په عددي شکل یویشتمه پېړۍ له ۲۰۰۰م کال څخه شروع کېږي، خو د نړيوالو سیاسي واقعاتو، حوادثو او تغیراتو له کبله یويشتمه پېړۍ د ۱۹۹۱م کال څخه را په دېخوا شروع شوې ده. دا هغه وخت ؤ چې د نړۍ ستر فوځي او اقتصادي طاقت (شوري اتحاد) د افغانستان د مجاهد ولس په لاس په پنځلسو ټوټو ووېشل شو، او په نتیجه کې د مرکزي آسیا هېوادونه منځ ته راغلل.
د ۱۹۹۱م کال څخه د مخه نړیوال سیاست د دوو لویو پوځي او اقتصادي قدرتونو تر اغېزې لاندې ؤ، چې عبارت وو د امریکا له متحده ایالاتو او شوروي اتحاد څخه. نور هېوادونه دې ته مجبور وو چې د خپل هر اړخیز پرمختګ لپاره له دغو دوو نه یو ته مایل شي. د دې تر څنګ یو بل بې طرفه ګروپ هم موجود ؤ، چې په حقیقت کې یې شوروي اتحاد ته میلان درلود.
دغه کشمکش نړۍ په دوه برخو وېشلې وه، په همدې ډول هېوادونه، ټولنې، وګړي، کورنۍ. د مثال په ډول شمالي او جنوبي کوریا، تایوان او چین، ختیځ جرمني او لوېديځ جرمني، شمالي او جنوبي وېتنام. د شوروي د ټوټه کېدو سره نړۍ یو قطبي شوه او سیاسي، اقتصادي، تکنالوژیکي ډګر کپیټلېزم ته پاتې شو. په لومړي قدم کې هغه هېوادونه چی د ساړه جنګ په دوران کې بې طرفه وو، د ۹۱م نه را په دېخوا د کپیټلېسټ قطب تر سیوي لاندې راغلل. کله د لرې ختیځ، لاتینې امریکا، او یو شمېر اوروپایي هېوادونه په دې مجبور شول چې د پرمختللي او روښانه راتلونکي لپاره د یو نړیوال او غښتلي طاقت سره یو ځای سفر وکړي. یو شمېر نور هېوادونه چې د هغوی اقتصاد مستقیمأ د شوروي تر اغېز لاندې ؤ هغوی هم د وخت په تېرېدو د کپیټلېزم محتاج شول. لکه چین، وېتنام، کیوبا او داسی نور.
د یوشتمې پېړۍ د سیاست ځینې خصوصیات:
د شخړو له منځه وړل: د شوروي له ټوټه کېدو وروسته امریکایان په دې ډاډه شول، چې د نړۍ واک ددوی په لاس کې پرېوت. نو د مخه یې د شخړو د هوارولو لپاره هلې ځلې شروع کړې تر څو د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د نړۍ هېوادونه تر خپل اغېزلاندې راولي، او خپل احسانمند یې وګرځوي.
امریکا د یوه ستر قدرت په پېژندلو سره دا خپله دنده وبلله تر څو د شخړو کونکو تر منځ دریم ګړی وګرځي، او د نړۍ په هغو نقطو کې یې زیات کوښښ وکړ، کوم چې د دوی لپاره د پام وړ وو، او د دوی زیاتې ګټې پکې نغښتې وې. د مثال په ډول په لرې ختیځ کې د هغو هېوادونو تر مينځ شخړه د یوه وخت لپاره وځنډول شوه کومه چې د وړوکو ټاپوګانو د ملکیت په وجه راولاړه شوې وه. همدارنګه په اروپا کی د بالکاني هېوادونو ترمنځ شخړه هم د امریکا په وساتط هواره کړی شوه. د امریکا دا کوښښ چی هغه شخړې باید زر تر زره له مینځه ولاړې شي کومې چې د سرحدي، نژادي او منابعو له کبله را ولاړې شوې وي. البته هغه شخړې چې د اېدیالوژۍ په بنیاد وې هغو لا تر اوسه دوام کړی دي.
د ملګرو ملتونو د ګوند فعاله ونډه:
د دې لپاره چې په نړۍ کې د سولې هڅې په بنسټي ډول پر مخ ولاړې شي، د ملګرو ملتونو د ګوند ونډې ته زیات پام واړول شو. په مختلفو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو د سولې د حتمي کولو لپاره او د شخړو د مخنیوي لپاره په لوړه کچه سوله ساتي ځواکونه او مسلکي پرسونل ولېږل شول. د دې تر څنګ نورو دولتي او غیر دولتي ګوندنو هم خپله ونډه په اغېزمن ډول مخکې بوتله.
دولتي او غیر دولتي ګوندونه د هغو منابعو څخه دي چې په یویشتمه پېړۍ کې یې لوی قدرتونه د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. د مثال په ډول د ملګرو ملتونو د ګوند د مصارفو لپاره تر ټولو لوړه پانګه د امریکا متحده ایالات ورکوي، ځکه خو ملګري ملتونه په هر وخت کې د امریکا مفادات تر نظر لاندې نیولي دي. پر عراق د حملې پر وخت د ملګرو ملتونو د ګوند د امنیت شورا امریکا ته د حملې اجازه ورنکړه، خو امریکا پر عراق حمله وکړه، مګر په امریکا نه اقتصادي پابندۍ ولګېدې، او نه کومه بله سزا ورکړل شوه. په يویشتمه پېړۍ کې به د دولتي او غیر دولتي منابعو او منطقوي همغږیو ارزښت نور هم زیات شي، او په نړیوال سیاست کې به د یو مهم عنصر په ډول خپل رول ولوبوي.
د ځواک بڼه:
د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د قوي ځواک درلودل لازم دي، خو په یویشمه پېړۍ کې به دغه ځواک په څه ډول وي؟ په ډېرو مواردو کې به اقتصادي منابع او نظامي ثوقوالجیشي موقیعتونه د سترو طاقتونو د توجه وړ وي.
د صنعتي انقلاب څخه را پدېخوا اقتصادي او فوځي وسيلې د ځواک لپاره استعمال شوې دي. کله به یو او کله به بل مخکې کېده. د شلمې پېړۍ په اواخرو کې د ساینس او تکنالوژۍ د پرمختګ سره فوځي ځواک، پیاوړی اقتصاد او پرمختللې تکنالوژۍ ته اړ شو.
په یویشتمه پېړۍ کې د اهدافو لاسته راوړلو لپاره به پرمختللې تکنالوژي او مضبوط اقتصاد لومړی ګام وي، او له فوځي ځواک څخه به د ورستي متبادل په حیث کار اخیستل کېږي. د مثال په ډول موږ ګورو چې امریکا د بې پیلوټه الوتکو په واسطه خپل اهداف په قبایلي سیمو کې تر سره کوي. په داسې حال کې چې له یولک نه زیات امریکایي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې موجود دي، خو د دوی لومړی ګام د تکنالوژۍ کارول دي، چې عبارت له بې پيلوټه الوتکو دي. د تکنالوژۍ تر څنګ مضبوط اقتصاد هم اړین دي.
امریکا د عراق او افغانستان د جنګونو له کبله خپل ځان او نړۍ د ستر اقتصادي کړکېچ سره مخ کړل، اوس د خپل کمزوري اقتصاد په وجه نشي کولی چې دا جنګونه پر مخ بوزي او پدې هلو ځلوکې ده چې له دغو دواړو هېوادونو (عراق او افغانستان) نه خپلې پښې سپکې کړي. د دې تر څنګ د نورو وسايلو لکه اقتصادي پابندۍ، د دېموکراسۍ پلي کول، د دولتي او غیر دولتي ارګانونو نه استفاده کول د یویشتمې پېړۍ د ځواک نورې بڼې کېدای شي.
د یویشتمې پیړۍ دوست او دښمن:
د شوروي اتحاد په له منځه تلو سره امریکایان په خپل وجود ډاډه شول، د دې خطر نه په امن شول چې سوړ جنګ به په ګرم بدل شي. او لوی تشویش یې له منځه ولاړ. امریکا د نړۍ د رهبرۍ لپاره ملا وتړله او هوډ یې وکړ چې باید د امریکا اقتصاد، کلتور، ارزښتونه او مفادات په ټوله نړۍ کی پلي شي. د دې هر څه د مخنوي لپاره هېڅوک د امریکا مخې ته نشوای درېدلی بغیر د اسلام سپیڅلې دین نه.
د نړیوال امنیت په اړه د انګلستان لوی پوهاند (برې بوزن) دا لیکي چې اسلام يواځنۍ اېدیالوژي ده چې د غربي افکارو او کلتور سره مخالف لري، او په یویشتمه پېړۍ کې به ټکر د دې دواړو ترمنځ وي. هغه زیاتوي چې کمونېزم هم یوه اېدیالوژي وه، چې د ساړه جنګ په نتيجه کې یې شکست وخوړ، او له منځه ولاړه. پاتې د اسلام اېدیالوژي ده چې د امریکا د غوښتنو مخالفت کوي.
د یویشتمې پېړۍ له شروع نه موږ ګورو چې اسلامي هېوادونه په یوه او بله پلمه د غرب له خوا په نښه کېږي، مسلمانان وژل کېږي، کورونه یې ورانېږي، هجرت کولو ته مجبورېږي، د غربت او بېوزلۍ دوي ښکار کېږي، د غربي مفاداتو لپاره د دوی ګټې تر پښو لاندې کېږي او د داسی نورو بدبختیو سره لاس او ګرېوان دي. امریکا د چین، روسیې، شمالي کوریا، ایران، ونزویلا په څېر اوس هم ډېر رقیبان لري، لېکن وګورئ چې امریکا خپل کوم دښمن تعقېبوي، ځواکونه یې په کوم ځای کې په عملیاتو بوخت دي، چې افغانستان یې یو ښکاره مثال دي. افعانان نه د امریکایانو برابري کولی شي او نه یې دښمني. خو افغانان هغه څه لري چې په یویشتمه پېړۍ کې امریکا ته د خطر سبب ګرځي. هو مضبوطه اسلامي اېدیالوژي. امریکا په وار وار دا ویلي چې تر څو یې سخت دریځه له مینځه نه وي وړي؛ امریکا محفوظه پاتې کېدلي نشي. دغه سخت دریځه څوک دي؟ دا د امریکا د یویشتمې پېړۍ دښمنان دي او بس.
جنګ یواځې د وسلو په واسطه سر ته نشي رسېدی بلکه د هر جنګ تر شا د افکارو او ذهنیتونو یوه اوږده سلسله وي، د کوم لپاره یې چې پلویان د خپلو ځانونو قربانولو ته تیار وي. غرب د اسلامي فرهنګ او ثقافت ورځ په ورځ اغېزمنېږي او همدغه علت دي چې په غربي ټولنو کې ورځ تر بلې اسلام خپرېږي.
یویشتمه پېړۍ د ګلوبلایزېشن، دېمکراسۍ، بشري حقوقو، ازاد بازار، تجارت، پانګه اچونۍ د منطقوي ارګانونو د فعالیت او یو تر بله د مرستې پېړۍ ده، تر څو دولتونه وکولی شي یو تر بل په ډاډ او اطمنان سره ژوند وکړي. اقتصادي ګټې خپل لومړی لاسته راوړنه وبولي، او اختلافات وروسته پرېږدي تر څو د شخړو د هوارولو لپاره زمینه برابره شي، په نړۍ کې د زیاتو هېوادونو ترمنځ شخړې موجودې دي. لکه د چین او تایوان، هندوستان او چین، پاکستان او هندوستان. دغو هېوادونو خپلې شخړې د اقتصادي ګټو په وجه معطلي کړې دي، او دوی په یویشتمه پېړۍ کې د خپلو شخړو لپاره د سولییز حل په لټون کې دي.