وسله والو طالبانو په خپله ويب پانه کي خبر ورکړى چي نن ماځيګر يې د هرات ولايت په شنډنډ ولسوالي کي د بهرنيانو يوه الوتکه رانسکوره کړې .
د خبر په حواله چي ياده چورلکه يې هوايي ډګر ته نژدې چي په ډېره کمه ارتفاع کي وه ويشتلې او رانسکوره کړې .
خبر وړاندي وايي چي الوتکي تر ويشتلو وروسته اور اخستى او پکښي سپاره ټول کسان وژل سوي.
په دې اړه تر اوسه خپله بهرنيانو څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه