لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ)
دجرمني هیواد، نېټه : ٢٨/٣/٢٠٠٨
داسې اټکل کيږي چې په دې وروستيووختونوکې دهیواودپه کچه دیوډول ځانګړې وینې سرطان ناروغۍ ملټيپل میولوما ( Multiple myeloma ) پېښې ډېرې شوي اودخلکوانديښنې يې ډېرې کړې دي . په دې تړاو دهیوادوالوڅخه هیله کوم چې که دهغوی په کورنۍ اویاخپلوانوکې دنوموړې ناروغۍ نښې پېژندل شوې وي نوديوه ډاډمن اېپيدېمولوژي احصائيې دترلاسه کولو اوددې ناوړه ناروغۍ د مخنيوي اولاملونودسپړلو په موخه په لاندي بريښنا لیک پته خبرراکړئ .
N.Sultansei@gmx.de
برسېره پردې به هڅه وشي چې د افغان ډاکترانوټولنې په دویمه کانګره کې چې دسلواک دجمهوريت په پلازمینه ،براتسلاوا ښار ، د ۲۰۰۸ کال دجون میاشتې شلمه نيټه کې غونډه کوي ، دنوموړې ناروغۍ په اړوند څېړنيزمالومات،لکه دچاپیریال اغېزې ، دګاونډيوهیوادونوهستوي ازموينې اونور لاملونه تر بحث لاندې ونیول شي .
په درنښت