دكندهارولايت دپوليسو دښوونيز او روزنيز مركز څخه يوسلو دوه ويشت تنه ساتنمنان پوليس تر درو مياشتنيو مسلكي او نظامي زده كړو ورسته فارغه او د چهارشنبې په ورځ ورته فراغت ليكونه وركول سول.
په همدي موخه د جنوب غرب حوزي دپوليسو په روزنيز مركز كې يولړ ځانگړي مراسم جوړسوي وه چي پكښي د څلورسوه څلورم ميوندزون دپو ليسودروزنيزو مركزنوعمومي قومندان پوهنمل مل پاسوال نصرالله ظريفي ، دپوليسو عامه نظم د قومنداني او د كندهار د امنيه قوماندانې د استازو ترڅنگ نورو دولتي او بهرني افسرانوهم ګډون پكښي كړي و
دقران اكريم دڅومباركو اياتنو ترتلاوت او دافغانستان دملي سرود دږغولو ورسته دجنوبي غرب حوزي دپوليسو دروزنيزومركزونو عمومي قو مندان پوهنمل مل پاسوال نصرالله ظريفي خبري وكړي ده په خپلو خبروكي فارغه سوي ساتنمنانو ته مباركي وويل اوزياته يي كړه چي نوموړو ساتنمنانو ده د دريو مياشتو په موده كې دخارجي او داخلې استادانو لخوامسلكي او نظامي زده كړي وركول سوي دي چي تر دي ورسته به دنوموړي حوزي په بيلا بيلو سيمو كي د امنيت ساتلو دپاره په دندو وګمارل سي .
په يادو مراسيمو كي دپوليسو دعامه نظم ده دوهمي لوا رئيس اركان مل پاسوال نصرالله ګرم سير او دكندهار دامنيي قومنداني دپوليسو دجلب او جزب د څانګي قومندان عبدالله هم خبري وكړي دوي هم په خپلو خبرو كښي فارغه سوي پوليسو ته دفراغت مباركي وويل اوتري و يي غوښتل ترڅو دخلگو سره هميشه نيكه رويه وكړي اوده هر رنگه سمتي ،ژبني ،اونژادي كړونوڅخه ډډه وكړي اوپه گډه دهيواد دجوړه وني لپاره لاس په كار سي.
ديادوني وړ ده په دي ورستيو كې دجنوبي حوزي په كچه دپوليسود روزنيزو مركزونو څخه زرګونو تنه سرحدي او ملي پو ليس فارغه سو ي دي چي د كندهار ښاراو ولسواليو دامنيت او سرحدي سيمو د ساتلو په موخه په دندو ګمارل سوي دي