د سبا سبا په تمه د پرون په شان ته تېر شوم
د سپرلي خيال کې ويده وم د خزان په دام کې ګېر شوم
د رڼا په لټون تلمه په تورتم باندې مې شپه شوه
دا ژوندون څه افسانه وه تر غوږ ووتمه هېر شوم
د دنيا په ميخانه کې شونډې وچې ترسېدلې
خواږه نه وه شراب نه وه د هلهل په زهرو سېر شوم
د اميد ډيوې مې لاړې د عناد په تيارو مړې شوې
ازلې مې غم په برخه د ابد په ژرنده ګېر شوم
بس غمونه مې مېلمه دي د زړګي غوښې پرې خورمه
چې خپل سر پخپله پرې کړ همغه تېره شمشېر شوم
ف – ث دا د تقدير ليک وه که ښېرا دې د ناصح وه
ګلبڼ ډک وه له سرو ګلو خو يو زه پکې ګنډېر شوم
21.3.2005