غريزي عکس العمل پر اساس د خپلي ژبي په نورو نيژدې اوازو اړيي؛ مثلاً« خان » ته « کهان »، « ځان » ته « زان »، « افغانستان » ته « افگانيسټان »، « ښايسته » ته « شايسته »، « غني » ته « گني » وايي . البته د نړۍ نوري ژبي هم له داسي نيمگړتياوو او کمزوريیو خالي نه دي، چي پښتوهم د ځينو ږغو د نه لرلو له کبله، په هغوکي شامله ده .


د همدې نيمگړتياوو او کمزورييو د مخنيوي دپاره بايد زموږ قاموس ليکوونکي په انگرېزي يا هره بله پردۍ ژبه د پښتو ژبي د بېلابېلو فونيمو د سمي او دقيقي افادې دپاره له فونيټيکو تورو او نخښو څخه کار واخلي . د فونيټيکو نخښو په مرسته د بېلابېلو ټکو ټرانسکريپشن د مسألې يوازنی علمي او اساسي حل دئ . د پښتو- انگرېزي په اوسني آن لاين لوی قاموس کې د « خ » د ټرانسکريپشن دپاره د انگرېزي ژبي له کې ايچ(kh) تورو څخه کار اخيستئ دئ . د « خ » دپاره د دې تورو غوره کول، دوه لوی عيبونه لري :


– اول دا چي کې ايچ (kh) توري په هيڅ وجه د پښتود« خ » ږغ معادل نه دي؛ ځکه د فينالوژيکو ارزښتو له مخي بايد د پښتو هر ږغ ته بېل او ځانگړی گرافيم وټاکل سي . يو ږغ بايد هيڅکله د دوو تورو په مرسته ونه ښوول سي . لکه څنگه چي په کيميا کي هر عُنصر ځانته خاصه نخښه (symbol) او اټومي لمبر لري، همدا راز بايد زموږ د ژبي هر اواز يا هره هجا هم په خپله او نورو ژبوکي بېلي او جلا نخښي ولري . لکه څنگه چي مخکي اشاره وسوه، دانگرېزي ژبي کې ايچ (kh) توري د« خ » نه، بلکي د« کهـ » ږغ افاده کيي . د انگرېزي الفبې ايس ايچ(sh) توري هم د کې ايچ (kh) په شان دپښتو د « ښ » ږغ ترجماني نسي کولای .


– دوهم دا چي د « خ » دپاره په انگرېزي کي د کې ايچ (kh) تورو ټاکل يوازي د پښتو د شرقي يا ختيځي لهجې د تلفظ استازيتوب کيي، چي د پښتو ژبي په عمومي او معياري قاموس کې راوړل لوتېروتنه گڼله کيږي؛ ځکه په دې ډول ټرانسکريپشن کي د پښتو دلويديځي او مرکزي لهجې پر تلفظ کورټ سترگي پټيږي . ايا پښتو قاموس ليکوونکی دا حق لري، چي د لوېديځي او مرکزي لهجې د ميليونو وگړو له تلفظ څخه انکار وکي؟! پښتو ژبه خو نه شرقي، نه مرکزي او نه غربي لهجه، بلکي له آمو څخه تر اباسينه، له چتراله تر هراته د ټولو لهجوي/ لهجه يي وېرينټو يا مغيره حالاتو نه بېلېدونکي مجموعه ده . زما په قاصر نظر خو د « خ » د انگرېزي ټرانسکريپشن دپاره دکې ايچ (kh) تورو غوره کول له دې دوو حالتو څخه دباندي نه دي :


– يا دا چي ښاغلی قاموس ليکوونکی د پښتو ژبي د بېلابېلو لهجو په مغيره تلفظو خبر نه دئ، چي دا کار په خپله په قاموس ليکنه کي لو نيمگړتيا او کمزوري بلل کيږي؛ مگرپه قاموس کې د لوېديځي لهجې د ځينو ټکو ثبت او ضبط له ورايه ښيي، چي د تلفظ له مغيره حالاتو سره اشنايي لري .


– يا دا چي د ځينو نورو متعصبو او تنگ نظره لهجه پرستانو په څېر غواړي د پښتو ژبي له نورو لهجو او لهجه يي توپيرو څخه په لوی لاس سترگي پټي کي . « ښايي »، « ښايسته »، « ښاخله » او داسي نور ټکي يوازي د ختيځي لهجې له اوسني تلفظ سره سم د « خايي »، « خايسته »، « خاخله » او داسي نورو په څېر وښيي .


راسئ دا خبره يوه څه نوره هم وشنو؛ ځکه نن سبا د پښتو ادب په لرغونو اثاروکي د بې مفهومه او احساساتي« سوچه پالني » او لهجه يي تنگ نظريو تر کرغېړن سيوري لاندي نه يوازي د شاعرانو او ليکوالو په کلام کي ناروا او غير علمي لاسوهني کيږي، بلکي د خورا ډېرو سپېڅلو پښتو ټکو اصلي بڼې هم اړول سوي او لا تر گرده اړول کيږي .


زموږ پوهو او باصلاحيته لوستونکو ته مالومه ده، چي« ښ » د « ټ »، « ځ »، « څ »، « ډ»، « ړ »، « ږ »، او« ڼ » په څېر د پښتو له اصيلو او لرغونو تورو څخه دئ . دا توری په « پټه خزانه »کي د راغلو شاعرانو، ليکوالو او پوهانو پر اثارو سربېره د روښانيانو، خټکو او د هغو د معاصرو شاعرانو او ليکوالو په ټولو اثاروکي په خپله اصلي او لرغونې بڼه کار سوئ دئ . د دغو ادبي دورو په ټولو اثاروکي هر ځای « کښېنستل »، « ښکنځل »، « کښېوتل »، « کښېښوول/ کښېښودل » او داسي نور راغلي دي نه « کيناستل »، « کنځل »، « کېوتل »، « کېخودل » او داسي نور. د پښتو د لرغونو خطي نسخو له ليکدود څخه په څرگنده ښکاري، چي زموږ نيکونو او تېرو پښتونو( نسلو) هر ځای دا رنگه ټکي له « ښ » سره تلفظ کول . په بله وينا« ښ » د دغه راز کليمو(کلمو) د وينگ يا تلفظ نه بېلېدونکې برخه وه . که نه نو روښاني ليکوالو او شاعرانو( بايزيد روښان اورمړ انصاري، ملا ارزاني، ميرزا خان انصاري، علي محمد مخلص، دولت لواڼي او نورو) يا د سرای اکوړې خټکو( خوشال خان خټک، اشرف خان هجري، قادر خان خټک، افضل خان خټک او نورو) يا تر دوی وروسته شاعرانو او ليکوالو لکه حميد بابا ( تر ۱۱۴۸ هـ ق پوري په باوري توگه ژوندی) او نورو څه مجبوري لرله، چي داسي کليمې يې هر ځای د « خ » پر ځای په « ښ » ليکلي دي؟ ! د پير روښان ( ۹۳۱ – ۹۸۰ هـ ق) د عرفاني طريقت خليفه او د پښتو نوميالي عرفاني شاعر – دولت لواڼي ( تر ۱۰۶۹ هـ ق کال پوري په يقيني توگه ژوندی) خو حتا د خپل ديوان په يوه بيت کي د پښتو سپېڅلي توري د پير روښان ايجاد او هستونه گڼلې ده :


افغاني لفظ مشکل و، لوست، کويښ نه شه


ورته وشوه کننده ديارلس حرفونه


( وگورئ : پوهاند عبدالشکور رشاد، « د خيرالبيان ليکدود ، » خير البيان د بايزيد روښان، کابل : د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی، ۱۳۵۳ . ۶۳ مخ .)


اوس نوکه چيري پير روښان « ښايي »،« ښخ »، « ښاخله »، « ښور » او داسي نوري کليمې د « خايي »، « خخ »، « خاخله »، « خور » او داسي نورو په شان ويلای، بيا نو د دې ضرورت او اړتيا څه وه، چي د دولت لواڼي په وینا يې د پښتو ژبي د ديرلسو/ ديارلسو تورو په ډله کي « ښ » توری هم وضعه کاوه؟!


د همدې استدلال له مخي« کيناستل »، « کنځا/ کنځل »، « کېوتل »، « کېخودل » او داسي نور د پښتو تلفظ او ليکلو له له وروستييو بدلونو څخه گڼل کيږي، چي اوږده سابقه نه لري . په بله وينا، زموږ پخوانو نسلو د « ځ »، « څ » ، « ږ » « ښ » او « ڼ » په وينگ کي هيڅکله هغه سختي اوپېچومه نه لرله، چي د پښتو د ختيځي لهجې اوسني ويونکي ور سره مخامخ دي . د دې پېچومي او ناچارۍ له مخي اوس په دغه لهجه کي د هغو کليموله تلفظ څخه د « ښ » توری بېخي ايسته غورځول کيږي، چي په جوړښت کې « ک » او « ښ » څنگ پر څنگ راغلي يي؛ لکه «کښېناستل »، « ښکنځل »، «کښېښوول/ کښېښودل » ، «کښېښودل » او داسي نور . کله کله بياد همدې مُشکل او گرانۍ له مخي، په بېلابېلو ټکو کي دغه راز توري له خپلو اصلي ځايو څخه شا يا مخ ته اړول کيږي (metathesis) لکه « خکل » چي د «کښل » او « غږ » چي د « ږغ » مقلوبه يا اړول سوي شکلونه دي . په دغه راز فينالوژيکو بدلونوکي د بېلابېلو طبيعي او غير طبيعي ( سياسي، اجتماعي، کولتوري، اقتصادي او داسي نورو) عواملو لوی لاس پروت دئ . له بده مرغه په موږ کي ځيني کسان په بې عقلۍ او سرټمبگۍ سره کوښښ کيي، چي د پښتو ادب په بېلابېلو اثاروکي د تحريفاتو او لاسوهنو له لاري د پښتو ليکدود دا روښانه واقعيتونه پټ کي . په همدې ختيځه لهجه کي له ځينو ځينو څخه د اوردو او انگرېزي ژبو راج او تاراج داسي لار ورکه کړې ده، چي د « خ » او « ښ » په استعمال کي له لويو تېروتنو او ګډوډييو سره مخامخ دي . آ بله ورځ مي د « لوخړې » په نامه د ښاغلي اشرف مفتون هغه شعري مجموعه لوستله، چي د پېښور يونيورسيټي بوک ايجنسۍ، په ۱۹۷۹ع کال کي چاپ کړې ده . ښاغلي مفتون د دې شعري مجموعې په دريم مخ کي د« تړون » تر عنوان لاندي داسي کښلي دي :


« د خپل گران ځوی زرک جان په نوم د چا دمخه چه تريښ ژوند په ما خوږ لگي . مفتون »


زه د ښاغلي مفتون د تړون(؟) له نورو خبرو سره هيڅ اړه او مانده نه لرم . وهغه څه ته، چي غواړم دگرانو لوستونکو پام واړوم، د « تريخ » ټکی دئ، چي جناب مفتون يې د « ښ » په کارولو سره کاږي . له دې څخه داسي ښکاري، چي د پښتو د ختيځي لهجې ويوونکي له يوې خوا په غلطۍ او تېروتني سره « پښتون » ، « پښتونخوا» او داسي نوري کليمې د « پختون »، « پختونخواه » اوداسي نورو په بڼه کاږي؛ او له بلي خوا بيا ځيني « خ » لرونکي کليمې د « خ » پر ځای په « ښ » ليکي . که د ختيځي لهجې ځيني ويوونکي « پښتون »، « پښتونخوا» او داسي نور ټکي د« پختون » ، « پختونخواه » او داسي نورو په بڼه وايي يا ليکي، په دې کار سره خو يې په واقعيت کي د خپل اوسني سيمه ييز تلفظ پيروي کړې ده، چي څه نا څه توجيه لرلای سي، که څه هم د پښتو هغه لرغونی او سپېڅلی ليکدود يې له پامه غورځولئ دئ، چي تر اوسه د لوېديځي لهجې د ميليونو وگړو په خبروکي ژوندئ دئ؛ خو دې کار ته به څه دليل او منطق تراشي، چي « تريخ » غوندي ټکي د « خ » پر ځای په « ښ » کاږي؟! ځکه دا ټکی خو زما له مالوماتو سره سم هيڅ پښتون په « ښ » نه وایي؛ کې وايي هم د تأمل او اريانۍ وړ خبره ده .


خير، نن سبا که څوک د « کښېنستل »، « ښکنځل »، « کښېوتل »، « کښېښوول/ کښېښودل »،« پښتون » او داسي نورو ټکو پر ځای « کيناستل »، « کنځا/ کنځل »، « کېوتل »، « کېخودل » او « پختون » وايي يا ليکي دا د دوی اړتيا او مجبوري ده؛ هيڅوک يې بايد مخنيوي ونکي؛. خو د دې تر څنګ هيڅوک دا حق هم بايد ونه لري، چي داسي ناسمو، نيمگړو، او منحرفو تلفظو او املاوو ته په ټوله پښتوکي معياري بڼه ورکي؛ ځکه په دغه راز تلفظو او املاووکي زموږ د ژبي لرغوني او سپېڅلي ږغونه ( ځ، څ، ژ، ږ، ښ) په بشپړه يا جزيي توگه له منځه تللي دي . د ژبي محدودول او ورانول خو ښاخونه او لکۍ نه لري . همدا يې يولوی او روښانه مثال دئ .



نوميالي انگرېز افغان پېژندونکي- مېجر هنري جورج راورټي )۱۸۲۵ – ۱۹۰۶ع) څه دپاسه يوسلو پينځوس کاله دمخه، په ۱۸۶۰ع کال، په خپل پښتو – انگرېزي قاموس کي د پښتو ژبي د دوو لويو لهجو ( لوېديځي او ختيځي لهجې) تلفظونه ثبت کړي دي؛ ځکه هغه د يوه سترگه ور پلټونکي او مدقق څېړونکي په توگه د پښتو ژبي دا ژوري او اساسي باريکۍ له پامه نسوای غورځولای؛ خو زموږ ننني قاموس ليکوونکي تر راورټي يونيم سل کاله وروسته هم په دې خبره يا نه پوهېږي يا ځان نه پوه کيي، چي د پښتو ژبي په بېلابېلو لهجو کي بايد له مُغيره تلفظو او املاوو سره څه چال چلند وسي؟! ( وګورئ د جګړن هـ . ج . راورټي پښتو – انگرېزي قاموس :


Henry George Raverty, A Dictionary of the Puk’hto, Pushto, or Language of the Afghans. London: Longman & Co., 1860.(


په « خ » باندي د « ښ » اړول نه يوازي د ميليونو پښتنو له لرغوني او اصيل تلفظ څخه په سپينه ورځ سترگي پټول دي، بلکي په ليکنوکي نور مانوي ( معنوي) کړاونه او التباسونه هم منځ ته راوړي، چي د يو و نيم مثالو يادونه يې دلته بې گټي نه ده :


ښور/ṣor/ په مجهول يا اوږده واو: د ښورول له مصدر څخه د ښورولو، خوځولو، حرکت ورکولو په مانا.


شور/šor/ په مجهول يا اوږده واو: د ږوږ، نارو، چغو/ چيغو، غالمغال، فتنې، پسات (فساد)، اړودوړ ، جگړې، ولولې، جذبې او داسي نورو په مانا.


خور/xor/ په مجهول يا اوږده واو : د خورَوَل له مصدر څخه د خپرولو/ خوَرولو، پاشلواو تيتولو په مانا.


خور/xor/ په مجهول يا اوږده واو : د پلار لور، په پاړسي کي خواهر. خوندي/ خويندي جمع .


ښندل/ṣǝnd́ǝl/ چاته بخښل، چاته ورکول يا هبه کول او داسي نور.


شندل /šǝnd́ǝl/ شېندل، پاشل، خپرول/ خورَوَل، تيتول/تتول .


شندل /šǝnd́ǝl/ په لوېديځه لهجه کي د بولو يا متيازو په مانا .


خندل/ /xǝnd́ǝl مسېدل، خندا کول، خوښي او خوشالي کول، په چا ډرۍ او ملنډي وهل .


اوښ/Ūṣ/ په معروف، څرګند يا لنډ واو: باروړنکی حيوان .


اوخ /Ūx/ په معروف، څرګند يا لنډ واو: افسوس، ارمان، ويش و واخ ، د درد او تکليف پر مهال ږغ ( د ږغ یا صوت اسم) .


پورتني مثالونه له ورايه ښيي، چي د « ښ »، « ش » او « خ » په اوښتو او بدلېدو سره د کليمو په ماناووکي لوی او ستر بدلونونه راځي . له دې وجي يې بايد تل له گډوډولو او يو په بل اليشولو څخه په کلکه ډډه وکو. بېله شکه، د پښتو د ځینو سپېڅلو ږغو په وينگ کي د ختيځي لهجې مشکل پر دې ځای نه ختميږي . په ختيځه او مرکزي لهجه کي د « ځ »، « څ »، « ژ » او « ږ » ږغونه هم په کُلي يا جزيي توگه له منځه تللي دي؛ د مثال په توگه « ځوان »، « ځيني »، « ځورَوَل »، « ځنگل » او داسي نوري کليمې د « زوان »، « زيني »، « زورَوَل »، « زنگل » او داسي نورو په بڼه ويلي کيږي . « ژبه »، « ژرنده »، « ژوبل »، « ژور »او داسي نور ټکي په « جبه »، « جرنده »، « جوبل »، « جَوَر» او داسي نورو اړول سوي دي . « څانگه »، « کوڅه »، « پاڅون »، « څوک »، « څو»، « څه » او داسي نور ټکي له يوه مخه د « سانگه »، « کوسه »، « پاسون »، « سوک »، « سو»، « سه » او داسي نورو په شکل ويل کيږي . « ږلۍ/ ژلۍ »، « ږيره » ، « زموږ »،« کوږ »او داسي نور ټکي گرده د« گ » په ږغ ويل کيږي، چي په هيڅ وجه له « ږ » سره سمون نه لري . زموږ پوهو او هوښيارو لوستونکو ته د « ښخ » او « خخ »، « مږ » او « مگ »، « کوږ » او « کوگ »، « ږيره » او « گيره » تر منځ توپیرونه له ورايه څرگند دي . که څوک په دې لويو او ژورو توپيرو نه پوهېږي، نو د پښتو د لوېديځي لهجې د يوه ويوونکي خبري دي واروي، بيا يې په ډېري اسانۍ په دې روښانه حقيقت سد رسيږي، چي د « ځ » او « ز »، « څ » او « س »، « ښ » او « خ »، « ږ » او « گ » تر منځ څونه لوی توپيرونه دي .



د افغانستان د علومو اکاډيمۍ په فونيټکه الفبې کي له څو دېرشو کالو راهيسي د « ښ » دپاره تر انگرېزي ايس لاندي يو ټکی لرونکې نخښه () منل سوې ده. دا نخښه بايد هيڅکله د شين (š) او خ (x) له نخښو سره مغالطه نه کړل سي . البته، ژبپوهان او نور اړوند ماهران کولای سي، د دې نخښي پر ځای بل راز نخښه وټاکي؛ خو هره غوره سوې نخښه بايد هرومرو د « ش » او « خ » له نخښو څخه بشپړ بېلوالی او جلاوالی ولري . که څوک د اړتيا له مخي غواړي په ختيځه لهجه کي د « ښ » ټرانسکريپشن وښيي،کولای سي د د ې مقصد دپاره د فونيټکي الفبې له ايکس (x) توري څخه کار واخلي نه د انگرېزي الفبې له کې ايچ (kh) توروڅخه، چي په دقيقه توگه د « خ » ږغ نسي بيانولای .


په قاموسو کي دکليمو د ټرانسکريپشن په اړه تر ټولو اساسي او مهمه خبره دا ده، چي قاموس ليکوونکي بايد تر هر څه مخکي په ژبه کي منلی معياري تلفظ ثبت کي؛ مثلاً « ژبه »، « ژرنده»، « ژوبل »، « ښاخ »، « ښايسته »، « کښېناستل » او داسي نور د پښتو معياري تلفظونه او املاوي دي . قاموس ليکوونکي بايد په داسي حالاتو کي د پښتو ژبي په عامو او معياري قاموسوکي هيڅکله زبه ( مرکزي لهجه) يا جبه ( ختيځه لهجه)، زوبل( مرکزي لهجه) يا جوبل ( ختيځه لهجه)، خاخ ( ختيځه لهجه) ، خايسته/ خايشته/خېشته ( ختيځه لهجه) او کيناستل( مرکزي او ختيځه لهجه) ثبت نه کي؛ ځکه په دغه راز تلفظو او املاوو کي د پښتو ژبي اصالت ته زيان رسيږي . البته د لهجوي/ لهجه يي قاموس مسأله له دې اصله مستثنأ ده .که معياري تلفظ يا ليکدود نه ؤ، بيا نود ژبي په بېلابېلو لهجو، په تېره بيا دوو لويو لهجو ( لوېديځي او ختيځي لهجې) کي بايد دکښنگ او وينگ ( ليکدود او تلفظ) د ټولو مغيره حالتو(variants) يادونه له ياده ونه ايستل سي . بايد په روښانه ټکو و وايو، چي پښتو ژبه لا تر اوسه د کښنگ او وينگ په ټولو حالاتوکي منلی معيارنه لري . دا معيار د څو کسانو په فرمان او فتوا هم منځ ته هم نسي راتلای . په پښتوکي د يوه منلي معيار را منځ کول، د پښتنو په سیاسي، اجتماعي، فرهنگي او اقتصادي يووالي او پرمختگ پوري اړه لري . هر څونه چي پښتنانه د ټولنيز ژوندانه په بېلابېلو برخو کي نيژدې او ټينگ اړېکي ولري، په هغونه اندازه دپښتو د معياري کېدو بهير چټکتيا مومي . تر هغه مهاله، چي دې پړاو ته رسېږو، بايد په بېلابېلو لهجو کي مغيره حالتونه له پامه و نه غورځوو. له دې سره جوخت بايد دې روښانه حقيقت ته ټينګ متوجه اوسو، چي ديوې خاصي لهجې پر تلفظ او ليکدود تکيه کول د قاموسو د جامعيت او معياري توب مخه نيسي . پښتو قاموس ليکوونکي باید په خپلو قاموسوکي د ټولو پښتنو ځانگړتياوي او اړتياوي دقيقاً په پام کي ونيسي . هغه قاموس ليکوونکی ،چي حق او نا حق يوازي د خپلي لهجې پر تلفظ او ليکدود ټينگارکيي، په واقعيت کي د جهالت يا تعصب په ناروغۍ اخته دئ . دا دواړي ناجوړۍ اوانحرافونه پښتو ژبي او پښتون قام ته لوی زيانونه رسيي . که څوک غواړي علمي او معياري قاموس وليکي او له پښتو ژبي او پښتون قام سره مينه ولري، بايد تل کوښښ وکي، چي د جامعيت او بشپړتيا خوا ټينگه کيي،که نه نو قاموس بې نه په ټولو پښتنو، بلکي د پښتوپه يوې خاصي لهجې پوري تړلئ يي؛ او د همدې دليل له مخي به هيڅکله د يوه معياري فرهنگ په سترگه نسي ور ته کتل کيږي .


د پښتو ټکو د سم او دقيق ټرانسکريپشن په کار کي بله مهمه او اساسي مسأله د خج يا فشار(accent/stress) ښوول دي؛ ځکه د پښتو په بېلابېلو لهجو کي کليمې د مختلفو هجاوو په فشار ويلي کيږي؛ د مثال په توگه « وړانگه »، « جگړه »، « دنده »، « بولگه » او داسي نور هغه ټکي دي، چي په لوېديځه لهجه کي د دوهمي څپې په فشار ويل کيږي . دې ډول کلیمو ته د ژبپوهني په اصطلاح اکسي ټون (oxytone) ټکي ويل کيږي . قاموس ليکوونکي بايد د دغه راز ټکوپه انگرېزي ټرانسکريپشن کي د خج موقعيت يا ځای ځايگی په روښانه ډول څرگند کي . په لوېديځه لهجه کي د داسي کليمو د جمعي حالتونه همېشه په مجهوله يا اوږده « ې » ويل او ليکل کيږي لکه : وړانگې، جگړې، دندې، بولگې او داسي نور؛ حال دا چي په ختيځه او مرکري لهجه کي دا او داسي نوري کليمې د لومړۍ څپې په فشار ويلي کيږي . دا ډول کلیمې د ژبپوهني په اصطلاح د پراکسي ټون (paroxytone) ټکو په نامه ياديږي . په ختيځه لهجه کي د دغه راز ټکو د جمعي حالتونه ټول په معروفه، څرگنده يا لنډه « ي » ويل او ليکل کيږي لکه : وړانگي، جَگَړي، دندي، بېلگي او داسي نور . متأسفانه د افغانستان د علومو اکاډيمۍ په پښتو – پښتو تشريحي قاموس کي هم، چي د پښتو تر ټولو مفصل، مشرح او علمي قاموس دئ، دغه راز باريکییو او ظرافتو ته چندان پام نه دئ سوئ، نېخه چي ځينو ليکوالو يې د پښتود بېلابېلو لهجو د مُغيره تلفظو په پوهېدو سر نه ؤ خوږ کړئ، کې د تعصب او تنگ نظرۍ له مخي په لوی لاس له واقعيتو څخه سترگي پټي کړي دي؟ خير، پښتو قاموس ليکوونکي بايد د خپلي ژبي په هر قاموس کي د داسي کليمو مُغيره تلفظونه خامخا ثبت کي، که نه نو ژبه له عموميت، جامعيت او معياري توب څخه را گرځي؛ او په يوه ځانگړې لهجه پوري محدودويږي . بېله شکه، د پښتو قاموس ليکوونکي مسووليت او رسالت پر دې ځای نه ختميږي . بايد د اسمو يا نومو هغه بې قاعدې مفرد او جمع حالتونه هم په پوره دقت او زغم سره را ټول او ثبت کي، چي د پښتو په بېلابېلو لهجوکي مختلفي بڼې لري؛ لکه په دغو مثالوکي :


آس : اسان جمع ( لوېديځه لهجه )


آس : اسونه جمع ( ختيځه لهجه)


بوټ ( په مجهول يا اوږده واو) : بوټونه جمع ( لوېديځه لهجه)


بوټ ( په معروف يا څرگند واو) : بوټان جمع ( ختيځه لهجه)


خولۍ (خج يا فشار پر وروستي سپوڼ) : خولۍ، کله کله خولياني جمع ( لوېديځه لهجه)


خوله (خج يا فشار پر اول سپوڼ): خولي جمع ( ختيځه لهجه)


نجلۍ/ اينجلۍ/ انجلۍ: نجوني جمع ( لوېديځه لهجه)


جنۍ/ جينۍ، جنکۍ : جنکياني/ جينکياني، جونه جمع ( ختيځه لهجه)


داسي مغيره حالات او موارد خورا زيات دي، چي د پښتو قاموسو مؤلفين بايد په ډېر ځير او تعمق سره پام پر وکي . هر مفرد او جمع حالت جلا جلا له سم او علمي ټرانسکريپشن سره ثبت کي . که نه نو قاموس بيا هم د يوې عامي او معياري پښتو پر ځای د لهجه يي قاموس خواته ښوييږي؛ او خپل عام او معياري ارزښت له لاسه ورکيي .


د پښتو- انگرېزي په دې آن لاين سوي لوی قاموس کي د « څ »، « ځ » او « و» د ټرانسکريپشن دپاره غوره سوي توري هم سم نه دي .


په پای کي يو پلا بيا د يادوني وړ بولم، چي دا ليکنه يوازي د دې قاموس د ټرانسکريپشن د مسألې په باره کي زما د اندېښنې او ماتو گوډو نظريو بيان دئ، نه د دې ارزښتناک کتاب په اړه هر اړخيزه کره کتنه ، چي دمگړی يې د ليکني وخت نه لرم .


ښاغلي احمدولي اڅکزي ژمنه وکړه، چي د پښتو – انگرېزي – فرانسوي په هغه تر ټولو لوی درې ژبيز قاموس کي به زما( هارون خپل) په مخکي ياد سوي کتابگوټي کي بيان سوو اصولو او باريکييو ته پوره پام کيي، چي همدا اوس يې د ليکلو او ژباړلو چاري پر مخ رواني دي .


وروستۍ خبره : په قاموسونه ډاټ کام کي د ځينو معاذيرو له مخي د دې لوی پښتو- انگرېزي قاموس ليکوال نه دئ ښوول سوئ . له دې امله يې ما هم د نامه يادونه نه ده کړې .