د کندهار ښار په پنځمه امنيتي حوزه کي د لاسي جوړ سوي ماين چاودنه وسوه چي د امنيتي چارواکو په وينا کوم مالي او ځاني زيان يې نه دئ اړولى .
چارواکي وايي چي ياده چاودنه د يادي حوزې د دېخواجې د مانده په سيمه کي د يوې شل کېلويي ډبې چي د چاودېدونکو توکو ډک وه رامنځ ته سوې .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .