کور / هراړخیز / په لندن کي د ادبي بهير يوه بې بېلګي ادبي غونډه

په لندن کي د ادبي بهير يوه بې بېلګي ادبي غونډه

د اکتوبر په پنځه ویشتمه نیټه له لندن څخه تقریبا پنځه دیرش مایله لری د ( بګ شات ) په کلی کی یوه بی ساری ادبی غونډه جوړه شوه.


په دغه کلی کی تقریبا ( ۵۰۰۰ تنه ) انګریزان ژوند کوی چی یواځی یوه کورنی په کی افغانه ده ، ددغی کورنی مشر افغان لیکوال عبیدالله محک دی ، د لندن د ادیبانو له نظره دغه غورځیدلی ژوندی فرهنګی ـ د یوی فرهنګی ماښامنی ناستی په ترڅ کی د هغه کلی له افغانستان سره د اشنا انګریزانو لخوا ونمانځل شو.


ښاغلی عبیدالله محک په دغه کلی کی د لیکوال په توګه پیژندل شوی افغان دی ، په دغه ماښام د کلی په ښکلی کوچنی تالار کی تقریبا ۵۰ تنه انګریزان په شپږنیمو بجو دښاغلی محک د وروستی ناوول اوریدو لپاره چی په انکلیسی ژبه لیکل شوی دی راغونډ شوی وو.


د ښاغلی محک د دغه ناول روح – یوه ژورنالیسته انګریزه سمیت ، مهاجر افغان معصوم ، صوفی او یو جنګی قوماندان قهار دی چی په سمبولیکه توګه هر نوم د دغه ناول کیسه له ځانه سره زغلوی .


انګریزه سمیت په اتیایمو کلونو کی د پیښور له لاری د مهاجر افغان معصوم په مرسته افغانستان ته ننوځی او په افغانستان کی په یوه کلی کی د یوه صوفی مشربه ـ افغان په کور ور اوړی.


میرمن سمیت ددغه صوفی ډوله ـ افغان په مرسته غواړی چی له دغی سیمی څخه چی یوه دنګه کلا پکی ولاړه ده ، د افغان جنګیالو دجنګ په باب یو فلم جوړ کړی خو له بده مرغه تر ډیرو ناورینونو وروسته له ویری بیرته له افغانستان څخه پیښور ته تښتی او په دی توګه له پیښور څخه د خپل وطن انګلستان په لور خوځیږی .


ښاغلی محک په خپل ناوول تر ځغلنده نظر وروسته د دغی ماښامنی ناستی د ګډونکونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل چی وروسته بیا محک خپله د لنډو کیسو نمونه هم ولوستله چه له بیساری هرکلی سره مخامخ شوو.


دغه غونډه د شپی په نهو بجو پای ته ورسیده ، چی وروسته بیا ښاغلی محک د هر ګډون کونکی له شخصی تاوده روغبړ او هرکلی سره مخامخ شو، اوپدی توګه زه هم په دغه غونډه کی د یواځنی افغان ګډونکوکی په توګه ورنږدی شوم ورته وومی ویل:


ډیر ښه ، خو راته ووایه چی ولی دی د لندن د ادبی بهیر فرهنګیان نه وو رابللی؟


وی خندل، او وی وویل چی:


رابللی می وو ـ خو راغلی نه دي ، ښایي کار به یې درلود،


ورته وو مي ویل :


اوکې ! کار به یی درلود … سر مي بې ارادې دخپل ګریوان په لور ور ټیټ شو… ژبه مي ګنګۍ شوه او له ځانه سره می وویل : ادب ، فرهنګ او فرهنګیان څومره لویه دعوی !!!