که دواقعيتونوپربنسټ دافغانستان په ټولو ولايتونو باندې ژور،هراخيزه ،بحثونه ،ليکنې اوشننې وشي .دتاريخ دمثبتو بدلونونو،سمونونو او پرمختګونو په څپوکې به داواقعيت ترلاسه شي چې له پيړيو پيړيو او لسيزو جګړو،ناخوالو،ستونزو اوننګونو وروسته اوس مهال زمونږ هېوادله تاريخي ناخوالو،ستونزو ترډيره بريد ه راووتى دى ،ديوې ښې راتلونکې لوري ي ته دپرمختګ ،ترقۍ،تمدن،هوساينې او بيارغونې پرلپسې اغيزمن پړاوونه طى کوي
.دلته دنړيوالې ټولنې په ټينګ ملاتړ او مرستې سره ډيرمثبت بدلونونه اوپرمختګونه رامنځته شوي دي ،افغان ملت دلسيزو جګړو ،خپل منځي شخړو،خپل سريو اوډيرو بدمرغيوڅخه خلاصون پيداکړئ دى .ديوواحد ،يوموټى او ځواکمن ملت په توګه يې ددې هېواد جوړونې ته ملاوې تړلې دي .چې يوه څرګنده بېلګه يې دا تير لس کالونه دي چې ټول افغانان په کې داسې لاسته راوړنې لري ،چې په تيرتاريخ څو زره کلن تاريخ کې يې سارى نه ليدل کيږي .دافغانستان سياسي تاريخ يوځل بيا په ټولو برخو کې ځواکمن اوژوندۍ شوى ،دهېواد ځمکنۍ بشپړتيا مو دژورو خطرونو څخه ساتل شوې ده ،هېواد مو دنړيوالې ټولنې په چوکاټ کې يوغښتلى ځاى لري ،بيرغ مو دنړۍ دټولو هېوادونوپه سرکې رپانده دى ،دنړۍ سره مو ټولې اړيکې پياوړې او پراخه شوې دي ،دسيمې په ډيرو ټولنو کې افغانستان اوس مهال غړيتوب ترلاسه کړى چې په دې سره دسيمې په کچه زموږ باور او دريځ نور هم ځواکمن او واکمن شوى دى ،ترډيره بريده مو په هېواد کې دنړيوالې ټولنې په ملاتړ او مرستې سره په ټولو سياسي ،اقتصادي ،فرهنګي ،ټولنيزو،پوهنيزواو نظامي ډګرونو کې دپام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شوي .
سربيره پردې نن ورځ په دې هېواد کې نظام په ټولو جوړښتونو کې دولسي ملاتړ پربنسټ خورا زيات مشروعيت پيداکړى دى .خلک دخپلو ارادو په ځواک او واک سره دخپل سياسي برخليک په ټاکلو کې له پيړيو پيړيو وروسته لوى لاس لري .چې داد يو هېواد په تاريخ کې لوى سياسي اوښتون بلل کيږي .همدا لامل دى چې ټول افغانان په ډير قوت سره دې متوجې شوې دي چې په خپلو مټو سره خپل هېواد اباد کړي ،شپه او ورځ دخپل هېواد درغونې او ابادۍ لپاره کار ترسره کړي .
په لويه کچه دهېوادوالو دغه هوډ اوځيرکتيا ددې هېواد دراتلونکې لپاره ارزښتمن بنسټ دى .مونږ غواړو چې دافغانستان په جغرافيه کې يو ولايت چې هغه خوست دى ،دپرمختګ ،ترقۍ او بيارغونې په څپوکې لوستونکو ته دهېواد دپرمختګ ديوې بېلګې په توګه سره وړاندې کړو.خوست چې زمونږ دهېواد دسياسي او اقتصادي جغرافيې په چوکاټ کې ديوسرحدي استراتيژيک موقعيت لرونکى ولايت دى .دپخوا په پرتله په کې داسې مثبت بدلونونه ،پرمختګونه او سمونونه رامنځته شوي دي ،چې په خپل دهمدې ولايت په تاريخ کې تر اوسه پورې نه چاليدلي وو او نه يې ورته فکر درلود.مګر له نيکمرغه نن ورځ ددغه ولايت فرد فرد په دې باندې پوه شوى دى ،چې هرچيرته پرمختګ شونى دى مګريواځې ځواکمن هوډ،سالمه اداره ،واکمن مديريت،اغيزمنه مشري ،صداقت ،رېښتولي او پرلپسې هڅو ته اړتيالري .
تقريباً دوه کاله کيږي چې په دغه ولايت کې دزياتو مثبتو بدلونونو ،سمونونو او پرمختګونو څپې را ژوندۍ شوې دي .لامل يې دادى چې دټولو چارو دپرمخ بېولو لپاره ځواکمن مديريت او مشرتوب يوښه بنسټ ګرځيدلى دى .ځکه چې په ټولو ټولنوکې اغيزمن مديريت اومشرتوب ديومنل شوي اصل او ارزښت په توګه دټولو پرمختګونو لپاره يوځواکمن بنسټ دى .په خوست کې يې اغيزمن او گټور بدلون رامنځته کړى دى .اوس مهال په دغه ولايت کې دولايتي ادارې په هلوځلو سره داسې اغيزمنې کړنې ترسره کيږي چې په هره برخه کې يې ولسي ملاتړ او باور راخپل کړى دى .ولايتي اداره ترډيره بريده ځواکمنه شوې ده ،ديوې سالمې ادارې بنسټونه غښتلي او پياوړي شوي ،دحکومت دتګ لارو ،کړنلارو او موخو په اړه په څرګنده توګه سره ټول دعامه پوهاوي له لارې ټول ولسونه پوهيدلي دي ،دخپل سريومخه نيول شوې ،دهېواد په کچه دځمکو دغصب په وړاندې مبارزه ترسره کيږي ،چې په دې لړکې ډيرې ځمکې دغصب له منګولو څخه راخلاصې شوې دي ،له مرکزڅخه نيولې بيا په ټولو ولسواليو کې دولتي حاکميت دولسونو په ملاتړسره ډيرټينګښت موندلى ،دقومونو په منځ اوديوغوره منځګړيتوب په پايله کې ډيرې داسې ژورې منازعې حل شوې دي ،چې له امله يې دډيرو قومونو ځوانانو دقلم پرځاى ټوپک ته مخه کړې وه ،مګر ديوځواکمن او اغيزمن مشرتوب په پايله کې دغه ناخوالې پاى ته رسيدلې دي ،ټول قومونه په يووالي او اسلامي روحيه سره خپل ژوند تيروي .
دشخړو دحل لپاره دغه منځګړيتوب داسې يومنځګړيتوب وو ،چې بايد ټول ترې گټه پورته کړي ،ځکه چې دافغانستان په ډيرو ولايتونو کې ټولنيزې شخړې او منازعې شتون لري ،کيداى شي چې دخوست ولايت له دغې تجربې څخه په ګټه اخيستنه ګړندي ګامونه اوچت کړي .ددې ترڅنګ په دغه ولايت کې دولسونوباورپه ولايتي اداره باندې تردې کچې زيات شوى ،چې په نورو ولايتونو کې يې بېلګه نه ليدل کيږي ،ولسونه دخپلې ولايتي ادارې سره اوږه په اوږه دستونزو ،شخړو او ننګونو په وړاندې مبارزه کوي ،چې په همدې لړکې دغه ولايت امن ،سولې،پوهنيزبدلون او پرمختګ په ولايت بدل شوى دى ،په دغه ولايت کې دولسونو په همکارۍ او ملاتړ سره دټولو امنيتي ځواکونو مورال خورا پياوړى شوى دى ،ولسونه دخپلو امنيتي ځواکونوسره په هره برخه کې همکار اوملاتړي دي ،چې په دې سره په دغه ولايت کې دډيروبدمرغيو مخه نيول شوې ،دټولو امنيتي ځواکونوپه منځ کې همغږي زياته شوې ده اوپه ډيروځواکمن مورال ،نظم او دېسپلين سره دخپلوولسونو لپاره شپه او ورځ په خدمت باندې بوخت دي ،دبيارغونې په لړکې ډيرې بنسټيزې پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې دي اوياپه ډيرو داسې پروژې باندې کار روان دى چې په بشپړيدو سره به يې په دغه ولايت کې اقتصادي پرمختګونه چټک،پانګه اچونه به زياته او سوداګريز فعاليتونه به ډير پراخه شي ،دبېلګې په توګه همدا اوس مهال دخوست په ملکي نړيوال هوايي ډګرباندې کار روان دى ،چې ددغه هوايي ډګر جوړيدل دخوست دفردفرد غوښتنه او ارمان وو ،چې دولايتي ادارې په زيار او کار سره دادى پرې عملاً کار کيږي ،چې په کم وخت کې به ددغه لويې اوبنسټيزې پروژې په نورو پاتې برخو هم کار پيل شي،دخوست ګرديزپه لويه لاره باندې کاردپاى پړاوته رسيدلى دى .
دګمرک لپاره دنويو تاسيساتو په جوړيدو باندې هم کار کيږي ،چې په بشپړيدو سره به يې دخوست ولايت عوايدنور هم لوړشي ،دغلام خان بندر دتاسيساتودجوړيدو لپاره ولايتي ادارې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي .چې ترډيره بريده په دې برخه کې پرمختګ هم شوى ،دترانزيټ ،صنعتي پارکونو او نورو بنسټيزو پروژو لپاره په پرلپسې ډول کارکيږي ،چې په نږدې راتلونکې کې به په ډيرو پروژو باندې کارپيل شي ،دا يوڅو بېلګې وي چې دلوستونکو مخې ته وړاندې شوې بلکې په مرکز او ولسواليو کې په ډيرو داسې پروژو باندې کار روان دى چې په يوه ليکنه کې دهغې يادونه ناشونى کار دى .داداري فساد په برخه کې داسې مبارزه ترسره شوې چې سارى يې په نورو ولايتونو کې نه ليدل کيږي ،په لسکونو لوړ پوړي او ټيټ پوړي کسان عدلي اوقضايي ارګانونو دعدالت دتامين په موخه ورپيژندل شوي دي ،چې په دې سره دولسونو باور په ولايتي اداره باندې نور هم زيات شوى دى .اودغوره حکومتوالۍ او يوې سالمې ادارې بنسټونه يې ځواکمن کړي دي .
ديادونې وړ ده چې په دې ټولو بدلونونو کې دعامه پوهاوي اغيزمن بهير ډيرې مثبتې پايلې درلودې ،ددې ټولو پرمختګونو په منځته راتګ کې ملي او نړيوالو رسنيو ډيرمثبت بدلون لوبولى دى چې دستاينې وړ دى په هره برخه کې يې دخوست انځور دواقعيتونو پربنسټ روښانه کړى دى .ددې لپاره چې په دغه ولايت کې دخلکو ټولې ستونزې حل شوې وي ،بنسټيزې پروژې پلې شوې وي ،دسولې دټينګښت لپاره زياته زمينه مساعده شوې وي دولسونو ملاتړ او همکارې نوره هم راخپله شوې وي .اړتياده چې مرکزي حکومت او نړيواله ټولنه په دې ولايت کې دزياتو بنسټيزو پروژو په پلي ولو کې مرسته وکړي ،که چيرې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه سره دامريکامتحده ايالاتو چې ځواکونه يې په دغه ولايت کې شتون لري ،دخوست دبنسټيزپرمختګ لپاره په هره برخه کې مرستې زياتې کړي ،نوپه ټوله کې دنړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه سره دامريکا دمتحده ايالاتو دماموريت سره اغيزمنه او هراخيزه مرسته کولى شي .دبلې خوا ددغه ولايت دخلکو غوښتنه ده چې دامريکا متحده ايالات او نورو هېوادونه بايد په دغه ولايت کې دنور پرمختګ لپاره مرستې وکړي .ترڅو ددې ولايت دخلکو ستونزې په هره برخه کې حل شي اودغه ولايت دبيارغونې ،اقتصادي پرمختګ ،ټولنيزې هوساينې ،سولې ،امن او ترقۍ په ډګرکې نوره هم ځلانده اوپرمختللى شي .