کور / خبرتیا او پيغامونه / په ستوکهلم کې د غونډې خبرتيا اوبلنليک

په ستوکهلم کې د غونډې خبرتيا اوبلنليک


وایی چې مړه ټول ښه دي او ژوندی ټول خراب. د دی مفکوری لاندی که موږ او تاسو فکر وکړو همیشه د پښتنو بنډارونه او غونډي د خپلو مړو په میړانه کیږي، او ژوندو ته صبر کوو چې کله به له دی دنیا څخه رخصتیږي چې بیا یی په مړینه ونازوو او ویی ویاړو.


مونږ د زلمو پاڅون ټولنه غواړو چې دا دود او دستور بدل کړو او د خپلو اتلانو په ژوند یادونه، ستاینه او ویاړنه وکړو او دا وښیو چې پښتانه هم د نورو قومونو کم نه دي د خپلو خدمتګارو په خدمت ویاړي.


د دی کار پيل مونږ د ښاغلي محمد طارق بزګر صاحب د کارونو او خدمتونو نه کوو چې د هیڅ کوم افغان پښتون او په هیواد مین نه پټ ندي. غواړو د ښاغلي محمد طارق بزګر صاحب د ۲۳ کالن فرهنګي چوپړ، کاري تجربی لمنانځنه په داسې وخت کې وکړو چې د دعوت خپلواکې ملي خپرونې د ۲۳ کلنې کلیزې سره برابره ده.


د ښه بخته بزګر صاحب هم په دې پرتمینه غونډه کې د راتګ هوکړه کړیده راځۍ چې ټول دا غونډه لا پرتمینه او د دې لارې د خپلې ژبې او ولس په چوپړ کې ونډه واخلو اوموږ ستوکهلم میشتو پښتنو او د زلمو پاڅون ټولنې ټولو غړو ته په خپل راتګ سره ستاسو د خدمت او چوپړ وخت راکړۍ.


په سویډن او نورو اروپایی هېوادونو کې کې مېشتو افغانانو ،فرهنگیانوعلمی شخصيتونو،ادبي اوفرهنگی ټولنو،اديبانواوشاعرانوته دزړه له کومې بلنه ورکول کېږي چې زموږ سره په هغه علمی اوادبی غونډه کې برخه واخلي کوم چې د هېواد د تکړه، نوښتګر، هڅاند او پیاوړي ژورنالست او لیکوال ښاغلیمحمد طارق بزګر په وياړ دسويډن دستوکهلم په ښار کېد زلمو پاڅون ټولنې په زيار اوزحمت د روان عیسوي کال د دسمبر میاشتې پر لسمه نیټه د شنبې پر ورځ (2011-12-10) جوړېږي .


نو دټولو علمی او کلتوری ټولنو، علمي شخصيتونو،فرهنگيانو،ليکوالواوشاعرانوڅخه چي نشي کولاي په غونډه کي گډون وکړی هيله کوو ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه اوليکنې موږته راولېږي اوپدې ډول پدې درنه غونډه کي زموږ سره يوځاي فعال گډون ولرئ .


موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بيا له هغو ټولنو څخه چې غواړي خپل پيغام په غونډه کې ولولی هيله منديو زموږسره دبرېښناليک پوسيله تماس ونيسي .موږبه دپروگرام دحوصلې په نظرکي نيولوسره دپيغام داورولوامکانات برابرکړو.


په لاندی بریښنالیک او د تیلیفون په شمیرو له مونږ سره اړیکی ټینګی کړۍ.


بریښنالیک:h_hiwadpal@hotmail.com
د ټیلیفون شمیرې:
نصرت الله ننګرهاري ۷۳۶۱۶۵۹۹۹ ۰۰۴۶


0046736165999
ذاکر الله ملکزی——-۰۰۴۶۷۰۴۷۶۴۶۲۹
0046704764629



د غونډې ځای:
Griffelvägen 11, Nacka
نیټه: د دسمیر میاشت ۱۰مه نیټه ۲۰۱۱ د شنبې ورځ