کرمه ايجنسى : په کرمه ايجنسۍ کې دمخالفو قبائيلو ترمينځ په شوى تړون عمل پيل شو په دې لړ کې دټل او باړه چينار په ګډون ټولې لارې پرانستل شوې اته مياشتى کيدى چې دغه لارې تړل شوى وي او اوس پرې خلکو خوښي څرګنده کړه تيره ورځ په سيمه کې دلويې جرګې له خوا يو تړون وشو چې له مخې يې ګڼو مشرانو يوې غونډې ته وينا وکړه او په دې کې دپوليټيکل چارواکو مشرانو هم دامنيت دټينګښت مسئوليت ومانه او څرګنده يې کړه چې په هغه چا به ژوره څارنه کوي چې څوک امنيت له خنډونو سره مخامخوي او شخصي تربکنيو ته به مذهبى رنک نه ورکول کيږى او ټولې ستونزې به په خبرو حل کوى