کور / هراړخیز / دحرمينو هنداره – پنځه ويشتمه برخه

دحرمينو هنداره – پنځه ويشتمه برخه

haqyar@gmail.com


بسم الله الرحمن الرحيم


دحرم حوېلۍ
کله چې حضرت ابراهيم ع د کعبې ودانۍ جوړوله نو هلته د بنو جرهمو څوکورنۍ وې چې وروسته حضرت ابراهيم ع ددعاله برکته داځاى ورو ورو له خلکو ډکېده ،دې خلکو دبيت الله د احترام له امله بيت الله ته نږدې کورونه، نه  جوړول او دغره په لمنوکې په کوډلو او کېږديوکې اوسېدل،کله چې قصي بن کلاب دمکې واکمن شو،هغه له خلکو وغوښتل چې دکعبې دساتنې لپاره کعبې ته نږدې کورونه جوړ کړي خو قريشو داکار نه کاوه تر دې چې هغه قريشوته د جرئت ورکولو په خاطر لومړى پخپله ددارلندوه په نوم ودانۍ جوړه کړه چې وروسته نوروهم کعبې ته نږدې ودانۍ جوړې کړې قصى داسيمې پرخلکو ووېشلې او په داسې نقشه يې ورته دکور جوړولو حکم وکړ چې دټولو کورونو دروازې کعبې ته وې  اوتر دووکورونو وروسته دې لار پرېښودل شي.
دې کورونو دحرم حوېلۍ تنګه کړه، دپراخولو اورغولو تر وخت (له نبوت څخه پنځه کاله وړاندې) پورې چې دتاريخ پوهانو په آند دوه زره شپږسوه، پنځه څلوېښت کاله (٢٦٤٥)کېږي کعبه چاپراخه کړې نه وه،البته قصى تر ميم کړې وه.
درسول الله ص په مبارک عصر کې دکعبې ټول غولى دوه زره متره مربع (يوجريب ) و خو داسلام دپراخېدو ،دمسلمانانو دډېرېدو او زيارت کوونکيو دازدحام له امله لومړى حضرت عمر ابن خطاب دکعبې دحو ېلۍ اومطاف دپراخولو اړتيا احساس کړه هغه چې کله په ١٧هـ حج ته راغى نودمکې شاوخوا کورونه يې استملاک  کړل ،خاوندانوته يې دهغوى بيه ورکړه،دکعبې له غولي سره يې يوځاى کړل حضرت عمر له کعبې اومطاف څخه دېوال هم راتاوکړ او د رڼالپاره يې پر ديوالونو دڅراغونو لګولوحکم وکړ.
په ٢٦هـ کال حضرت عثمان رض نور کورونه هم استملاک کړل،او مطاف يې ١٤٧٥متره مربع نور هم پراخ کړ.
وروسته حضرت عبدالله ابن زبيرهم په ٦٤هـ دکعبې حويلۍ ٣٢٢٥متره مربع پراخه کړه.
په ٧٥هـ عبدالملک ابن مروان دمسجدالحرام دبرنډې دېوالونه لوړ کړل دساج دلرګيو چت يې ورکړ اودستنوپه لوړه برخه کې يې ٥٥ مثقاله سره زر وټومبل.
وليد بن عبدالملک بيادخپل پلار کارونه لاهم منظم او سمبال  کړل، دمسجدالحرام چت يې  په ساج لرګيو وپوښه ،ميناتوري يې پکې وکړه دننه مسجد کې يې مرمر وکارول په برنډه اوبالکن کې يې روشندانونه  جوړ کړل ،حرم ته يې له مصراوشام څخه دمرمرو ستنې راوړې ،دکعبې ددروازې ،ناوې او دننه برخې دپسوللو(سينګارولو)لپاره يې نور٣٦٠٠ديناره حرم ته ولېږل. دده په وخت کې مسجد الحرم دلومړي ځل لپاره عصري او ښکلى بڼه خپله کړه.
 عباسي خليفه  منصور په ١٣٧هـ حرم له دارالندوه څخه تر باب السهم پورې پراخه کړ،دهغه په وخت کې حرم ٤٩٥متره مربع پراخه شو،او په  لومړي ځل يې  دمسجد په يوه کونج کې مناره هم جوړه کړه  په ١٦١او١٦٤هـ کې خليفه مهدي  دحرم رغونه پراخول اوښکلي کول پيل کړل خو هغه په ١٦٩کې وفات شو ،دهغه پاتې کار دهغه زوى موسى الهادي بشپړ کړ، دمهدي په دواړو دوروکار کې حرم نور هم م١٤٩٤٠متره مربع پراخ شو.
هغه له حرم څخه دسېلابونومخه هم تاوه کړه دحرم شاو خوا يې ژورې کندې او شېلې   ډکې کړې اوکعبه يې دغولي په منځ کې راوسته ،په هـ عباسي خليفه معتمد بالله په ٢٨١هـ معتضدبالله هم  حرم پراخه کړ معتضد با لله حرم ٢٥٠٠متره مربع پراخ کړ.
خليفه معتضد بالله هم دهارون الرشيد مېرمن زبيدې په واسطه دحرم لوېديځ ته دجوړوشويو دووکورونو ترمنځ ٩٨٠متره مربع تشه له حرم سره يوځاى کړه داوخت دحرم شريف غولى (حوېلۍ)١٣١٩٥متره مربع ته ورسېده.
د٨٠٢هـ سپوږميز دشوال المکرم په ٢٨مه دشنبې په شپه حرم اور واخست او ١٣٠ستنې يې وسوځېدلې دا اور لګېدنه قصدي پېښه نه وه ،بلکې د غفلت له کبله وه ،په ٨٠٣هـ سپوږميز دمصر پاچاملک ناصر فرج بن بربوق، بيسق الظاهري دمصري حاجيانو دبعثې درئيس په توګه حج ته ولېږه هغه دحج له مناسکو وروسته حرم په ډېره کمه موده کې ترميم کړ،خوپه مکه کې دښولرګيو دنه موندلو له امله دحرم دچت کار پاتې شو وروسته په ٨٠٧کې له روم اوطائف څخه ورته ښه لرګي راوړل شول اوپاتې کار يې بشپړ کړ.
په ترکيه کې دعثماني خلافت په پير کې سلطان سليمان قانوني داستانبول دجامع مسجد ډيزاينوونکى او جوړوونکى نامتو انجنير مکې ته ولېږه چې مسجد الحرام ته ښکلى نقشه جوړه کړي، خو دا سلطان ډېر ژر وفات او کار پاتې شو خو کله چې حرم دلرګيوچت کمزورى اوپه ٩٧٩ه‌ـ س (١٥٧١م )دمسجد ختيځ دالان مطاف ته کوږ شو نودحرم چارواکيودعثماني ترکيې وتلى پاچا دوهم سليم خان له پېښې خبر کړ هغه هم  دتکړه انجنېرانو يو پلاوى حرم   ته ولېږه ، دې پلاوي له څېړنو وروسته  تکړه   انجنير محمد جاويش ته دنده ورکړه هغه هم په ٩٨٠هـ س کال دلومړي خور په ١٥ دباب السلام ،(باب بني شيبه)له لوري دمسجد الحرام نړول پيل کړل ،ددې  کار په پاى کې دزېړوتيګو په ستنوداسلامي عثماني په بڼه (٥٠٠)کوچنۍ کوچنۍ پياز وته ورته ګنبدې جوړ ې کړې.
داکار لا په شمال اوختيځ کې روان وو چې سليم خان وفات شو،دهغه له وفات وروسته دهغه زوى مراد خان داحمدبيګ په نوم تکړه انجنير ته داکار وسپاره اوپه ٩٨٤کې بشپړشو،دانوې ودانۍ تر پخوانۍ هغې کوچنۍ په (٣٨٠٠٣)متره مربع ځمکه کې ودانه شوه.
دکعبې څلور خواته برنډو  کې چې اوس پوښل شوي داسپينې ګنبدې اوس هم شته دي ،ددې ګنبدوشاته ډېر لوى نور کار هم شو ى دى ،دادسعودي حکومتونوکاردى.
همدا راز دبرنډې دننه چې په کومو ستنوژېړې او مرمري  ډبرې ښکاري  دا ترکي  مهندسي ده دا ژېړې ډبرې يې  جدي ته نږې  دبئر شمسي له غرونو راوړې دي ،عثماني خلافت يا تر کانو حرم ته ډېر زيات خدمت کړى دى چې دحرم مينه وال به يې په زرينو کرښو وليکي.