د نولمسې ميلادي پيړۍ په نهمه لسيزه کې په افغانستان کې راټوکيدلي طالبان اوس په
هغه ځواک بدل شوى چې د افغانستان په هره مسئله او موضوع کې له پامه نه غورځول کيږي
، همدوى دي چې په هره غونډه کې ياديږي ، په هره ناسته کې د سر ټکى همدوى دي او
همدغه ځواک دې چې هر لورې يې د خپل نظر له مخې د څرنګوالي په توپير د افغانستان
ستره مسئله بولي .
لس کاله وړاندې په کابل کې د اسلامي امارت د واکمنۍ د پاى ته رسيدو څخه وروسته
داسې نه انګيرل کيده چې طالبان به يو ځل بيا را پيدا او په پښو ودريږي ، خو څه موده
وروسته د هيواد په جنوبي سيمو کې طالبانو سر راپورته او له لمړي سره يې د اسلامي
امارت په نوم کار پيل کړ ، بيا هم نړيوالو د هغوى د ځواکمنيدو فکر نه درلود خو – د
خداى کړه او د بنده ورته کاته وي- د کلونو په تيريدو سره همدغه تش لاسي طالبان د
هيواد په ګوټ ګوټ کې راوټوکيدل او دومره پياوړي شول چې د روانې لسيزې په
منځنيو کلونو کې بريد کوونکو هيوادونو ځان ته ګواښ وبللو.
د لسيزې د پاى په کلونو کې اسلامي امارت بيا يو نه ماتيدونکى ځواک شو چې د
مغرورو ککريو په دماغو کې يې هم د جګړې څخه د لاس اخيستلو فکر پيدا کړ او د دې
لپاره يې ښه لاره مذاکرات وبلل ، د مذاکراتو د تر سره کيدو لپاره ډول ډول پروسې پر
لار واچول شوې ، د مفکرينو او پوهانو غونډې او کنفرانسونه دائر شول ، شورى ګانې
جوړې شوې ، مسئولين وټاکل شول او خورا زياته شتمني پدې لار کې ولګول شوه چې دغه لړۍ
اوس هم روانه ده .
په اوسنۍ مرحله کې د مذاکراتو خبرې خورا زياتې پر مخ تللي او حساس پړاو ته
ننوتلي دي چې د دې پروسې حساسيت يواځې او يواځې دخيل خلک کولاى شي يعنى ((حکومت او
مخالفين)) ، عام خلک او کتونکي کيدلاى شي پدې اړه لدې امله کوم ډول نظر ونه لري چې
په هکله يې معلومات نه لري .
سره لدې چې يو شمير پيښې لکه د جعلي ملا منصور داستان او د استاد رباني د وژل
کيدو پيښه د دې خبرې غمازي کوي چې د دواړو خواوو تر منځ دې هيڅ ډول خبرې نه وي
روانې او د مذاکراتو ډنډورې دې تش تبليغات وي خو دا حقيقت دى چې د کابل چارواکي ،
نړيوال او طالبان د مذاکراتو په اړه په فکر کې دي او دغه پروګرام پر مخ بيايي خو هر
لورې پکې خپلو ګټو او زيانونو ته ګوري .
د ژبو پر سر او د مجلسونو په دايرو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د مولوي جلال
الدين حقاني د ډلې يو شمير لوړ پوړو قوماندانانو او غړيو د اسلامي ويښتيا تر عنوان
لاندې په هغه نړيوال کنفرانس کې هم ګډون درلود کوم چې د ايران د تهران په ښار کې په
2011-09-17 نيټه جوړ شوى او درې ورځې روان ؤ ، د سولې د عالي شورى مشر برهان
الدين رباني هم پکې ګډون درلود او د پاکستان يو شمير ملايان هم پکې وه ، کله
چې دغه غونډه پاى ته ورسيده او رباني کابل ته ستون شو نو د غونډې د پاى ته رسيدو
څخه يوه ورځ وروسته هيواد ته له ستنيدو نژدې څو ساعته پس د يو بريد په ترڅ کې
ووژل شو چې د هغه د وژلو پړه هم پر مخالفينو ور واچول شوه او دې خبرې د مذاکراتو
روان بهر يو ځل بيا تر شک لاندې ونيو.
خو له بلې خوا غربي رسنيو راپورونه نشر کړل چې په عربي هيواد ((قطر)) کې د
طالبانو او امريکا ترمنځ نيغ په نيغه او مخامخ خبرې اترې روانې دي او طالبان په قطر
کې د سياسي دفتر د پرانيستلو غوښتنه کوي ، که څه هم طالبانو بار بار دغه څرګندونې
رد کړې خو اوس داسې ثُقه او کره معلومات تر لاسه شوي دي چې يو شمير لوړ پوړي طالب
چارواکي د پاکستان په مرسته قطر ته تللي او هلته يې خبرې تر وروستي پړاو پورې رسولي
دي .
د طالب ځواکونو له منځه راوتلې خبرې وايي چې قطر طالبانو ته د سياسي مرکز لپاره
ځاى ورکړى ، طالبانو خپل فعاليتونه پيل کړي او د دې ادرس څخه د کار کولو لارې چارې
لټوي ، پلانونه جوړوي او مسئولين ټاکي.
د جنګ جګړو او مخالفتونو څخه د يو شمير طالبانو تر لاس اخيستلو وروسته په دومره
لوړه کچه د مذاکراتو او خبرو د اوازو ، انګازو او عملي کارونو د تر سره کيدو څخه پس
اوس يو شمير ټيټ پوړي طالبان تشويش لري او پدې ويره کې دي که چيرته يې مشران
مذاکرات وکړي نو د دوى برخه ليک به څه وي.
دې کې شک نشته چې د طالبانو او يا بلې کومې وسله والې ډلې لکه حزب اسلامي
(حکمتيار) او دولت تر منځ د سولې او روغې د خبرو او سولې کيدلو په پايله کې د
افغانستان سر له جګړې نه خلاصيږي ، بيا به هم جګړه روانه وي – دا بيل سوال دې چې
پدې ډول به جګړه مار کمزوري او د تاو تريخوالي ساحه به خورا محدوده شي .
حمتي نده چې د ملا محمد عمر او يا حکمتيار لخوا د سولې د کولو په صورت کې دې د
هغوى پلويان او په ځانګړې توګه وسله په اوږه جنګيالي هم د هغوى پر پل قدم کيږدي ، د
حکومت سره دې يو ځاى او په اصطلاح د امنيتي ارګانونو په ليکو کې دې مدغم شي ځکه که
حکمتيار او ملا محمد عمر د جګړې پر مخ وړونکي دي خو په سياسي ډګر کې هم لاس
پښې وهي او تر يو بريد بريالي هم دي خو د جګړې په مورچل کې ناست طالبان او
وسله وال بيا د هغوى د سياست پروا نه کوي بلکه هغه څه کوي چې د هغوى زړه يې
مني.
د جګړې پر مخ وړونکي طالبان او حزبيان په دوه ډلو ويشلاى شو يوه ډله هغه کسان دي
چې د ړانده تقليد پر اساس د خپلو مشرانو پسې روان دي او ځينې نور بيا په نظريې او
مفکورې پسې ځي، پدې معنى چې هغوى جګړه د جګړې او يا د هغوى د مشرانو د دريځ پر
بنياد نه کوي بلکه په افغانستان کې د بهرنيانو پر ضد جنګيدل خپله ايماني وجيبه او
ملي فريضه بولي.
هغه کسان چې ځانونه په هر حالت کې د خپلو مشرانو د وينا پابند بولي په اسانۍ سره
په ټولنه کې حل کيدلاى شي خو هغه خلک چې د يوې نظريې لاندې پر ځانوژنه هم
صرفه نه کوي ناممکنه ده چې حتى د حامد کرزي يو څنګ ته د ملا محمد عمر او بل
څنګ ته د حکمتيار تر دريدو وروسته دى هم جګړه بس کړي بلکه بيا به هم په همدې لاره
روان وي او د خپل پخواني مشر له وژنې به هم لاس ونه نيسي.
اوس د طالبانو په ليکو کې هغه خلک چې فکر لري او د يو ځانګړي نظر پر اساس د
طالبانو په صفونو کې ګډ شوي دي د مذاکراتو د اوازو څخه وروسته د يو ډول تشويش سره
مخ شوي دي .
دغه ډله طالبان د خپل مصير څخه ناخبره دي او د خپل برخه ليک په اړه د انديښنو
ښکار شوي دي ، نه پوهيږي چې ايا د مذاکراتو خبرې ريښتيا او که درواغ دي ، او که
چيرته ريښتيا وي نو د مخالفت څخه د مشرانو د لاس اخيستلو په صورت کې به دوى په کومه
لار ځي او مشري به يې څوک کوي .
دوى انديښنه لري که چيرته يې اوسني مشران خپله پريکړه بدله او د مبارزې څخه لاس
په سر شي نو په افغانستان کې به ورته ژوند ګران او په ګاونډيو هيوادونو کې بيخي
ناشونى شي ، همدا راز شونې ده چې ډيرې دا ډول خلک زندانونو ته واچول شي ، ونيول شي
او يا ووژل شي نو له همدې کبله پدې سوچ کې لويدلي چې سر له اوسه بايد ځانونه په
اوضاع پوه او خپل تصميم ونيسي.
په افغانستان کې د نظامي حالاتو څارونکي باور لري د افغانستان روانه وضعه پداسې
حالت کې قرار لري چې د مخالفت څخه د څو تنو پر لاس اخيستلو ، د دولت سره د څو تنو
پر يو ځاى کيدلو ، دولت ته د مخالفينو او په ځانګړې توګه د طالبانو د هغو مشرانو پر
ورتللو چې پټ دي او په هيڅ ډول نظامي کړنو کې برخه نه اخلي نه حل کيږي ځکه چې هغوى
يواځې د سمبول په توګه پيژندل کيږي او په خبرو يې عمل کيږي که چيرته د هغوى
مخونه کاږه او قبله يې بدله شي نو د هغوى پر ځاى به صحنې ته داسې لوبغاړي راشي چې
اوسني جنګيدونکي به ورڅخه لا خوښ او جګړه به لا زور واخلي .
د ټيټ پوړو طالبانو پريشاني او سرګرداني د دې ښکارندويي کوي چې د مذاکراتو خبرې
په بشپړه توګه بې ځايه او تشې اوازې ندي بلکه له پنځوس سلنه زيات پر حقيقت او
واقعيت بناء دي .
که چيرته په ريښتيا سره هم طالبان د مذاکراتو په سمندر کې ورګډ شوي وي نو د ټيټ
پوړو او جنګي طالبانو تشويشونه پر ځاى دي او بايد داسې ونه انګيرل شي چې د مذاکراتو
د بهير د برياليتوب په صورت کې به امنيت تامين شي بلکه پدې سره به د دولت ،
بهرنيانو او هر طالب مخالف پلو پر ضد يوه داسې سوچه او د يو نظر درلودونکى ډله
رامنځته شي چې رام کول به يې خورا ستونځمن او ناشوني وي.