د افغانستان د ٢٥ کلنو ځوانانو ملي لوبډله چي د حميد حسن په مشرۍ مالديف ته تللې، نن د سريلانکا هيواد له پياوړي لوبډلي سره شل آوريزه لوبه کوي.
افغانستان مالديف او بوتان ته حيرانوونکي ماتي ورکړې، له بنګلدېش څخه يې هم لوبه وګټله، ځکه چي د هغوى لوبډله لوبي ته حاضره نسوه.
افغانستان مالديف ته په شلو آورونو کي ٣١٣ منډي هدف وټاکى، چي هغوى ايله نيمى منډي جوړي کړې، همدا راز يې پرون د بوتان هيواد ته شاوخوا ٢٩٠ منډي هدف وټاکى چي د بوتان هيواد ټول لوبغاړي پر ٧١ منډو باندي وسوځېدل.
مبارکي:
د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران افغان لوبغاړو ته د اختر په مناسبت مبارکي وايي، او د برياليتوب دوعاوي يې کوي.