کور / تازه خبرونه / بغلان: د اختر په ورځ ځانمرګي مرګ ژوبله واړوله

بغلان: د اختر په ورځ ځانمرګي مرګ ژوبله واړوله

د بغلان امنيتي چارواکي وايي د اختر په سهار يوه ځانمرګي بريد کوونکي له مسجد سره نيژدې ځان چاودلى چي له امله يې اووه تنه مړه سوي دي.
د چارواکو په وينا چاودنه د اختر تر لمانځه وروسته له مسجد څخه د راوتلو پر مهال ترسره سوې، چي پر اوو مړو سربېره يې ١٢ کسه ټپيان کړي هم دي.
طالبانو د دې حملې مسئوليت منلى او وايي د پوليسو يو غټ قومندان چي نوم يې عبدل افغان کوش ښودلى له دوو نورو قومندانانو بريال او عبدالرحيم سره وژلي دي.
د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د يوه قومندان وژنه تائېد کړې، خو د نوموړي نوم يې نه دئ په ډاګه کړى.