له ټولو لومړی دښاغلي حبيب الله ( غمخور ) خبره« هرڅوک دې ليکنې په خپل نوم وکړي » پرځاې ده .
دووم ـــ راځۍ چې کنځل کو ل پرېږدو .
درېم ـــ باېد ځان بلد کړو ، چې : هغه څوک چې ېو څه ليکي ، په هيڅ ډول دهغې نا سمتوب نه مني ،هغه همهغه پوهېږي او دا تاوان نه لري .
بل داهم څرګندول غواړم چې : دجرمني ژبې ستونزې له پښتونه کمې نه دي ، خو ددوې په پرمختګ ېې دکمښت (منفي) اغېزه نه ده کړې . زه په دې اند ېم چې : تر څو ېو کس ېا څېړونکې ډله په سانسکرت ، لاتېن ، او عربي پوهـ نه شي پښتو ته ډېر څه نه سي کولی .
دابه غولونکې وي ، چې وواېو چې : ېو څوک دې دخپلې ژبې سره مينه ونه لري .
دپخواني شوروي اتحاد او د ايران د«توده » ګوند دټولوناوړه هڅو سره سره ېې له پښتنو نه پښتونواله وا نه خستله ، اوپه همدې ډول په اسلا مي ګوند کې .
دشلمې پېړۍ دفلسفې غوره برخه ( څېړنيزه ـــ شننيره « تحليلي » ) فلسفه وه .
زه په دې هکله په تېروتنه کې له ستر څښتن نه بخښنه غواړم ، او د ېوې پېچلې برخې ( څښتن «خداې » ) ېادونه کوم .
د « څښتن » ګړ دهر د انسان دپاره ، دهغه دپوهې دکچې دپراختېا له مخې ، داسې لاسبری دی ، چې : انسان پخپله او هرڅه چې دی ېې پېژني ، په هغو کې ، او له هغو هه خوا (لوړ ،…) دی ، موږ ېې له هغه په ټيټو(په قدرتونو) ، او ېوازې « ګړ » کې پېژنو او «لمانځنه ـــ ستاېنه » ېې کوو .
د« ګړ » ېا « وی » ېادونه په ېوناني فلسفه کې د(ايډې )په توګه لومړی وار د سکراتس (سقراط ) دشاګرد پلاتون (افلاتون ) له خوا رامنځ ته شوې .
دسانسکرت دژبې جوړښت د« ګړ » ژوروالی ، له ېوناني فېلسوفانو سلونه ــ سلونه کلونه وراړوي . : دسانسکرت ژبه دکړو (کولو) له مخې دوه ډوله فعلونه لري ، چې ېو ډول ېې ېوازې دبل دپاره ــــ او ډېر ېې هم د څښتن د (لمانځنې ــ ستاېنې ) دي .
دشخصي ضمير ونه ېوازې دوه ( زه ، ته ) او ډېر ېې ( موږ ، تاسو ) لري .
ترې پوهېدل (مطلب ) دادی ، چې : ېوازې ژبه ( دشتو مغزي نيو او ورکړه) ده ، چې د نيچې (المانی فلسوف ) خبره ،چې : انسان ېې له بې سا (بې روحه ) او ساوالو په پرتله څو ګامه څښتن ته ور نژدې کړی دی .
زه له( ۴۰ ) کلونو را هيسې دژبو دجورښت سه سر او کار لرم . دما دکار پاېلې د نورو سره سر تر پاېه توپير لري . له همدې وېرې ېې مډېا ته نه شم ويستلی ، چې خداې دې ېې ونه کړي ، چې د بې ځاېه ستونزو سره مخامخ شم .
په نړۍ کې هرڅه منظم دي او هر بدلون په نظم پرمخ ځي .
هره ژبه ( اېن داپريکا دکوهسان ژبه چې دژبې په تړک ، شپېلي ، وږو او سر په ښورولو سره پوهوي ، ېوسستم لري .
ماته داسې څرګنده شوه ، چې پښتانه پوهان اوس دپښتو په علمي رغونه کې لا پرمخ ځي .
ما هم دمسلک له مخې نه ، خو د مينې او عقيدې له مخې په دې هکله لږ زړه خوړلی دي .
kitabtoon ما ددې زړه خوراک نتجه په
نومې انترنتي پاڼه کې خوره کړې ده . زه ټولو با احساسه زورېدلو ورونو ته په ډاګ واېم چې دتاسو ګوته نيونه رغوونکې ده ، اوما پوره کوي .
ستاسو دنظر په هيله
دتاسو شينواری ، کابلی ـــ پېښوری