افغان ولسمشر حامد کرزی نن له غرمې مخکي د یوه جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ د استانبول د سیمه ییزو همکاریو په کنفرانس کي د ګډون په موخه ترکیې ته روان سو. دجمهور رئېس دويندوى دمطبوعاتي دفتررسنيو ته خبرورکړى د هېواد جمهور رئېس به د افغانستان په اړه د استانبول په کنفرانس کي چي د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په مقصد جوړسوی دئ، د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب وینا وکړي. نوموړى به همدا ډول د سېشنبې په ورځ د افغانستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ په شپږمه درې اړخیزه غونډه کي چي د سیمه ییزو سیاسي، امنیتي او انکشافي همکاریو د پراختیا په باب به خبري اتري پکښي وسي، له جمهور رئیس حامدکرزي سره ترکیې ته په دغه سفر کي د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، دملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ، دکورنیو چارو وزیر لوى پاسوال بسم الله محمدي، د کانونو وزیر وحیدالله شهراني، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین جاوید لودین، لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم او د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضی ملګرتیا کوي