کور / تازه خبرونه / کندهار : د اختر لومړۍ ورځ په بشپړه امنيتي فضاء کي تېره سوه

کندهار : د اختر لومړۍ ورځ په بشپړه امنيتي فضاء کي تېره سوه

په کندهار ښار کي د اختر لومړۍ ورځ په بشپړه امنيتي فضاء کي تېره سوه . په ښار کي مشران د اختريانو په رانيولو او حلالولو بوخت ول او کوچنيانو په ميله ځايو کي خپلي مېلې کولې.
د اختريانو تر خلاصېدو وروسته ښاريان د خپلوالو او ملګرو کورونو ته روان ول او خوښ ښکارېدل .
امنيتي چارواکي پر سړکونو او ښار ته پر راغلو لارو ولاړ ول او تلاښۍ يې کولې تر څو د امنيت د خرابتيا مخه ونيسي.
د امنيت په موخه تر اختر يوه ورځ مخکي په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوې وه چي هري څانګي ته خپله وظيفه ورکړل سوې وه تر څو د امنيت د خرابتيا مخه پر وخت نيول سوې وي او د دې مشري د کندهار د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق کوله .