کور / راپور / د ارواښاد شېر على باچاد ديارلسم تلين راپور

د ارواښاد شېر على باچاد ديارلسم تلين راپور

د  ارواښاد شېر على  باچا  ديارلسم  تلين  په  نهم  اکتوبر  2011ء  ټاون  هال مردان کښې  د پښتنونخوا  ملي عوامى پارټۍ د سېوري  لاندې  د پارټۍ  د سېنټر  ډپټي چئېرمېن  ښاغلي  عبدالرحيم مندوخېل  په  مشرۍ  کښې  وشوه . د باچاجي  د تلين د نمانځنې  په  دستوره کښې  د پښتونخوا  مېپ  ملګريو  او د پښتونخوا سټوډنڼس ارګنائزيشن  ځوانانو  په  ګڼ  تعداد کښې  شرکت  وکړۀ.
د دستورې  اغاز د تلاوت  کلام  پاک  نه  وشۀ  چې  سعادت  ئې  ښاغلي  نعيم خان اېډوکېټ  حاصل  کړۀ. د نظامت  چارې  سلمېان کامل  تر سره  کړې  د دستورې  د قدرمن صدر سره په سټېج  د صوبائي، مرکزي کمېټۍ او اېګزېکټېو  غړي  ښاغلي اکرم شاه خان، مرکزي سېکرټري  جنرل مختار خان يوسفزي، مرکزي سېکرټري  او صوبائي صدر ارباب مجېب الرحمان، صوبائي سېکرټري جنرل خېبر پښتونخوا  امير سلطان خان صافي اېډوکېټ، د مرکزي کمېټۍ غړي  اکرام خان سېکرټري ضلع صوابۍ،حميدخان ملاکنډ، خورشيد کاکاجي سوات، مير عالم شاه لالا چارسده، ډاکټرحبيب الله بنو، مراد باچا  مردان  او فلک ناز خان د لندن  يونټ  سېکرټري هم  ناست  وو.
د رسمي  اغاز نه  وړاندې  د پښتونخوا ملي ترانه  واورولې   شوه  چې  ټول  حاضرين د ترانې  په  احترام کښې  په  خپلو خپلو ځايونو  اودرېدل.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مرکزي  کمېټۍ  غړي  او د ضلع  مردان  د ارګنائزنګ کمېټۍ  مشر ښاغلى مراد باچا  د دستورې  پرانسته  وکړه  دوي  په  خپله وېنا کښې  راغليو مېلمنو ته  هر کلي  او  په  ګڼ  شمېر کښې د باچا جي  ورځې د نمانځلو  دپاره راتګ  ئې  وستايۀ  دوي  د باچا جي  د ژوند په  مختلفو اړخونو  رڼا  واچوله  او  د باچا جي ارمانونه  د سر ته  رسولو دپاره  ئې  د خپل  عزم  څرګندونه  وکړه.



 قدرمن  امير سلطان خان صافي  اېډوکېټ  هم  په  دې  موقع  وېنا  وکړه  دوي  په سياسي  او طبقاتي  تحريک  باندې  زړۀ  پورې  بحث  وکړۀ  او د باچا جي  علمي  بصيرت،سياسي پوهې، عملي مبارزه په  ټولو اړخونو ئې  په  تفصيل  سره  خبرې   وکړې  دوي  ووې  چې د مزدور کسان  د تحريک  نه  وړاندې  د خانانو  د بيګارونو  يو  مستقل شکل  اختيار کړي  وۀ  چې  نر او ښځې  ئې  يو شان  په  خپله  پنجه  کښ  راهيسار  کړي  وو د هر چا په څټ کښې  د غلامۍ  زنځير  پروت  وۀ  خو د باچا جي  او  د هغۀ  د ملګرو په  بې بدله قربانيو دغه  زنځير نه  يواځي  وشلېدۀ  بلکې  د کسانانو  د يو ښه  ژوند سبب  هم وګرځيدۀ، دوي  زياته  کړه  چې  باچا جي  د طبقاتي  جدوجهد  سره  سره  د پښتون  قام د مشکلاتو نه هم  خبر  وۀ، او د پښتون  د پرمخ  تګ  د سياسي  ازادۍ  او  اقتصادي  خپلواکۍ ارماني  وۀ  او په  دغه  لار کښې  ئې  ډېر ګټور قدمونه  پورته  کړي  دي  دوي  ووې  چې  د باچاجي  دغه  عزم  په  نه ستړې کېدونکي حوصله  د  پښتونخوا ملي  عوامي  پارټۍ  تر جوړېدو او د قامي  احدافو تر حصول  پورې  ډېر  په  مړانه  تر دې  ځايه   راورسېدل  او  مونږ ته  ئې  په  دغه  لار د تګ  دپاره  بل مشال په  لاس کښې  راکړۀ.
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن  مرکزي سېکرټري  ښاغلي  احمد جان په خپله وېنا کښې  د باچا جي  لوړ  مقام  ته  خراج  وړاندې  کړۀ  او  د هغوي  د ارمانونو  د پوره  کولو دپاره  ئې  د هغوي  په  ښودلې  لاره  باندې  د تلو عزم  وکړۀ  دوي  د PSO  په  ځوانانو باندې غږ  وکړۀ  چې خپل  صفونه  نېغ  کړي  او د پښتون  قام  په  مشکلاتو  ځان  خبر  کړي او د پښتونخوا مېپ  پېغام  دې  د قام  ته  ورسوي  دوي  ووې  چې  بايد  پښتون  د جهان  د قامونو په  قطار کښې د يو سيال  قام  په  حېثيت  اودريږي.
د باچاجي د تلين  د ورځې  په  مناسبت  ښاغلي محبوب باچا چې د پښتونخوا  ملي عوامي  پارټء د کمېټء  غړي  او د ضلع  مردان  پخواني سېکرټري  هم  دي  باچاجي  ته منظوم عقيدت  پېش  کړۀ  دوي  په  خپل  نظم  کښې  د قام  د بېدارۍ  او سيال  ژوند  د حصول  دپاه غږ  وکړۀ.
د پښتونخوا ملي عوامي  پارټۍ  صوبائي  صدر ښاغلي  مختيار خان  يوسفزي  په دې موقع  په خپله  وېنا کښې  د باچاجي  روح  ته  سلام  پېش  کړۀ  او  د هغوي  ژوند  په مختلفو اړخونه، نۀ ستړي کېدونکي علمي، عملي  او قلمي مبارزه  ئې  وستائېله  دوي  ووې چې  پښتون  نن  د خپل  تاريخ  په  يو  فېصله کن  موړ  ولاړ  دي  په  داسې  حالاتو  کښې چې پاکستان  په  جهاني  کچ خپل  باور د لاسه  ورکړي  د ي بايد  چې  پښتون  خپل  صفونه درست  کړي  د پښتونخوا ملي  عوامي  پارټۍ  موقف  نن  جهان  منلي  دي  دوي ووې  چې پاکستان او  د هغې  جاسوسي  ادارې  د ترهه ګرو سرپرستي  کوي  د ترهه ګرو  اډې  ساتي  او ترهه ګر تربيه  کوي  ولې  د منلو نه انکاري دي، د پاکستان  دغه  پاليسي  اوس  د چلېدو  نۀ ده. په دنيا کښې  يو  ملک  هم  د پاکستان  ملګرتيا  نۀ کوي  کۀ  د پاکستان  دا  خيال  وي چې  لکه  د محکوم  پښتونخوا  وطن  به  ازاد  افغانستان  خپله  مقبوضه  وګرځوي  نو  دا ئې خام  خيالي  ده  پښتون  افغان  نۀ  يواځې  په  خپلو مسائلو اګاه دي بلکې  اوس  ئې  دا قوت  پېدا کړي  دي  چې  د زور ور  په  سترګو  کښې  سترګې  واچوي  او د خپل  حق  خبره وکړي.



دوي  ووې  چې  پښتونخوا ملي عوامي پارټي د پښتانۀ  قام  نمائنده  سياسي جماعت  دي  چې  کارکنان  ملګري  ئې  متحد دي  په  خپل  سياست  پوهه  لري  او  د پارټۍ په  کار کولو کښې  ټول  يو تر  بله  اهم  رول  لوبوي  چې  دا نن  د باچا جي  تلين  نمانځل  ئې  غټ  ثبوت  دي  چې  په  ډېر ګڼ شمېر کښې  ورته  خلق  راغلي  دي  او  د خپلې   پارټۍ  سره ئې د مينې او د باچاجي  سره  ئې  د خپل  محبت  اظهار  کړي  دي.
دوي  د کراچۍ  د پښتنو  په  حقله  ووې  چې  پښتانۀ  په  کراچۍ  کښې  د خپلولو وطن  د ښارونو  نه  په  زيات  تعداد کښې  اباد  دي  خو د هندوستان  نه  مهاجر شويو خلقو  په  دوېم  نمبر طريقه  خپل  ځانونه ډېر حساب کړي دي  او پښتانۀ ئې په کم  شمېر کښې ظاهر کړي دي . دوي  ووې  چې  پښتنو  د خپلو مټو  په  زور کراچۍ  اباده  کړې  ده  او هلته  دوي په  ټولو شهري  حقونو يو شان  حق  لري  دوي  د کراچۍ  پښتنو  ته  غږ  وکړۀ  چې  هېڅ  کله دې  دوي  خپل  ځان  يواځې  نۀ  ګڼي  ځکه   چې  پښتونخوا  ملي  عوامي  پارټي  د پښتانۀ څوکيداره  پارټي  ده  د پښتانۀ  د سر او مال حفاظت  به  هم  دا  پارټي کوي.
د باچاجي  د تلين  د ورځې  په  مناسبت  په  جوړه  دې  دستوره  کښې  ښاغلي مختيار خان يوسفزي  ووې  چې  منيځنۍ  پښتونخوا  دې  زر  تر زره  د اورپکو  او  وران  کارو نه  خلاصه  کړې  شي  او پاکستان  رياست  دې  د دوي  سرپرستي  پريږدي  او د افغانستان په  حقله  دې  خپله  پاليسي  بدله  کړي.
د دستورې  مشر عزتمند عبدالرحيم  مندوخېل  په  خپله  وېنا کـښې  د باچاجي  درانۀ  روح  ته  د عقيدت  پېرزئېنې  وړاندې  کړې  د هغوي  خدماتو  ته  ئې  په  ډېرو  درنو لفظونو کښې  خراج  پېش  کړۀ  دوي  ووې  چې  افغانستان  يو تاريخي  ملک  دي  چې د خپلې  ازادۍ، استقلال او دفاغ  دپاره  ئې  هر کله  خپل  ځان  چمتو  ساتلي  دي.  خلق  دې پرې  نه  بلوسي. د پښتون افغان  اولسونو  سره  د پاکستان  رياستي  سازشونه  به  شنډيږي  او پښتانۀ  به خپله  سياسي  ازادي، سيالي او سوکالي په  لاس  ته  راوړي  دوي  د پاکستان هاغه دوو کراردادونو ذکر هم  وکړۀ  په  کوم  کښې  چې  د دهشت ګردۍ په  ضد هوډ  ښکاره کړي  شوي  دي  دوي  ياده کړه چې کۀ  په  دغه  کراردادونو  عمل  ونۀ کړي  شو نو د پاکستان د بقا ضمانت  هېڅوک  هم  نۀ  شي  ورکولې.
قدرمن عبدالرحيم  مندوخېل د باچاجي  د افغانستان  په  حقله  د پاکستان  د ابتدايي سوچ  په  حواله  پېش ګويۍ  ته  اشاره  وکړه  چې  باچاجي  له  پخوا  د موجوده  حالاتو باره کښې  خدشات  لرل  دوي  ووې  چې  باچاجي  يو  پوهه  او زيرک  دانشور  وۀ  او  د خپل دغه  سياسي  بصيرت  په  وجه  هغه  د خپل  وطن  د ائنده  اندازه  په  صحي  ډول  لګولې  وه. د باچاجي  سوچ  او  فکر  زمونږ د حدفونو  د حصول  دپاره  هاغه  مشال  دي  چې  مونږ  به ترې  نه  رڼا  اخلو.
دوي  د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ  د ملګريو  ستاينه  وکړه  چې  په  داسې  حالاتو کښې  چې  يوه  سياسي  پارټي  خپله  وړه  غوندې  جلسه  نۀ  شي  کولې  او  د پښتونخوا مېپ ملګريو د باچاجي  د تلين  په  ورځ  زوروره  اجتماع  وکړه  دوي  ملګريو  له  باور  ورکړۀ  چې پښتونخوا ملي عوامې  پارټي  به  تل  د خپلو  مشرانو  ارواح  ته  سلام  پېش  کوي  او  عقيدت  به  ورته  لري  چې  مونږ ته  ئې  د ازاد  وطن  د حصول  لار  ښودلې  ده.
     د دستورې  د سر ته  رسېدو  نه  پس  د پارټۍ  مشرانو  او  ملګريو  د ارواښاد  شېر علي  باچا په  مزار حاضري  ورکړه او د باچا جي  په  مزار ئې  د پارټۍ  بېرغ  ورپوۀ  دا  وخت قدرمن  عبدالرحيم مندوخېل  ملګريو ته مختصر  وېنا  وکړه  او  په  اخر  کښې  ئې  د باچا جي  د بخښنې  دپاره دعا  وکړه  او فاتحه  ئې  ولوسته