کور / تازه خبرونه / کندهار : پخوانى د محبس مدير محکمې ته حاضر کړل سو

کندهار : پخوانى د محبس مدير محکمې ته حاضر کړل سو

دكندهار ولايت د مرکزي محبس پخوانى مدير د کوم د مشرۍ په وخت کي چي شاوخوا ٥٠٠ تنه سياسي بنديان د يوه تونل په وسيله د محبس ووتل نن د يوشمېر نور پرسونل سره يوځاى علني ابتدايه محكمه كي حاضر كړل سول.
نوموړى په دې موخه محکمې ته راکش کړل سو چي دوطن سره يې خيانت کړى .
علني ابتدائيه محکمه د ښاري محكمې د رئېس قاضي محمد ګل وقار په رهبري ددې محكمې داعضاو ،ولايتي شورا د استازي او عامو خلګو په مخ كي ترسره سوه.
دقران كريم تر تلاوت وروسته دښاري محكمې رئيس قاضي محمد ګل وقار د منشي څخه دصورت دعوي د لوستلو غوښتنه وكړه او دمنشي لخوا هم دصورت دعوې تر لوستلو وروسته قاضي څارنوال څخه د دلايلو غوښتنه وكړه او تر هغه وروسته د تورونوو كسانو ته وخت وركړل سو چي دخپلي دفاع لپاره خپله دفاع كوي.
وروسته تر دې پخوانى مدير غلام دستګير مايار د راکش کړل سوو کسانو له لوري محکمې ته د خپل وکيل په توګه ورمعرفي سو تر څو خپله دفاع په وکړي .
په جلسه كي يوازي دريو تنو له ځان د دفاع په موخه خبري وكړې ولي د وخت د كمښت په خاطر د قاضي لخوا پرېكړه وسوه چي تر دې وړاندي يې يوه جلسه كړې او دايې دوهمه جلسه ده نو د ښو څېړونو او موضوع د لا روښانتيا په خاطر محاكمي جلسه دريمې جلسې ته وځنډول سوه.
او په دريمه جلسه كي به ياد كسان له ځان څخه دفاع كوي چي وروسته به د شواهدو او بياناتو په اورېدو لو سره قاضي ديادو كسانو د برخليك پرېكړه كوي.