له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په باب رابلل سوې لويه جرګه چي نن په کابل کي جوړه سوه.
پروفيسر صبغت الله مجددي يې د رئيس، عارف خان نورزى او پوهاند نعمت الله شهراني يې د مرستيالانو، محمدعلم ايزديار، حيات الله بلاغي يې د منشيانو او صفيه صديقي د وياندي په حيث ټاکل سوي دي.
په پام کي ده چي تر غرمې وروسته د جرګې غړي پر مختلفو کمېټو ووېشل سي او هره کمېټه په خپل منځ کي مشر وټاکي چي پر ټاکل سويو موضوعاتو به څلور ورځي بحث سره وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه