د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن چارشنبه د نومبر پر ١١ _ مه د شاوخوا ٢٠٠٠ کسانو په ګډون جوړه سوې لويه جرګه په خپله وينا پرانيسته.
ولسمشر حامد کرزي د پخوا په څېر په لنډو ټکو د اقتصاد، ښووني او روزني، روغتيا او پرمختيايي چارو کي د خپل حکومت لاسته راوړني بيان کړې.
نوموړي د جرګې د اجنډا په باب وويل چي اصلي موضوع له امريکا سره پر ستراتيژيک تړون او د هغه پر محتوا باندي بحث کول دي او هيله يې وښوده چي د جرګې برخه وال پر نورو موضوعاتو بحث ونکړي.
ولسمشر کرزي وويل چي افغانستان يو ځل بيا له کورني جنګ او د خارجيانو تر وتلو وروسته د همسايګانو له مداخلو سره مخ نسي، موږ له برتانيې، فرانسې، امريکا او اروپايي ټولني سره ستراتيژيک تړونونه امضاء کوو، چي دا دئ د امريکا سره د تړون په خاطر بايد تاسي پرېکړه وکړئ.
ولسمشر کرزي وويل امريکا خپلي ګټي لري او افغانستان خپلي ګټي لري، چي بايد د هغوى په ګټو کي موږ هم خپل ځانته ګټي ولټوو.
نوموړي له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په خاطر د افغانستان شرايط دغسي په ګوته کړل:
١. د شپې عمليات نه منو.
٢. له افغاني ادارو سره د خارجيانو موازي ادارې نه غواړو.
٣. موږ سر له نن څخه د خپل ملي حاکميت تثبيت په هر عنوان چي وي، غواړو.
٤. زموږ او امريکا تر منځ اړيکي بايد مطلق خپلواکي وي.
٥. موږ له همسايګانو سره ښو اړيکو ته په هر قيمت دوام ورکوو.
٦. د افغانستان ګاونډيانو ته ډاډ ورکوو چي زموږ له خاوري به پر دوى هيچا ته هم د حملې اجازه ورنکړو.
ولسمشر کرزي په پاى کي وويل چي تاسي د دغو ټکو په باب فيصله وکړئ، موږ ته مشوره راکړئ، نهايي پرېکړه به د قانوني مراحلو تر تېرولو وروسته د افغانستان ولسي جرګه وکړي، چي دغه تړون مني او که يې ردوي.