کور / تازه خبرونه / د اختر د ورځو اړوند امنيتي کمېټه جوړه سوه

د اختر د ورځو اړوند امنيتي کمېټه جوړه سوه

د نيكمرغه لوي اختر د ورځو د لمانځلو لپاره داړونده دولتي مسئولو رياستونو څخه جوړي سوي كميټي دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالي ويسا په مشري غونډه وكړه
دغه كميټه چي د ملي امنيت، امنيه قومنداني، كندهار ښار والي، دعلماووء اصلاحي ټولني ، داطلاعاتو اوکلتور ،دعامي روغتيا ، دمخابراتواو بريښنا رياستونه او دترافيكو مديريت يي غړيتوب لري مسئولينو يي دشنبي په ورځ دكندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا په كاري دفتر كښي وكتل او دكندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا ته يي دنيكمرغه لوي اختر درارسيدو له امله خپل كاري رپور ټونه وړاندي كړل .
دكندهار دملي امنيت رئيس ډگروال عيسي محمد او دكندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق غونډي ته په خپلو خبرو كي وويل چي داختر درارسيدو په مناسبت د كندهارپه ښار او ښاوخوا سيمو كښي يي دامنيت دلاښه ټينګښت په موخه كوټلي گامونه پورته كړي او امنيتي ځواكونه او كشفي كسان يي په دندو ګمارلي د دوي په وينا چي دکندهار ښار اوسيدونکو ته يې دلوي اختر دخوشاليو په ورځو کښي امنيت پوره ډاډمن کړي تر څو هيواد وال په ډاډه زړه داخترد خوښي ورځي په خپلو دوديزو ميلو سره ولمانځي .
دکندهار دعلماؤو داصلاحي ټولني مشر مولوي عبيدالله دخپلو كړو كارونو په هكله وويل چي ديني علمانو ته يي دنده ورکړي ترڅو په جامع جوماتونواو مسجدونو کښي د لوي اختر دقربانۍ او په خپلو منځونو كښي داتفاق او يووالي په اړه خلګوته معلومات وړاندي کړي او خلګ په دي وپوهوي تر څو قرباني په صحيح ډول ادا او دانيکه فريضه تر سره کړي هغه همداراز غوښتنه وکړه چي داختر لمونځ دي يواځي په لويه عيد ګاه کښي تر سره سي او په نورو جامع جوماتونو کښي دي يي مخه ونيول سي چي کندهار والي پوهنوال داکتر توريالي ويسا هم دا يو نيک نظر وباله او اړونده ارګانونو ته يي دنده وسپارل تر څو خلګ داختر دلمانځ دادايني له پاره دکندهار لوي عيد ګا ته راوبولي او همداراز يي وويل چي دهغه کسانو لپاره چي سپين ږيري او ظعيفه وي او لويي عيد ګاه ته دتلو توان نه لري دخرقي مطهري په جامع جومات کښي دي ورته داختر دلمانځه تياري ونيول سي تر څو دلوي اختر لمونځ دخرقي مطهري په جامع جمعت کښي هم تر سره سي .
همداراز دكندهار سرپرست ښار وال په غونډه كښي زياته كړل چي د اختر په رارسيدو سره يي دکندهار ښار څخه دکثافاتو دايستلو کار پيل کړي او زيات کثافات يي دکندهار ښار څخه دباندي انتقال او دښار ټول واټونه يي پاک کړي دي د ده په وينا چي دعيد ګاه دمراسمو د تر سره کيدو له پاره يي هم په لويه عيد ګاه کښي پوره تياري نيولي او داختر دلمانځه پر مهال به خلګو ته پاک چاپير يال برابر وي .

د دي ترڅنگ غونډي ته داطلاعاتو اوکلتور رئيس عبدلقديم پتيال هم معلومات وړاندي کړل اوزياته يي کړه چي د اختر دلمانځه مراسم به په ژوندي بڼه دکندهار ملي راډيو څخه نشراو خپاره سي نوموړي دکندهار ملي راډيو ټلويزون او په کندهار ښار کښي دځوانانو دخوښي په موخه دځينو افغاني هنر مندانو له لوري د په زړه پوري کنسرتونو دجوړيدو يادونه هم وکړه اوويل چي دکندهارښار په ځينو هوټلونو او کيمپونو کښي دبيلابيلو هنر مندانو له لوري کنسرټونه جوړ سي او هيله يې وښودل چي دكندهار ښاريانو اوپه كندهار ښار كښي دهمسايه ولايتونو دميلوال دخوښي وړبه وگرځي .
دعامي روغتيا رئيس ډاکتر عبدالقيوم پخلا دخپل لوري د چمتووالي په هكله وويل چي داختر په ورځو کښي به ډاکتر انو ډله كار كوي او څلور ويشت ساعته به دکندهار ښار يانو په چوپړ کښي وي تر څو خداي مه كړه درامنځته كيدونكو ترافيكي اوپه نور پيښو كي دجسمي زيان منو كسانو سره يي پر وخت مرسته كړي وي او روغتيايې كارکوونكو خپله دنده په ښه ډول سره دتير په څير اجراكړي وي .
د دي غونډي په ورستيو كښي دترافيکو مدير محمد الله خان وويل چي داختر په ورځو کښي يي وه ښار ته دلويو موټرانو پرداخليدو او تګ راتګ بنديز لګولي او همداراز يي دکندهار دملي راډيو او ټلويزون له لاري خلګو ته دترافيکي پيښو دمخنيوي په موخه بيلابيل پيغامونه خپاره او رسولي دي او د دي ترڅنگ ښاريان هم تر ډيره دامهال په ترافيكي اصلو پوه دي د ده په وينا چي په ښار كښي دهغه موټر چلونكو چي دموټر چلوني قانوني عمر ته نه وي رسيدلي دموټر چلوني مخنيوي يې كړي او بيا به يې هم كوي .
دغونډي په وروستيو کښي دکندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا دنوموړي کميټي دټولو غړو څخه مننه وکړه او همداراز يي دامنيتي چار واکو څخه دنيکمرغه لوي اختردخوشحاله ورځود لمانځلو په موخه دپوره امنيت دتامين هيله وکړه