کور / تازه خبرونه / د تېلو د ټانکر چاودني ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د تېلو د ټانکر چاودني ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په پروان ولايت کي د بګرام هوايي ډګر ته نژدې د ټانکر موټر په وسيله يوه چاودنه رامنځ ته سوې چي د دې ولايت د والي د وياند په وينا چي ياده چاودنه تېره شپه د٨ بجو په شاوخوا کي رامنځ ته سوې .
نوموړى وايي چي د ټانکر تر چاودلو تر مخه په ټانکر پيسي موښتي ماين چاودنه وکړه او کله چي ورباندي خلک راټول سول بيا ټول ټانکر چاودنه وکړه .
نوموړى وايي چي د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه لري خو د پېښي قربانيان يې د پروان ، پنجشېر او بګرام روغتونو ته د درملني په موخه وړي .
که څه هم چي د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى خو چارواکي د تل په څېر دا د وسله والو کار بولي .