په نني عصر کې چې مسلمانان له کوم ذلت او رسوایۍ سره مخ شوي دي؛ یوازینی علت یې د دین پرېښودل دي. موږ خپل دین پرېښی دی. د الله تعالی او محمد صلی الله علیه وسلم تعلیمات مو هېر کړي دي. په ظاهره وایو موږ مسلمانان یو الحمدلله اسلامي شریعت منو، خو عملونه مو د دې برعکس دي، که په ټولنیز نظر ورته وګورو او که په فردي.
نن موږ د کافرانو له لاسه د خپلو اعمالو له امله ذلیل او رسوا کېږو. موږ دومره ظالم او ناشکره یو، چې له خپل پروردګار او د هغه له احکامو نه مو مخ فاني دنیا ته اړولی، او د دې فاني دنیا په نفسیاتي خوند کې دومره ډوب شوي یو چې نه یوازې د خپل کریم او رحیم ذات نافرماني کوو؛ بلکې د هغه د بنده ګانو حقوق هم تر پښو لاندې کوو. او د یوې ښې کارنامې په سترګه ورته ګورو.
د خدای لپاره! غور وکړئ! نن موږ کوم حالت ته رسېدلي یو. خپل رب مو هېر کړی دی.
موږ باید له ځان څخه و پوښتو چې څومره وفا مو له هغه ذات سره کړې ده، چې موږ ته خوراک، څښاک، ارام او نور بې شمېره نعمتونه راکړي دي. اوس هم وخت شته چې په رېښتوني زړه او نیت سره توبه وکړو، او په راتلونکي کې خپل ځان د هغه ذات تابع وګرځوو، او له ګناهونو نه ځان وساتو. الله (ج) داسی رحیم او کریم ذات دې چې فرمایی: (( ای زما بنده ګانو! چا چې په خپلو ځانونو زیاتی کړی دی، د خپل رب د رحمت څخه مه نا امیده کېږئ. الله خو ټول ګناهونه بښي، هغه د بښنې او مهربانۍ والا دې)). (زمر:۵۳)
وګورئ! په څومره محبت الله تعالی د خپلو نافرمانه بنده ګانو سره مخاطب کېږي. که موږ چېرته یو داسې کریم او رحیم رب هېر کړو؛ ایا له موږ به زیات کوم نېکي هېروونکی وي؟!!! الله جل جلاله فرمایي: ((ایا اوس هم د مؤمنانو سره وخت نشته چې خپل زړونه زما په يادولو نرم کړي (الحديد ۱۶)
نن چې موږ په کومو تکلیفونو کې را ګیر شوي یو، د هغې څخه د وتلو یوازینۍ لار خپل رب ته توبه کول دي، او بس.
الله تعالی فرمایی: ای مومنانو! الله تعالی ته په پاک زړه توبه وکړئ امېد دی، چې هغه د ستاسو ګناهونه معاف کړي او تاسو ته جنت در په نصیب کړي (التحریم ۱۶)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: زه روزانه اویا ځلې د الله تعالی څخه استغفار غواړم. اوس باید موږ د خپل ځان حالت ته وګورو، او اندازه ولګوو چې موږ ته د توبې او استغفار څومره اړتیا ده. حال دا چې د دواړو جهانونو سردار محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم، چې څوک ترې نېک او د تقویٰ لرونکی کېدای نشي فرمایي: ((د توبې په نه کولو سره په عامه توګه، نفس، کوم چې د شیطان استازی دی، دوه قسمه دی؛ یو خو دا چې انسان وایي چې لا خو ډېر عمر پاتې دی اوس خو ځوان یې، لا د مستۍ او خندا ورځې دي، همدا وخت دې چې له هر څه څخه خوند واخلې، ښې مزې وکړه او بیا به توبه وکړې)).
(( بله لار چې نفس یې انسان ته ورښيي هغه دا ده: چې انسان ته وایي، ستا ګناهونه دومره ډېر دي، چې تا ته بښنه اصلاً کېدای نشي، او یا ته خو ګناه پرېښودلی نشې، نو د دې له کبله د توبې کومه خاصه فایده نشته او نه یې لري)) له ټولو نه مخکې باید موږ دا په خپل ذهن کې ولرو؛ چې مرګ کوم ځانګړی وخت یا نېټه نلري، ممکنه ده چې یو څو ساعته یا څو لحظې وروسته مرګ لیکل شوی وي.
نن که زموږ په زړه کې د توبې خیال پیدا کېږي، نو د الله تعالی له طرفه د هدایت یو پیغام دی، چې ای انسانه ته اوس هم موقع او وخت لرې چې توبه وباسې، او خپل ابدی ژوند د جوړ کړې، ځان د اخرت له شدید عذاب څخه خلاص کړې نو دا موقع باید یو غنیمت وګڼو، او نن په دې باندې پوره عمل وکړو. څه خبر سبا به موږ ددې توفیق ولرو او که نه. په دې اړه په یوه حدیث قدسي کې راغلي دي چې الله (ج) وایي: هغه شخص چې د ټولې ځمکې په شان ګناوې یې کړې وي او بیا ماته راشي په شرط د دې چې له ما سره یې شریک نه وي نیولی، نو زه به ورته دومره مغفرت وکړم څومره چې هغه ګناهونه کړي وي. (سبحان الله)
او بیا یې وفرمایل چې زما رحمت به زما له غضبه مخکې وي.
اوس هم وخت شته، راځئ! د الله تعالی په دربار کې سوال او زارۍ وکړو، خپل رب راضی کړو. موږ باید د وړو ماشومانو نه دا زده کړو چې کله هغوی ته کوم تکلیف ورسېږي نو په ژړا شروع کوي، ځکه هغه په دې پوهېږي چې د دی نه زموږ کار جوړیږی. نن زموږ سره له دې پرته بله لار نشته چې د خپل رب العزت په دربار کې وژاړو، زارۍ وکړو، په خپلو کړو وړو معافي وغواړو.
او دا د ټولو نه ستره لویه اراده د توبې اېستلو نه وروسته باید دا وي چې کوم ګناهونه موږ په تېر وخت کې کړي وي، د هغې د بښنې غوښتنه وکړو، یعنې کوم فرایض، واجبات، سنتونه، روژې او زکاتونه چې له موږ نه پاتې شوي وي، د هغې د بېرته راګرځولو اقدام وکړو. کوم کس چې د بل چا مال خوړلی وي یا یې پردی حق اخیستی وي، د هغې باید مالي یا ځاني تلافي وکړو، او د هغې ازاله وکړو، او یا چې چا ته مو کوم ناحقه تکلیف ورکړی وي د هغې څخه معافي وغواړو او د توبې نه وروسته له دارنګه ګناهونو ځان وساتو. که په ناپوهۍ سره کومه غلطي را څخه وشي نو بیا سملاسي توبه وباسو، او همداسې د خپل ظاهري او باطني اصلاح لپاره کوښښ جاري وساتو.
الله تعالی د زموږ ټولو توبه قبوله کړي، او موږ ته د پر هغې استقامت راوبخښي.
امين.