کور / تازه خبرونه / سعودی د مرستندویه کمیټې افغان کډوالوته مرستې ورکړې

سعودی د مرستندویه کمیټې افغان کډوالوته مرستې ورکړې

پېښور: د افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کمیټۍ لخوا د شمشتو په مهاجرینو کیمپ کې په مجموعي ډول پر شپږ سوو (600) اړمنو کورنیو دوه سوه اتیا(280) کارټنه اختریز پوښاک او (1550) کمپلې وویشل شوې.یادی مرستې دغې موسسی په پاکستان کې افغان کمشنرۍ سره په همغږۍ د خیبرپښتونخوا ایالت په پورتنی پنډغالی کې په بې وزله، نادارو اویتیمو او معذورو افغانانو باندې وویشلی.ددغو مرستو د ویشلو چاری ددغه موسسی د بیړنیو مرستو اداری په غاړه درلودلی چه د اړونده کیمپ د مشرانو او افغان کمشنرۍ د مسولینو سره په ګډه پلی شوه .دغی موسسی د افغان ولس سره په مختلفو څانګو کی د لا نورې همکاری هوډ څرګند کړ.د یادونی وړ ده چی پورتنی موسسی د خپل تاسیس څخه تر او سه په افغانستان کی مهمی پروژی سرته رسولی او ځنی لا نوری یی د بشپړیدو په درشل کی دی ، همدارنګه د لته په پاکستان کی هم د افغان ولس په چوپوړ کی ده او همیشه یی د مهاجرینو سره اړونده او لازمی مرستی کړی دی .