په افغانستان كې په بيلو بيلو موضوعاتو او شخصياتو د سيمينارونو جوړولو روايت او رواج شتون لري. دغه سيمينارونه د خوند رنګ او رنكارنګ خوړو نه ډك وي.د شاعرانو او ليكوالانو دپاره چې عمومي توګه د ټو لنې محرومې برخې سره تړاؤ لري، خو د آسماني رحمت نه كم نه وي. هغوى پكې ښې ښې ډوډۍ ګانې وخوري، د مودو مودو دوستان يو بل وويني، ګپونه پكې وولي او د مقاماتو د نظره ځانونه هم د مروجه سياست سره سم عيار كړي. د لرې لرې ځايونو نه راغلي ميلمانه خو بيا په ښو ښو هوټلونو او ميلمستونونو كې ديره كړل شي او بيا چې د سيمينار عادي كاروبار ختم شي نو هغوى د واكمنو سره د ليدنو نه هم مستفيد شي، دهغوى دروغ رښتيا واوري او خپل دروغ رښتيا او خوشامندې ورته وكړي.
دغه خو د افغاني سيمينارونو ښه او په زړه پورې اړخ دى. ولې ددې سيمينارونو يو بل اړخ ته چې پام وكړې نو د اكا ډمېكې افتضاح نه كم نه وي.چونكه دغه سيمينارونه اكثر د حكومتونو له خوا دايريږي او هر حكومت خپل سياست او كيسه لري نو داسې عالمان ورته نه غواړي چۍ سركاري رښتيا نه وايي او اكا ډمېك تحليل كوي.ددې كېسې دپاره داسې سدا بهار ليكوالان هم وي چې هغوى د هر حكومت سياست سره سم بلكه د اعلې حضرت محمد ظاهر شاه نه واخلې د سردار محمد داؤد خان د جمهوريت پورې، د تره كې_امين د واكمنۍ نه واخلې د كارمل_نجيب پورې، د مجددي_رباني نه واخلې تر طالبانو پورې او اوس حتې د كرزي صاحب دكوكراسۍ پورې هم په دغه او دغه شان نوروموضوعاتو باندې په سيمينارونو كې مقالې ويلي وي او د هر موسم مرغۍ پاتې دي. دغه سيمينارونه كله نا كله په نا څيزه موضوعاتو باندې ورځې ورځې دوام هم كوي يعنې چې نورو هيوادونو كې په يو څو ساعتو كې دغه رنګ غونډې پاى ته رسي، په افغانستان كې ترينه د غويي كولمه جوړه وي.
دټولو نه بده خبره داده چې بيا ددغسې سيمينارونو دغسې سركاري سيميناري مقالات د دولت په پيسو د كتاب په شكل كې چاپيږي او تاريخ ته سپارل كيږي. افغانان هسې هم په رښتيا ويلو، كولو او ليكلو كې خاص شهرت نه لري نو آينده كهول ته دغه كتابونه پاتې كيږي او هغوۍ يې د خپلو څيړنو او ريسرچ د ريفرنس دپاره په كار راولي نو خبره نوره هم بدې خواته لاړه شي. دغه وجه ده چې خارجي ليكوالان دغه رنګ ليكنو ته توجه نه كوي او فقط په داخل كې من ترا حاجي بګويم تو مرا ملا تر حده پاتې شي او د ځوان نسل نه د تعقل او صحيح فكر كولو صلا حيت د صلبولو باعث وګرځي.
دعصر نوې غو ښتنې ايجابوي چې افغاني ليكوالان ددغه دايرې نه بهر راووځي او په زړه شخوند ونه وهي بلكه دغه شان ټولو پخوانيو ليكنو ته د نوې عصر د ايجاباتو سره سم نوې كتنه وكړي او د من ترا حاجي بګو يم تو مرا ملا د ګردان نه را بهر شي. په دې لړ كې ځينې خارجي موسسې هم كوشش كي چې په افغانانو كې د د عصري تحقيق او څيړنې بنياد كيږدي. دغه هځې د قدر وړ دي.