د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کروندګرو استازو او قومي مشرانو له سيمه ييزي او ولايتي ادارې سره د کوکنارو نه کرلو تړون لاسليک کړ او ژمنه يې وکړه چي د تجارت په برخه کي به يې هم تر وسه وسه کار کوي.
په همدې موخه نن له غرمې مخکي د کندهار د ارغنداو ولسوالۍ په مرکز کي يوه غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د کندهار والي ترڅنګ د سکتوري ادارو رئېسانو، ، په کندهار کي د مرستندويه ادارو استازو، د ارغنداو ولسوال، د پرمختيايي شورا غړو او لسګونه قومي مشرانو او د بزګرانو استازو برخه اخستې وه.
د ارغنداو ولسوال حاجي شاه محمد احمدي د غونډي برخوالو ته وويل چي د ولسوالۍ د ټولو کليو ملکانو او د کروندګرو استازو ورسره هغه تړون لاسليک کړى چي له مخي به يې په دې ولسوالي کي ترياک نه کرل کيږي او په بدل کي به يې له بزګرانو سره د اصلاح سوو تخمونو او کيمياوي سري مرسته صورت نيسي.
د هغه په وينا چي قومي مشرانو ورسره ژمنه کړې چي په خپله ولسوالي کي به د نشه يي توکو د کر ترڅنګ د کاروبار مخه هم نيسي او چاته به اجازه نه ورکوي چي دې سوداګرۍ ته لاره هواره کړي.
ولسوال په ولسوالي کي د کرهڼي سستم د تقويې، د بزګرانو سره د مرستي او د ارغنداو رود دواړو غاړو ته د استنادي دېوالونو جوړول د کوکنارو د کرکيلي په برخه کي اړين او ضروري وبلل.
کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د رئيسانو او قومي مشرانو څخه جوړي سوي غونډي ته وويل (( ډېر خوښ يم چي نن د ارغنداو ولسوالۍ د اوسېدونکو له خولې د امنيت پر ځاى د حکومتدارۍ او بيارغوني د کارونو غوښتن اوري او دا په خپل ذات کي ددې څرګندويي کوي چي امنيت سل فيصده تامين او خلک خوندي دي)).
هغه زياته کړه چي په ارغنداو کي محلي پوليسو ډېره ښه نتيجه ورکړې او په څنګ کي يې د پرمختيايي پروژو د پلي کېدا لپاره هم زمينه مساعده کړې ده.
نوموړي زياته کړه چي نړيوال مرستندويان حاضر دي څو په کندهار کي د ټولو سکتورونو د پياوړتيا لپاره کار وکړي خو ترهغه وړاندي موږ بايد خپل اولويتونه معلوم کړو او د حاصلولو لپاره يې کار ته دوام ورکړو