کور / تازه خبرونه / ترکيه : تر زلزلې څلور ورځي وروسته یو ماشوم وموندل سو

ترکيه : تر زلزلې څلور ورځي وروسته یو ماشوم وموندل سو

د ترکیې په ختيځ کي د تیري یکشنبې د رامنځته سوي زلزلې له کبله ۵۵۰ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ او په سلګونو نور تر ورانو سوو تعمیرونو لاندي دي .


د اسوشيېټيډ پریس د یوه تازه راپور له مخي ژغورونکو نن د جمعې په سهار په “ایریکس” نومي ښار کي يو ۱۳-کلن ماشوم ژوندی موندلئ، چي تر یوه وران سوي تعمیر لاندي سوئ و . دغه ماشوم تر زلزلې ۱۰۸ ساعته (= څلور نیمي ورځي) وروسته ژوندی وموندل سو او ژر تر ژره په روغتون کي بستر کړل سو .
د یادوني وړ ده چي په ذکر سوي ښار کي تېره ورځ یو ۱۹ کلن محصیل هم وموندل سو .


ترکيه : تر زلزلې څلور ورځي وروسته یو ماشوم وموندل سو


ترکيې د زلزلې په لومړیو شېبو کي بهرنی مرستي نه منلې، خو اوس یې د زلزله ځپلو وګړو لپاره د خېمو او غذايي موادو د کمښت له کبله بهرنیو مرستو ته هرکلی ویلئ .