د دودیزي لويي جرګې د جوړیدو په رارسیدو سره د دغي جرګې د جوړیدو په اړه پوښتني او اندیښنې هم زیاتي شویدي په وروستیو ورځو کې د جرګې او د افغانستان او امریکې ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په اړوند د بیلا بیلو کړیو له لوري مخالفتونوته لمن وهل کیږي او ددې مخالفتونو لړۍ د هیواد د اکثرو رسنیو له لاري په پرله پسې توګه دوام لري چې ورسره دجرګې جوړیدل د اندیښنو ، ابهاماتو او اختلافاتو په یوې لويي مجموعې بدل شویدي.
دغه راز په رسنیو کې ددغي جرګې د نوم ، او اجندا په اړوند پوښتني او ابهامات را برسیره شوي او ویل کیږي دا هم معلومه نده چې د امریکې او افغانستان ترمنځ به کوم ستراتیژیک تړون لاسلیک کیږي او که کومه اعلامیه ؟ ځکه افغان لوری غواړي له امریکې سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي نه اعلامیه خو امریکا بیا د یوې اعلامیې د لاسلیک کولو خبره کوي ، که تړون لاسلیک شي نو تړون خپل الزامیت لري چې دواړه اړخونه یې په پلي کولو کې مکلفیت لري خو که داکومه اعلامیه وي نو هغه الزامیت نه لري او نه هم په ولسي جرګه کې ورباندي بحث او خبري کیږي دې ته ورته نوري پوښتني او ابهامات هم په ګوته شوي چې د اندیښنو یوه لویه کړۍ ترې جوړه شویده.
د جرګې نیوکه کوونکي وايي چې د جرګې نوم ( دودیزه لویه جرګه ) ایښودل شوی خو بیا ویل کیږي چې دغه جرګه یوه مشورتي جرګه ده او د پریکړو حق نه لري هغوی استدلال کوي چې که چیري جرګه مشورتي وي نو بیا نوم یې هم باید مشورتي لویه جرګه ایښودل شوی وای نه دودیزه لویه جرګه ، د هغوی بله نیوکه چې اساسي اختلاف یې رامنځته کړی او زیات حساسیتونه یې راپارولي هغه د امریکې سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو موضوع ده. هغوی وايي چې په دې اړه څرګند معلومات نه دي وړاندي شوي چې دغه تړون څه راز تړون دی؟ امریکا په افغانستان کې څه غواړي ؟ د نظامي اډو غوښتنه کوي او که نوري کومي غوښتني لري ؟ چې د نظامي اډو موضوع د ټولو نه حساسه موضوع بلل شوې ، اکثر نیوکه کوونکي په دې اند دي که چیري په افغانستان کې امریکې ته د نظامي اډو اجازه ورکړه شي نه یوازي به د هیواد خپلواکي ، د خاوري تمامیت او لوړي ګټي تر پوښتني لاندي را شي بلکي له دې سره به د ګاونډیو او دسیمي د هیوادونو اندیښنې او حساسیتونه نور هم راوپارول شي چې په پایله کې به افغانستان د ګاونډیانو او دسیمي د هیوادونو د جګړو او سیالیو په یو لوی مرکز بدل شي.
د جرګې په نوم او د ستراتیژیک تړون پر سر د اختلافاتو نه پرته د ولسي جرګې د یوشمیر غړو له خوا پریکړه شوې چې په دغه جرګه کې د ولس د استازو په توګه باید ګډون ونه کړي کوم کسان چې په دغه دودیزه جرګه کې ګډون کوي کولی شي د خپلي سیمي د قومي مشر او مخور په توګه ګډون وکړي خو د ولسي جرګې له ادرسه نشي کولی په کې ګډون وکړي.
د ولسي جرګې د یو شمیر غړو نه پرته د دویزي جرګې د جوړولو سره د حکومت سیاسي اپوزیسیون ( د تغیر او امید اېتلاف ) هم سخت مخالفت کړی او ددې اېتلاف مشر ډاکتر عبدالله ددې جرګې جوړول د قانون پرخلاف بللي او ویلي یې دي چې داجرګه یوازي دسیاسي اهدافو لپاره جوړه شوې او دولت یې تورن کړی چې دغه جرګه یې د سیاسي موخو او د خپل اقتدار دغځولو په خاطر رابللې ده ، ځیني شننونکي خو د (ملي جبهې ) په نوم د حکومت پرخلاف دیوه نوي اېتلاف جوړیدل هم ددغي جرګې او ددولت د اقداماتو سره د مخالفت زیږنده بولي.
خو ددغو ټولو مخالفتونو سره سره دولت ډیر مطمین ښکاري او په ټینګار سره وايي چې جرګه به په هر صورت چې وي پرخپله ټاکلې نیټه جوړه شي او د هیواد له ګوټ ګوټ نه به د دووه زرو نه د زیاتو استازو په ګډون په دغه دودیزه او تاریخي جرګه کې ونډه واخلي او د هیواد او ولس د برخلیک په اړوند به خپلي سالمي او منطقي مشورې دولت ته وړاندي کړي چې بیا به د ولس ددغو استازو دمشورو په رڼا کې د هیواد د لوړو ملي ګټو پربنسټ لازمي پریکړي ترسره شي.
یوشمیر د نظر خاوندان په دې اند دي که له یوې خوا د افغانستان او امریکې ترمنځ د ستراتیژیک تړون په لاسلیک کولو سره د افغانستان د ګاونډیانو او دسیمي د ځینوهیوادونو غوسې او حساسیتونه راپارول کیږي خو بله خوا د امریکې په څیر دیوه پیاوړي هیواد سره دستراتیژیکو اوږدمهالو همکاریو دتړون لاسلیک کول د افغانستان لپاره د ګټو نه خالي هم نه دي ، هغوي استدلال کوي چې په دغه تړون سره به افغانستان د خپلو ګاونډیانو په وړاندي پیاوړي شي ، او د امریکې سره د تړون په لاسلیک کولو سره به د افغانستان په امنیتي وضعیت کې هم ګټور بدلون راشي ، همداشان به د یوه پیاوړي ملګري په پایله کې دافغانستان اقتصادي وضعیت هم بدلون ومومي ، خو هغوي داهم زیاتوي چې له هر هیواد سره چې افغانستان تړونونه او موافقې لاسلیک کوي باید د هیواد ملي ګټي ، د ګاونډیانو او د سیمي د هیوادونو اندیښنې په نظر کې ونیول شي ، په دې معنی چې افغان واکمن باید د ګټو او زیان ترمنځ د توازن او بیلانس اصل په نظر کې ونیسي او هغه انتخاب ته لومړیتوب ورکړي چې د هیواد لوړي ملي ګټي په کې خوندي کیدلی شي.
د ګاونډیانو د اندیښنو په اړه هم ډیری څیړونکي په دې اند دي چې ایران د اسلامي انقلاب نه مخکي په سیمه کې د امریکې یو پیاوړی ستراتیژیک ملګری پاتې شوی او د امریکې سره یې راز راز نظامي او ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړیدي او په دې برخه کې ایران پخوانۍ سابقه لري
همداشان زموږ بل ګاونډی پاکستان هم د امریکې سره د ستراتیژیکو تړونونو لویه سابقه لري د سړې جګړې پرمهال پاکستان په سیمه کې دامریکې سره د (سینتو ) په نظامي تړون کې شامل و او څو ځلي نور یې هم له امریکې سره ستراتیژیکې او نظامي معاهدې او تړونونه لاسلیک کړیدي ، خو اوس چې د نړۍ او سیمي حالاتو بدلون موندلی او افغانستان په سیمه کې دسیاسي معادلاتو پربنسټ د غربي نړۍ او امریکې سره نږدې اړیکي پیداکړي او غواړي دا اړیکي د خپلو ملي ګټو په رڼا کې پراخي کړي د خپلو ګاونډیانو د غوسې او قهر سره مخ شوی په داسي حال کې چې دغه ګاونډیان یو وخت له امریکې سره په نظامي تړونونو کې شامل ول خو افغانستان هغه مهال هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او نه یې له امریکې سره په نظامي تړونونو کې د خپلو ګاونډیانو شاملیدل د ځان لپاره خطر ګڼلی دی ، زموږ ګاونډیانو ته هم لازمه ده چې په دې اړه مخالفتونو ته لمن ونه وهي او نه زموږ دهیواد په وړاندي لمسوني وکړي ځکه هسي هم زموږ ولس د خپلو ګاونډیانو ښه ورځ نه ده لیدلې او نه هم له خپلو دغو مغرضو ګاونډیانو ښه خاطره لري.