ولسمشر ته څو وړانديزونه :
ولسمشر ته د ګران هېواد په مرکز او ولاياتو کې د شته ننګونو، چلنجونو او مشکلاتو په غیر منظم ډول انتقال هغه لویه ستونزه ده، چې لاتراوسه یې د ولسمشر پام ځانته نه دی اړولی، غواړم د افغان ولسمشر ته هغه ستونزې او مشکلات چې په ولاياتو کې ورسره زموږ هېوادوال لاس او ګريوان دي وغږېږم، د کومو ستونزو او ننګونو چې زه يې له ولسمشرصیب سره شریکول غواړم هغه نه یوازې، دا چې په ولایاتو ورسره خلک لاس او ګريوان دي، بلکه همداء ستونزې په مرکز کې هم شتون لري، په مرکز کې لوړپوړي او باصلاحیته چارواکو له څه مودې کوښښونه روان کړې دي، چې په مهمو او کليدي پوستونو کې د خپل مفکُري نږدې خپلوان، د ګوند غړي او یا دوستان ځای پر ځای او په را راون ولسمشريزو ټاکنو کې چې کله همداء چارواکي ځانونه نوماند کړي ګټه ورځيني واخلي، دغه حالت هغه وخت زور واخيست له کله چې تاسو د بيا نه کانديدو اعلام وکړ، محترم ولسمشر!! ستاسو بې وخته اعلام ګټه ځکه نه کوله، چې د افغانستان اساسي قانون هم تاسو ته د درېيم ځل لپاره د کانديدو حق نه درکوي، تاسو بايد پاتې دوه نيم کاله دوره کې د اقتصاد د پياوړتيا، د نظامي ارګانونو د اکمال او تجهيز، د مهمو او عام المنفعه پروژو پلي کولو لپاره مو يو منظم او تدابيري پلان جوړ او پلي کړی وای، خو ستاسو لخواء د بیا نه کانديدو اعلام په هېواد کې د امنيت، بيارغاونې، يووالي او پرمختګ لپاره ښه زیری نه وه، ستاسو په اوسنۍ کابینه کې داسې اشخاص شته، چې له یوې خواء تاسو ته ځانونه ډېر نږدې ښايي او له بلې لورې يې سر له اوسه کوښښ شروع کړی، چې په راروان ولسمشريزو ټاکنو کې ځان نوماند او د ولسمشرۍ څوکۍ ونيسي، د دوی یوازينی هدف د یادې څوکۍ اشغالول دي، نه د کونډو، يتيمانو او مظلوم ولس خدمت؛ سره له دې، چې دوی اوس هم ډېر باصلاحیته دي، مګر په همدې حالاتو کې دوی غواړي، چې تاسو ته ناموثق معلومات درورسوي، تاسو مشوش، مصروف او په ټکر کې واچوي.
ولسمشرصاحب!! تاسو په تېرو لس کلونو کې د ښه فکر، حکمت، او صبر څخه کار واخېست، جلاء جلاء جوړې شوې پاچاهانې مو ړڼګې، بې قانونه سلاح مو ټوله او قوي پیسه مو هم افغانانو او نړيوالو ته وروپيژندله او د تر ډېره ستونزې حل شوې مګر تراوسه چې کومې ستونزې پاتې دي هغه یوازې د امنيت په برخه کې ده، تاسو ته په مرکز، ولاياتو او ولسواليو کې شته ستونزې په لاندې ټکو کې وړاندې کوم، هیله ده، چې عملي او جدي قدمونه پرې واخلئ.
(۱): که څه هم په ولاياتو کې ټول نظامي ارګانونه ځانونه په جنګ کې ښکيل بولي، موږ يې هم د قربانيو شاهديو چې د دښمن پرخلاف يې پرخپلو سرونو هم بسنه نده کړې، ولې پدې ارګانونو کې داسې اشخاص هم شته چې بې ګناه هېوادوال مو تنګوي، په کورنو يې چاپې وهي، زر او پیسې يې وړي او يا خارجيانو ته غلط معلومات ورکوي، او بيا يې د هغو ئ پلاس يې هم تنګوي، داسې اعمال ترسره کول دوه غټ علتونه لري، اول یا خو د پيسو په مقابل کې يې ترسره کوي او یا غواړي چې د همدغو کورنيو څخه پخوانی غچ چې ورسره يې لرې واخلي، ډېر بې ګناه هېوادوال په میاشتو میاشتو او کلونو کلونو د بنديخانو توروتمبو شاته تېروي، ډېر بې ګناه هېوادوال يې د دښمن په نوم د بهرنيوځواکونو پلاس وژلي او يا په کلونو کلونو په توقیف خانو کې ساتلي، چې لامل يې د همدې ادارو ځيني مسوولين دي، همدوی د تلويزنونو او مطبوعاتو له لارې د ښې همغږۍ خبرې کوي، ولې همغږي او د امنيتي ادارو ترمنځ دهمکارۍ څرک نه لېدل کېږي، د دوی په داسې کړنو ولس له دولته فاصله پيداکوي او د مخالفينو ليکو ته درومي، خو که هر کله مرکز دولت ورڅخه د کړنو راپور غوښتنه وکړي، دوی بيا داسې ليکلی راپور وکوي، داسې لاسته راوړنې پکې ذکر کړي، چې مرکزي دولت هم خوشحاله وساتي، ځان ورته قهرمان او لاس بری وښايی، او له بلې په ټولو هغه منفي برخو چې دوی يې لري پردې اچوي.
(۲): په مرکز او ولایاتو کې قاضيانو او څارنوالانو هغه څه شروع کړي، چې خلک يې دښمنۍ او ډله ييزو جنګونو ته چمتو کړي، هر کله چې کوم بې ګناه شخص د څارنوال د قلم لاندې راشي، نو بيا يې بې له دې چې پيسې ورنکړي، د دنیا هېڅ قانون ورځينې نه شي، خلاصولای خو که يې پیسې ورکړې بیا يې د نړۍ هېڅ قانون نه شي ورته ملامته کولای، د همدې ادارې لخواء ناحقه دعوې مخته وړول، حق حقدار ته نه سپارل، د قانون څخه سرغړول يو عام فارمول ګرځیدلی، د همدې ارګان مسوولين په مياشتو مياشتو هم خپلو دفاترو کې نه وي، په مرکز کې وختونه تېروي، په خپلو کورونو کې ناست وي او يا خپل بل تجارت مخ ته وړي، یوازې په میاشت کې يو ځل دفتر ته د دې لپاره راځي چې د سوبتيا کتاب کې امضاء او د خپل دفتر زيارت وکړي، څوک ورڅخه شکايت هم نه شي کولای، ځکه بیا ورته د دوی له لوري دوسيه جوړېږي، او په کلونو کلونو سرګردانې ورته پیداکوي، خو هر کله چې ورته د کومې قضې ښکېلا غاړه د دعوې د پاې ته نه رسولو شکايت کوي، ورته ويل کېږي چې موږ باندې څوک د نظارت او د پوښتنې کولو حق ځکه نه لري، چې موږ مستقل ارګان يو، زموږ ډیری هېوادوال چې د ياد ارګان هرې څارنوالۍ سره مخامخ شي، او يایې د قلم لاندې راشي، ترې سرټکوي، ځکه چې نه يې جرم معلوم وي، او نه د جرم د اثبات لپاره کوم ثبوت په لاس لري، خو ناحقه او بې ځايه زورول کېږي، که چيرته د همدې ارګان په کړنو ځغلنده نظر واچول شي، او پاک نفسه پلاوی ورته تعین شي، چې د یاد ارګان ټول کارونه ارزيابي کړي نو ثابته به شي، چې د هېواد په ناامنۍ، په دولت د عامو وګړو بې باوري او د ولس او دولت ترمنځ فاصلې په رامنځته کولو کې یاد ارګان پوره ونډه اخيستې.
(۳): ليرې پرتې ولسوالۍ په نظامي پوستو بدلې شوي، او يوازې د خاورو ډکې هېسکوګانې ورځنې تاوې شوي، د ولسوالۍ په داخل کې د ولسوال نشتون، د امنيتي ارګانونو لخواء د ولسوالۍ د کارکوونکو سره په امنيتي برخه کې نه همکاري او د ولسوالۍ د کارکونکو لخواء په وخت د کار نه اجراء هغه ستونزې دې چې عام وکړي ولسوالۍ ته مراجعه ډېره کمه کوي، چې په نه شتون حساب دي، دا ستونزې داسې څرګندې دي لکه الظهرمن الشمس.
مګر تاسو ته معلومات په دقیق ډول نه رسېږي، هغه څوک چې تاسو ته غلط معلومات درکوي د هغوی هدف یوازې د هغه پورې اړوند کوم کس مقررېدل وي، چې له تاسو څخه یې د مقررﺉ امر اخلي، تاسو ته معلومات باید په زنځيري ډول درورسېږي، ولسوالۍ معلومات له ولایت او ولایت یې بيا له تاسو سره شریک کړي، او هغه چاته ستاسو په امر بايد سخته سزا ورکړل شي، چې هم تاسو ته، هم امنیتي ارګانونو ته، هم وزارتونو ته او هم خارجيانو ته غلط معلومات ورکوي.
(۴): د ۳۴ ولایاتو ۳۴ واړه څارنوالانو ته بايد ټول ضروري امکانات ورکړل شي، د يو ولایت اوسېدونکی بايد بل ولایت ته د دندې د اجراء په خاطر ولاړ شي، هر کال ټول قاضیانو د دندې ځایونه بدل شي، او داسې يو میکانیزم او تګلاره ورته جوړه شي، چې یو څارنوال د بل او یو قاضي د بل قاضي د کارونو ملاتړ وکړي، په منځ کې همغږي پيدا شي او وهڅول شي، چې نور نو باید دې جنګځپلي هېواد ته د زړه له کومې کار وکړو چې د روانو بدبختیو او مشکلاتو ته د پای ټکی کېښودلای شو، هېواد جوړول یوازې په خبرو، مصاحبو، مطبوعاتي کنفرانسونو او مقالو لیکلو نه کېږي، هېواد جوړول عملي کار او جدي قدم اخېستل غواړي، او دا ټول هغه وخت کېږي، چې هم ټول نظامي چارواکي، قاضيان او څارنوالان په همغږۍ خپل کارونه مخ ته بوځي، د عام المنفعه پروژو ساتنه او پالنه خپله فريضه وګرځوي، حق حقدار ته وسپاري، د ظلم مخنيوی او د مظلوم لاس نیوی وکړي، او په ټوله کې د افغانستان ټول اوسېدونکي خپل مسووليتونه وپيژني.
(۵): ښاغلی ولسمشر!! همداء اوس ستاسو د کابينې ځينې غړي چې تاسو یې هم پيژنۍ د راروان ولسمشريزو ټاکنو لپاره چمتولای نيسي، او د دولت لخواء ورکړل شويو امکاناتو، موټرونو، ساتونکو او ځایونو څخه ګټه اخلي، چې دا د افغان ولس سره لویه جفاء ده، ځان نوماندول د هر هغه چا حق دی، چې په ځان کې د هغه استعداد او تر شاه ولاړ خلک ولري، خو بايد د دولت لخواء د ورکړل شویو امکاناتو څخه بايد ګټه پورته نه کړي، مګر موږ اوس د دې شاهد یو چې داسې اشخاص موجود دي، چې د ځان په نفعه د بیت المال استعمالوي، دوه نیم کاله ولسمشریزو ټاکنو ته پاتې دي، هر هغه څوک چې ځان نوماندول غواړي، ستاسو لخواء باید ورته هدایت وشي، او یو متحدالمال فرمان ټولو دولتي ادارو ته ورکړل شي، چې هر څوک که غواړي په واقعي ډول افغان ولس ته د خدمت مصدر وګرځي، نو پاتې دوه نیم کاله دې په پوره امانتدارﺉ، اخلاص، مينې او محبت سره خپلې دندې پر مخ بوزي، د نوماندۍ پر وخت دې په رسمي ډول د خپل دندې استعفاء ورکړي او ټول هغه اجناس او امکانات چې د دولت لخواء دوی ته ورکړل شوي تسلیم کړي، چې په دې وخت کې به نه د افغان دولت سره او هم د افغان ځورېدلي اولس سره جفاء وکړي، د دې ترڅنګ هغه نظامي چارواکي چې د خپلو موټرونو او سلاح څخه ناوړه ګټه اخلي، بې له دې چې څوک او د کومې چوکۍ خاوند دی په هماغه ځای کې سخته سزا وګوري او مجازات شي، ځکه د ډېرو لوړپوړچارواکو او د هغه د اشخاصو لخواء په مظلوم ولس ډېر ظلم کېږي، چې په داسې اعمالو سرته رسولو به له یوې خواء د ولس او دولت تر منځ واټن کم شي او له بلې خواء به دولت وتوانېږي، چې د چارواکو لخواء د بې ځایه زورولو مخه ونیسي، د دې ترڅنګ دې ولایاتو ته رسمي مکتوب ورکړل شي، چې د محبسینو او زندانیانو دوسیې وکتل شي، بې ګناه دې آزاد، او د پخواء خوشي شویو بندیانو دوسیې دې له سره وڅیړل شي او هغه څوک چې د سزاء حقدار وي سزاء دې ورکړل شي.
(۶): د هغه ولایاتو د رهبرﺉ سره باید مستقیمه اړیکه ونیول شي کوم چې تر تهدید لاندې دي، او د هماغه ولایتو رهبري ځينو امنيتي مجلسونو ته دعوت کړل شي او د هغو له خولې واورېدل شي، چې په ولایاتو کې له کوموستونزو، ننګونو سره مخ او کوم پرمختګونه يې کړي، د دې ترڅنګ چې د کابينې ټولو غړوته یادونه وشي، چې باید د ولایاتو رهبرۍ ته چې هرکله وغواړي يا تلیفوني او یا هم د ملاقات زمینه برابره شي او له ولسمشر سره هم وکولای شي مستقیمه اړیکه ونیسي.
(۷): ولسمشرباید د ولایاتو څخه ځان خبرکړي، اکثره وخت حقایق تاسو ته په ښه شکل نه انتقاليږي، وزیرصاحبانو او معین صاحبانو ته باید هدایت ورکړل شي، چې ولایاتو ته بودیجه پر وخت انتقال کړي، د ولایاتو لخواء وزارتونو ته د ورکړل شویو وړاندیزونو عملي اجراءت وشي، هغه ولسوالۍ چې غیر فعالې دي، لومړی باید تشخیص شي، بیا فعالې شي، اکمال او تجهيز شي، د کارکولو صحیح چاپیریال ورته جوړ شي او ټولو اړونده ادارو ته جدي خبر ورکړل شي، چې تشخیض شوې ولسوالۍ فعالې شي او د اجرااتو راپور تاسو ته ولېږي، په ولایاتو کې اجرات ستاسو ملاتړ ته ضرورت لري، او په دې شکل به وکولای شې چې ټول غیرې فعاله ولسوالۍ فعاله شي، په ولایاتو کې باید د بې ځایه مداخلو او فرمایشو مخنیوی وشي، اکثره ولایاتو کې مداخلې کېږي او اکثره اجراات په مرکز کې کېږي، چې ولایات ترې خبر نه وي، د دې ترڅنګ د کابینې غړو ته جدي خبرداری ورکول چې ټول باید د ژبني، نژادي او سمتي تعصب څخه لاس واخلي، پدې حساسو شرایطو کې اوس هم ځينې خلک پدې تباه کوونکي مرض اخته دي، او هېواد مو پرځای د دې چې نېکمرغۍ، سوکالۍ، خوشحالۍ، پرمختګ او ترقۍ لور ته روان کړي، د بدبختۍ، ظلم، زیاتي، تباهۍ او بربادۍ لور ته یې وړي.
په اخیر کې زه د لیکوالانو، روڼ اندو، مبصرينو او د نظرخاوندانو څخه په درنښت هیله کوم، چې د هېواد سوکالۍ او ترقۍ په خاطر چې څومره طرحې او وړاندیزونه لرﺉ، د مطبوعاتو له لارې يې مشرانو ته ورسوﺉ، چې د پرمختللي او سوکاله افغانستان خاوندان شو.
په همدې هیله.