کور / تازه خبرونه / ايساف :د ملکي وګړو د درملني پر مهال د وسلو زېرمتون ونيول سو

ايساف :د ملکي وګړو د درملني پر مهال د وسلو زېرمتون ونيول سو

 د چهارشنبۍ په ورځ دمارچ ٢٠ مه نيټه د کابل ولايت د سروبي په ولسوالۍ  کې د آيساف سرتيرو د خپلو روغتياي مرستو په لړ کې ملکي وګړي يې تر درملني لاندې ونيول. 
 
د دوي د دغې  ليدنې  په لړ کې چې ملکي وګړي يې تر درملنې لاندې نيولي وو، د مرکز د سيمه ايزې قوماندانۍ ايټاليوي جکړه اييزې  ډلې ته په سيمه کې د وسلو د يوې  زيرمې په هکله خبر ورسيد.


سرتيرو دغه زيرمه وموندله چې لاسي بمونه، مهمات او  ٩٠ کيلو ګرامه بنګ دانه  په کې شامل وو. 


 د افغانستان ملي امنيتي پوليس په ډيرې چټکې سره په ځوابي کار لاس پورې کړ چې دغه کشف شوي توکي په قبضه کې ونيسي او لمينځه يې يوسي.


 
د آيساف وياند وويل:” دغه دوامداره عمليات د سيمه اييزو مشرانو او د ولسوال په همغږې سره دا څرګنده وي چې نوموړي عمليات به بالاخره  ښه نتايج ولري او د خلکو په منځ کې د آيساف اعتماد زياتوي. د تيرې مياشتۍ  په لړ کې موږ د مهماتو ٢٠ زيرمې موندلې دي”.