کور / شعر / شمشک

شمشک

شمشک ډيرعجيبه ملنګ و.! ده به له هيچا څخه  دڅه غوښتنه نه کوله يو غټ خر يې درلودو،
خلکو به دشمشک کچرباله .  هره ورځ به  غره ته تلو. مازديګر مهال به ديو  وري بوروېزوسره زمونږ دکلي مخته په لوی لار تيريدو ماشومانوبه دده په ليدو لوبې پرېښودې شمشک به يې ان دزيارت جومات پوري بدرګه کاوه. په نوبت سره به يې يو يو ماشوم ته دخره دسپرلۍ بابوورکوله.  يوه ورځ دډيوه ګۍ کشر ورور دشمشک دخره څخه راولويده،خدای شته چې دډيوه ګۍ ورور دومره  ژوبل نه و  . بل  مازديګر   شمشک دنورکله غوندې دکلي دلوې لارې نه دتيريدو پرمهال   دشا لخواډيوه ګۍ .. په کاڼو سخت رټ وويشت . دکلي خلک وايي چې: شمشک ډيوه ګۍ ته ډيرې رټې ښيرې وکړې ،ملنګ خدای خبرچې کومې خواته مخه کړه ؟خو  دهمغې ورځې راهيسې  شمشک ملنګ بيا چا ونه ليدو دکلي خلک وايي چې دملنګ ښيرې په ډيوه ګۍ ځکه لګيدلې وې چې هغه واده شوه خو ترمرګه يې داولاد بوی ونه ليدو ،کليوال وايي چې په تير عمر ډيوه ګۍ  سخته پېښمانه وه، او دملنګ دا ښيره به يې په مزه، مزه په تــــرنم ويله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې ملنګان پـــه کـــــاڼــــــوولې
جينۍ لمن به دې خدای نه زرغونه وينه