د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ يې په کندهار ښار کي يوشمېر شکمن کسان نيولي. د خبرپاڼي په حواله چي ياد کسان يې په ډنډ ولسوالۍ کي نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي په نيول سوو کسانو کي يو وسله والو طالبانو ته د چاودېدونکو توکو برابروونکى هم شامل دئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه تر اوسه وسله والو طالبانو او نه هم په ياده سيمه کي افغان حکومت تر دې دمه څه ويلي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه