پېښور (اى پی پی خبري اژانس د خبر له مخې د پېښور په جي ټي روډ د فردوس سنيما سره نزدې په اشرف پلازه كښې تېره شپه د لګېدلي اور له امله د جامو 20 دوكانونه سوځېدلي او د مرستې كارونو په مهال 20 تنه سوځېدو سره ژوبل شوي۔ د رېسكيو 1122 پېښور وياند “اى پي پي” ته ووئيل چې د تجارانو د لاكهونو روپو جامې سوځېدلو سره تباه شوېدي۔وياند ووئيل چې رېسكيو 1122 د 7 ساعته هڅو څخه وروستو په اور قابو موندلې۔ده ووئيل چې اور هغه مهال ولګېدو كله چې په پلازه كښې د وېلډنګ كار روان وو۔د دې څخه وړاندې ځپليو دوكاندارانو “اى پي پي” ته ووئيل چې د تجارانو د لاكونو روپو زيان شوې٬بايد حكومت د ځپليو تجارانو مالي مرسته وكړي چې دغسې ځپلي يو ځل بيا په خپلو پښو د ودرېدو جوګه شي۔