روان کال دوړوکي اختر پنځمه ورځ دغرمی دوه لس بجی وی زما دهیواد له پلازمینی زخمی زخمی کابل څخه مخ دلوی او سرکښه کندهار په لور په یو کرولا موټر کی راووتم، د هیواد له پلازمینی څخه په داسی حال کی راووتم چی دښارپه لویدیځ کی دکمپنی ویجاړو ودانیو او وران شویو سړکونومی یوځل بیا دوزیراکبرخان ، ښارنو اوخیرخاني میني پرنویو پرمختګونو او ابادیو باندی اوبه تیری کړي.
دغه وو دغرمی دوولس بجی وی له ښاره څخه مخک پرکندهار روان شو، زمونږ دکرومولاموټرچلونکي کریم جان نومیده، ډیرخوش اخلاقه اوخنده رویه انسان وو،
دموټردمخ په سیټ کی دپاخه عمر کس حاجی صاحب او شاخواته زه او یو بل ملګري ناست وو، کریم جان به کله کله مخ راوا ړاوه تاسو ولي نه ږغیږي دغت (دقت) ونکړی، نه کریم جانه وروره نه دغیږو ستا او دحاجی صاحب پرخبرو مو غوږ نیولی دی، تاسو ډیرښه خوندور مجلس شروع کړی دي
وروره لنډه به یی کوم دغه وو دمازیګر پنځه بجی وي دزابل ولایت دشاجوی له وسلوالی څخه تقریبا شل کیلومټره دقلات پخوا کی دشاحسن خیلو او ابراهیم خیلو کلیو ته څیرمه سړک باندی موټریو ډول ریږدیدل پیل کړو، کریما جان بریک باندی پښه کیښوده، بغل ته ناست حاجی صاحب ورته وویل کریمه جان خیرده، کریم موټر اهسته کړ دروازه یی خلاصه کړه دشاټايرته یی وکتل، حاجی ګله خیرده بس دموټر دشاټایر پنګچرشوی دي، حاجی صاحب یو ځل بیا غږ ورباندی وکړ، اسټپنی خوبه درسره وي، کریم جان هوکی حاجی صاحب سپیرټایر لرم.
خو قصه هغه وخت بی خونده شوه کله چی کریم جان اسټپنی وکتله هغه دکرولانه بلکه دویګن موټر ټایر وو کرولا باندی نه سميدي، کریم جان اوږده سا وکښله وروسته یی وویل الله د ي ددغه پنګچر والا وو کورخراب نه کړي، ولی کریمه وروره کریم هلته می ورته وویل چی دغه ټایرماته لوی ښکاري دا به زما ټایرنه وی ده راته وویل نه کریمه ستا خپل ټایر دی بیغمه اوسه
حاجی صاحب ورته وویل کریمه بچیه خیر ده کوم موټربه راشي راته به کوم ټایرترکندهاره پوری امانت راکړي، کریم جان فکر نه کوم حاجی صاحب چی ټایر دی ژر پیداشي، ځکه داخترشپی دي موټران پرسړک باندی ډیرکم مالومیږي.
دغه وخت ماپرحاجی صاحب غږ وکړ، حاجی صاحب لاندی عجیبی شني اوبه اوشنه باغونه ښکاري راځی ورشو ترڅو چی کریم جان ټایرپیداکوي مونږ به اودسونه اولمونځونه وکړو، حاجی وایی ولي نه راځي چی ورشو.
داوو چی زه حاجی صاحب او دریم ملګری لاندی باغو ته ور شوه شو، له سړک څخه یواځی دباغونه یوه برخه مالومیدله خو چی کله لاندی ورغلو ټوله سیمه په شنو باغونوباندی پوښلی وه کلی باندی شا او خوا اوبه را تاو وي له یوی خوا څخه دترنک رود وو له بله لوری بیا د چینو اوبه راوتلي له دواړو خواوو څخه دغه اوبه دکلي په پای کی بیرته سره یوځای کیدلي، کلي یوه لوړه باندی پروت وو او چارچاپیره یی شنه باغونه او اوبه بهیدلی، دکلي اودکابل کندهار سړک ترمنځ لنډه لاره یواځی دپیاده خلګو لپاره وه، موټرچیري پر اوږده لاره باندی کلی ته راتلل.
دغه وو چی مونږ اودسونه وکړو او برلمانځه باندی ودریدو حاجی صاحب ته می وویل حاجی صاحب درځه لمونځ راکړه نه ……….. وروره لمونځ به ته راکوي، زه مخ ته شوم کله چی پرلمانځه ودریدم اول رکعت چی می اداکړ پردوهم رکعت باندی می دخلګو دپښوترفهار ترغوږ شو تیزي ساوی کاږي زمونږپه لوري رانژدی کیږي، زه لمانځه کی لږ څه وارخطاهم شوه ځکه دغه داسی سیمه ده چی کله کله دحکومت اوسلوالو طالبانو ترمنځ نښتی هم رامنځ ته کیږي، خو چی کله می سلام وګرځاوه شاته دحاجی صاحب او زما دبل ملګري وڅنګ ته دری نور کسان هم پرلمنځوباندی ولاړ دی.
کله چی دغه کسان له لمانځه څخه فارغه شول یو په بل پسی یی مونږ باندی غږوکړ ستړی مه شی میلمنو، خدای موراوله خیر وو دغه ژړ ماځیګري کی له کومی خوا، بس کلیوالو وروڼو موټرمو پنچر شو ټایر راسره نه وو، حاجی صاحب ته می وویل راځی ترڅو چی موټروان ټایر پیداکوي مونږبه لاندی باغونوته ورشوه شو اودسونه لمونځونه به وکړو او ورسره به دسیمی منظره هم وکړو، کلیوال، هرکله راشي خدای مو هرکله راوله.
یو کلیوال چی نسبتا نورو کلیوالوته دپاخه عمرښکاره کیدی ورڅخه مي پوښتنه وکړه ، بابکه نوم دي څه دی، نوم می مامه نیم (محمد نعیم) دی، بابکه باغونه مو ډيرتازه ښکاری نوی مو ایښی دی که څرنګه، هوکی ځوانه باغونه مو نوی دی، خودغه جایدادونه له پیشنو څخه راته پاته دی له دی څخه مخکی هم دلته ښه باغونه وو، دتیرانقلاب په دوران کی ټول وچ شوو.
هاغه پوری غاړه غروینی دی ته دتازی غروایی ګوره دغره سرته سړکان ختلي دی ځای پرځای په غره کی کندنی شوی دي، دلته دروسانو فرقه وه، دغره په سرکی یی ټانګونه ځای پرځای کړی وو، لاندی چی کومه میدانی ښکاری دایی دالوتکو لپاره هوایی ډګر جوړکړی وو، کله چی دروسانو دغه فرقه دلته ځاي پرځای شوه ددغی سیمی خلګ مجبوره شوو ټولو سیمه پریښوده، دلته خلګو ډک ډک کورونه پريښودل یواځی بچیان یی ترلاسونو ونیول او مخ پرپاکستان یی هجرت وکړ، دلته ژوندي ژبه نه ده پاته شوی، دخلګو باغونه وچ شوو، کلیو، کوڅو باغونو او ولو کی روسانو مینونه خښ کړل، دډاکټرنجیب دحکومت له سکوت څخه وروسته بیا ددوهم ځل لپاره دلته خلګ راغلو او دماین پاکی موسسوله لوری ورته باور ورکړل شو چی دغه سیمی له ماینونوڅخه پاکی شوی دي، نو هغه وو چی خلګ بیرته خپلو کورونه راستانه شول.
مسافره وروره کوم باغونه چی ویني دغه ټول په تیرو دوولسیزو کی منځ ته راغلي زمونږ مخکینی باغونه ټول وچ شوو، تیرشوی انقلاب کی دلته څوک نشوای راتلای دغه سیمه دځنګلي حیوانانو او چغالانو مینه ګرځیدلي وه.
له خدایه څخه ډیر راضی یو دغه ده یوځل بیازمونږ ویجاړی او وراني کروندي په شنو باغونووپوښل شوی، ددغی سیمی خلګو ته الله پاک له دغو باغونو څخه څه ناڅه روزي ورکوي، نورهیواد وال چی له دغی سیمی څخه تیریږی دسیمی ابادی اوسمسورتیاورته یو رقم روحی تسکین وربخښي او دسیمی په کتوسره یی له هیوادسره نوره مینه پیداکیږی.
بابکه ته خو ډیري ښه خبری کوی، ستا خبرو خو یقینا ماته نوره حوصله راکړه خلګ خووایی دافغانستان خلګ وږي دی غمجن دی بی اسری دی، ناهیلی دی،ته خو داسي خبري کوی لکه دلته چی هرڅه وی.
های مسافره وروره چی روغ بدن وی پاچاهی ده هرڅه الله راکړی باید شکریی اداکړو ، دغه ګوره ته یی ویني له کلی څخه تکی شني اوبه راچارپیره دی، خلګ په یو قطره اوبوپسي به سلګونو متره ژوري څاګاني کاږي اوبه نشي پیداکولی مونږته خدای دځمکی پرسر پریمانه اوبه راکړی دی، نوولی به غم کوو، اندیښنه به ولی کوو، هیڅ غم او اندیښنه نشته دالله شکردی هرڅه پریمانه دی.
بابکه راته ووایه څه غواړي حکومت تراوسه څه درسره کړی دی نړیوالو څخه څه غواړي کله مو له اوسني حکومت څخه کومه غوښتنه کړی ده اوکله هم حکومت درسره کومه مرسته اوکمک کړی دی اوکه نه.
مسافره وروره ستا ترداښه ځوانی قربان شم له حکومت څخه مونږ نور هیڅ نه غواړو ددغه هیواد خلګ دیوه شي په ارمان دی چی هغه (سوله ده) وروره ددغه هیواد خلګ سوله غواړي، که دلته سوله وی هرڅه به ورسره وی اوکه سوله نه وی بیا به هیڅ نه وی.
که دلته سوله وي نو پرمختګ به وی ، روغیتابه وی،بریښنا به وی پوهنه به وی،هرڅه په سوله پوری تړلی دی، دغه شنه باغونه چی وینويی تیرو دوو لسیزو کی دنسبتا سولی له برکته منځ ته راغلي دي، له نن څخه دیرش کاله مخکی هم دلته داډول شنه باغونه وو، خو کله چی افغانستان کی جنګ او ګډوډي رامنځ ته شوه هغه شنه باغونه بیا په ویرانو او ویجاړو باندی بدل شوو.
نومسافره وروره مونږ له حکومت او نړیوالو څخه نورهیڅ نه غواړو یواځي سوله غواړو اودسولی په ارمان یو.
که ریښتیا درته ووایم دبابا خبرو راباندی ډیر تاثیر وکړ ترډیرو مي بغل کی نیولی وو اوپرتندی می ښکل کړ، دغه وخت کی کریم جان کومي لوړی ته ختلي وو، ناری یی وهلي حاجی ګله راځی ټایر پیداشو، هلی ژرشي چی شپه راروانه ده دغه وو چي له کلیوالو څخه مو رخصت واخیست اوروان شوو.
خودبابک دغو خبرو چی سوله غواړو اودسولي په ارمان یو نورهیڅ نه غواړو دی ته اړ کړم چی دیوګړی لپاره مراقبه شم او بابک خبرو باندی ژور فکروکړم
هیوادوالو دغه کلي که نه مکتب وو نه مدرسه وه نه دغه کلي ته څیرمه دناروغانو لپاره کوم کلینیک وو، دبریښنا او پاکو اوبو خبره خو لا ډیره لری ده، دغه کلی په داسي ځای کی واقع وو، چی دژمني څلورو میاشتوکی دکلی او دعمومي سړک ترمنځ لاره دموټروپرمخ بندیدله خلګو ویل چی په ژمی باندی مونږ ناروغان پرچپرکټونو باندی ترسړکه پوری راوړو رود کی اوبه ډیري وی موټر نشي تیریدلای.
نو له دومره زیاتو کړاوونه سره سره ددغي کلی خلګو ویل چی هرڅه لرو له حکومت اونړیوالو څخه هیڅ نه غواړو.
ملګرو زمادهیواد خلګو ته خدای پاک څومره صبر اوقناعت ورکړی دي، څومره صابره اوقانع قوم دي خاوره کی پروت دی، کله به مونه وی اوریدلي چی دخورکی توکو دبیو دلوړوالي په خلاف ددغه هیواد خلګو دپارلمان ومخته مظاهره کړی ده، دابه مو هم نه وی اوریدلي چی ددی هیواد خلګ له حکومت څخه کارغواړي او دبی کاری له کبله نن افغانانو دکابل کندهار، کندهار هرات یاکابل جلال اباد لویه لاره بنده کړی وه.
له بلي خوا به مو دغه خبر خاماخوا ترغوږ شوی وي چی تیره ورځ دپاکستان په پلازمینه اسلام اباد کی یو کس دپارلمان ومخته دلوږي او مسکنت له کبله ځان باندی تیل واچول خودکشي یی وکړه، او همدرانګه تیره ورځ به مو هغه خبرهم اوریدلي وی چی دپاکستان دلاهور په ښارکی خلګو له دی کبله په لاریونونو لاس پوری کړی وو چی حکومت یی دمعاشاتو ورکول ځنډولي وو، چی وروسته یو کس دګرمی اوګڼی ګوڼي له امله سړک باندی سا ورکړه، همدارنګه دنن ورځي خبردی چی پاکستاني انګریزي ورځپاڼي (ډان نیوز) دملګرو ملتونو دنړیوالی بشر پا لونکي ټولنی لخوا خپورکړی دی، خبر کی راغلی دي په پاکستان کی په تیرو لسو میاشتو کی ۱۶۰۰ کسانو دغربت اومسکنت له امله ځان وژنه کړی ده او له ۸۰۰ سوه څخه زیاتو کسانو دځان وژني کوښښ کړي دي، حال دا چی په پاکستان کی دبی روزګاری اومسکنت کچه دافغانستان په پرتله ډیره کښته ده.
څو ورځی مخکی کی به مو دیونان په اړه هم خبرونه ترغوږو شوی وي چي دبی روزګاری اودبیو دلوړ والی په خلاف راوتلو خلګو پوره پوره مارکیټونه داورلمبه کړل بنکونه یی وسوځل اوهمدا رنګه په سلګونوموټروته یی اورورته کړ.
دچیلي هیواد دخلګو دلاریونونو او مظاهرو خبرونه به هم اوریدلی وي، دغه خلګ له دی کبله لارو او کوڅو ته راوتلي، او چی په مخه ورځی دهغو خرابولو ته یی ملاتړلی ده
دغه خلګ له حکومت څخه مفتي لوړي زدکړي غواړي که څه هم دچلی حکومت دخپل هیواد ۵۰٪ کسانو ته مفتي لوړي زدکړي ورکوی خو اوس یی اولس په مظاهرو لاس پوري کړی دی وایی حکومت باید دلوړو زدکړو په ډګر کی له خلګو سره نوره مرسته هم وکړي، ددوو ورځومخکی خبرونه دی چی دچیلي هیوادوګړو ددغه هیواد پلازمینه سانټیاګو ښارکی دپارلمان وداني محاصره کړی ده داولسمشر دماڼی په لور ور روان دی، په ښارکی چلیدونکو بی شماره ملی بسونه ته یی اور اچولی چی تراوسه پوري دلاریونکونکو اوپولیسوترمنځ اخ اوډب روان دی، خو زما دهیواد درون او غښتلی اولس بیا حکومت ته وایی یواځي سوله راکړه نور هرڅه مونږ خپله کوو،
خوددي برعکس که کله بیا څوک زما دهیواد دوګړو دین مذهب، خپلواکی ازادی ننګ اوغیرت ته په چپ نظروګوری بیا دغه خلګ له هرڅه نه تیردی، بیا دغه وګړی لاری هم بنده وي پارلمان باندی هم برید کوی، ویني هم ورکوی خو وینی هم تویوی، تیرکال چی کله په ډنمارک کی دکوم بدبخت کس له لوري څخه زمونږ دخوږ پیغمبر حضر ت محمد صلی الله علیه وسلم سپکوایی شوی وو، دنړی په کچه مسلمانو مظاهري او احتجاجونه وکړو، خلګ ښارونه ته راووتل دتلویزنونو او ورځپاڼو پرمخ باندی په نړی کي دمسلمانانو دقهراوغضب خبرونه راښکاره شول، خوافغانانو بیا دغه قهراو غم یواځی دتلویزیونو او دیوالونو ترلکلو پوری محدود نه کړ بلکه ترهغه دمه پوری یی خپل قهراو غضب ته دوام ورکړ ترڅوچی په لسګونو زدکونکو اوعاموافغانانو دی لاره کي ځانونه قربان کړل، دنیا ته یی یو وار بیا داثابته کړه چی دغه وګړي له خپل دین مذهب ننګ اوناموس سره څومرمینه لري.
زما دهیواد روان کړکیچ کی راښکیلو مشرانو رهبرانو قومندانو، الله درته څومره ښکلی اولس درکړی، ددی خاوری حکمرانان دی لږ څه فکروکړي، چی دځمکی پرمخ به بل دارنګه صابره قانع ملت چیری وی، زه خووایم چی نشته دایواځنی خاوره ده چي لوی خداي په دغه ملت سره نازولي ده.
ای ددی ملت دسولی او جنګ ټیکدرانو بس کړی جنګ مو بس کړی دغه اولس ستاسو څخه سوله غواړي، دغه اولس دلته ورور ولی او اخوت ته تږي دی، دغه ملت تاسو ته هرڅه درکړی خوستاسو څخه هیڅ نه غواړي، ددغه اولس بچیان خوستاسو په امرترټانکونو لاندی شوی دی، اورته لویدلي زندانانوکي ترمرګه پاته شوی دي خو تاسو ورته بیا هم په ټیټ نظرکتلی دي.
بس ددغه ملت د ارا دو قدر وکړي ترڅو ستاسو قدروشي ددغی خاوري وګړو ته په لوړه سترګه وګوري ترڅو نوره نړی کي تاسوته په لوړه نظروکتل شي، که داملت مولوړ کړ نوتاسو به لوړیاست اوکه مو دغه اولس ته په ټیټ نظر وکتل نو تاسو به هم ټیټ یاست.
دغه قوم ستاسو څخه هیڅ نه غواړي یواځي او یواځي سوله غواړی بس ده سوله ورکړي، سوله کی خیرده ددی ملت هر بچی نن دسولی ناری وهي زما دهیواد غرونه اودښتی دسولی په ارمان دی ددی هیواد زاړه دمرګ په وخت کی بچیانو ته دسولي وصیت کوي او واړه یی بیا سولی ته ژاړي، ددغي خاوري له هیدرو څخه نن دسولی اوازونه راپورته کیږي احمد شاه بابا ،میرویس نیکه او غازي امان الله خان نور دسولی ناری وهی اوهیواد کی سوله غواړي او دسولي په ارمان دی.
په افغانستان کی دسراسري سولي په ارمان